آیا د بریتانیا خلک د نژادي مسایلو په اړه له بحثه وېره لري؟

Image caption د بریتانیا د خپلواکۍ ګوند (یوکیپ) غواړي هېواد ته د مهاجرینو د راتلو مخه ونیسي.

بریتانیا یوه متنوع ګڼ نژادیزه ټولنه ده چې راز راز خلک په کې ژوند کوي خو آیا هغوی څومره آزاده دي چې وکولای شي په ښکاره د نژادي او قومي مسایلو په اړه وغږیږي؟

په یوه تلویزوني مستند پروګرام کې د بریتانیا د نژادي مساوات د کمیسیون پخواني مشر ټریور فیلیپس یو شمېر ناندره ییزې ادعاګانې کړې دي.

یوه ادعا یې دا ده چې وايي اقلیتو ټولنو ته د درناوي رامنځته کولو او د تعصب له منځه وړلو په خاطر هڅې د دې سبب شوي چې ځینې خلک د نژاد پرستۍ تورونو له وېرې د ځینو مهمو مسلو په هکله له بحثه ډډه کوي.

د بې بي سي د ټولنیزو چارو خبریال جان مک مانوس په بریتانیا کې په دې اړه یو تود بحث ته کتنه کړې ده.

ټریور فیلیپس چې لس کاله پخوا د بریتانیا د نژادي مساوات د کمیسیون مشر و، هره اوونۍ یې یو څو ورځې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د اقلیتو ټولنو سره په لیدنو کتنو تېرولې.

هغه چې د کاریبین د سیمې د یو افریقايي الاصله مهاجر زوی دی، دا دنده درلوده چې په بریتانوي ټولنې کې چې ورځ په ورځ پکې ټولنیزه تنوع مخ په زیاتېد ده، خلک زغم او تحمل ته وهڅوي.

خو په دې وروستیو کې هغه ومنله چې دی پوهېده چې ځینې ډلو ځینې توندلارې نظریې پرمخ بیولې، خو له بده مرغه ده د هغو په وړاندې ضروري ګامونه پورته نه کړل.

په ۲۰۰۵ کال کې په بریتانیا کې د زېږېدلو اسلامپالو له خوا په لندن کې بمي بریدونه وشول چې په کې ۵۲ کسان ووژل شول او ډېر نور ټپیان شول.

ښاغلی فیلیپس اوس وايي: ’’ښايي دی باید یو څه شخصي مسولیت په غاړه واخلي ځکه چې وې نشوای کولای هغه څه چې راتلونکی و، له وړاندې وویني’’.

نو، هغه ولې اوس دغه خطر په ګوته کوي؟

د بریتانیا د خپلواکۍ ګوند (یوکیپ) غواړي هېواد ته د مهاجرینو د راتلو مخه ونیسي.

"هغه شیان چې موږ یې د نژاد په اړه نه وایو، خو ریښتیا دي"، تر نامه لاندې یوې مستندې تلویزوني خپرونې کې هغه وايي چې د بریتانیا سیاسي طبقه او رسنۍ د نژادي یا مذهبي اختلافونو په اړه د خبرو کولو څخه ډډه کوي ځکه وېرېږي چې د تعصب تور به ورباندې ولګول شي.

ښاغلی فیلیپس وايي د ده وېرې دوه پایلې درلودې: لومړی داچې د ټولنې د ستونزو په اړه یې خبرې نه کولې او له دې امله یې د هغوی د مخنیوی لپاره مناسب اقدامات نه کول.

او دویم داچې د بریتانیا اصلي اوسېدونکو یا سپینو بریتانویانو له خوا یو لړ سیاسي غورځنګونه رامنځته شول او هغوی لیدل چې ټولنه یې په بدلېدو ده او احساس یې کاوه چې د هېواد لویو سیاسي ګوندونو او سیاستوالو دوی له پامه غورځولي دي.

دا ښايي د بریتانیا د خپلواکۍ ګوند (یوکیپ) د محبوبیت زیاتوالي ته یوه اشاره وي، ځکه داګوند غواړي بریتانیا ته دمهاجرینودراتلومخه ونیسي او بریتانیا له اروپايي اتحادېې نه وباسي.

د دې ګوند ډېرو کاندیدانو او ملاتړو ویلي چې بریتانویان نشي کولای په ازاده توګه د دوی پر کارونو او کورونو باندې د مهاجرت د اغېزو په اړه وغږېږي ځکه وېرېږي چې د نژادپرستۍ تور به ورباندې ولګول شي.

ټولنیز عدالت

د نژادي ټولنو په ګډون له ماشومانو څخه د ناوړه ګټې اخیستلو او د جنسي ناوړې استفادې یو لړ رسوا شویو قضیو دغې مسلې ته د خلکو پام را واړوه.

پلټنو وموندله چې کله کله د ټولنیزو چارو کارکونکي او پولیس پر دغو سرغړونو سترګې پټوي ځکه وېرېږي چې د نژاد پرستۍ تور به ورباندې ولګول شي.

په لندن کې د ویکټوریا کلایمبي په نامه د یوې ۸ کلنې نجلۍ په هکله یو رپوټ و چې د هغې د خاله له خوا شکنجه شوې او وژل شوې وه.

دا دواړه د عاج د ساحل څخه راغلي و- د رپوټ نتیجه دا وه چې د نژادي مسالو په اړه د ټولنیزو کارکونکو د نه پام کولو له امله د دې پیښې مخنیوي ته پام نه و شوی.

د بریټبارټ په نامه د یوې سیاسي ویبپاڼې یو مسول چلونکی جیمز ډیلینګپول وايي ’’ښکاره ده چې د ټریور فیلیپس څرګندونې رښتیا دي’’.

هغه وايي: ’’دا زموږ د ټولنې یو خصوصیت دی چې یو سپین پوستي شخص نشوای کولای دا ډول یوه خپرونه جوړه کړي، او بي بي سي به له دې وېرې چې نژاد پرسته به وبلل شي یقینا هغه نه وای خپره کړې.

هغه (ټریور فیلیپس) یو مهم ټکي ته ګوته نیسي- که د یوې موضوع په اړه ډیر احتیاط وشي او له ویرې یې په اړه بحث ونشي، د یوې ټولنیزې بې عدالتۍ سبب کیدای شي.’’

څو ورځې وړاندې بریتانیا کې د بي بي سي د یوې خپرونې یو نامتو پریزنټر یا وړاندې کونکی د دې ادعا له امله چې وايي یو همکار یې په سوک وهلی و، په موقتي ډول له کاره ګوښه کړل شو.

دغې پیښې په ټولنیزو رسنیو کې یو لوی شورماشور رامنځته کړ چې زیاتره ظاهرا د دې خبرې په ځواب کې و چې وايي هره خبره او کار باید ’’له سیاسي پلوه سم’’ وي.

په دې پورې تړلې ده چې تاسو په کوم دریځ کې یاست، د ’’سیاسي پلوه سموالي’’ دا اصطلاح یا د سپکونکې او قضاوتي ژبې څخه د ډډې کولو په معنا ده او یا د بیان د آزادۍ محدودول دي.

د موټر چلولو د ټاپ ګېر خپرونې وړاندې کونکی جریمي کلارکسن د فزیکي حملې د ادعا له امله تر تحقیقاتو لاندې دی.

خو یو شمیر کسانو د هغه د بیا پر کار ګومارلو لپاره د یوه غوښتنلیک د لاسلیکولو په بڼه کمپاین کړی، سره د دې چې هغه د داسې یو سړي په توګه شهرت لري چې کله کله چمتو دی سپکونکي اصطلاحات وکاروي.

په تیر وخت کې له دې امله پر ښاغلي کلارکسن باندې نیوکې شوې وې چې د نورو شیانو تر څنګ یې د سلوپ (مخ ځوړی) کلیمه کارولې وه چې د ختیځې آسیا د خلکو په اړه د سپکاوۍ یوه اصطلاح ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption جریمي کلارکسن- نژاد پرسته دی، که د خپل زړه خبره کوي؟

د زیاترو هغو کسانو تبصرې چې د جریمي کلارکسن د بیا پر کار ګومارلو لپاره کمپاین کوي د فزیکي حملې تورونو ته پام نه کوي، بلکې د بیان پرآزادۍ غږېږي. د مثال په توګه دا تبصرې:

’’جریمي د سیاسي سموالي په تیاره نړۍ کې د رڼا سرچینه ده’’ او ’’زه ځکه په دې کمپاین کې غوښتنلیک لاسلیکوم چې تر ټولو بد شی د سیاسي سموالي په خاطر سانسور دی چې ډیره موده کیږي بي بي سي ورباندې بوخته ده.’’

جیمز ډیلینګپول وايي له جریمي کلارکسن څخه دا ملاتړ یو ټکی ثابتوي.

’’خلک له دې امله بیزاره دي چې تل ورباندې نیوکې کیږي او د ماشومانو په شان رویه ورسره کیږي’’.

’’کلارکسن په بي بي سي کې د رښتیانۍ بریتانیا یوازینی غږ دی. د هغو خلکو په شان خبرې کوي چې د بریتانیا په دفترونو او کلبونو کې یې خلک کوي، په تیره بیا د لندن نه بهر.’’

حساس موضوعات

البته د ډیرو خلکو لپاره، ’له سیاسي پلوه سموالی’ فقط د ښې رویې او یو چاته د سپکاوۍ څخه د ډډې کولو په معنا دی.

خو د نورو لکه د نړیوالو رسنیو نامتو شخصیت روپیرت مرداک لپاره دا ډیره بده معنا لري.

په فبرورۍ کې روپیرت مرداک په ټویټرکې ولیکل: ’’له سیاسي پلوه سموالی د بیان آزادي له منځه وړي. نوې روشنګري څه شوه؟’’

د وخت په تیریدو سره په دې کې چې د خلکو له نظره د منلو وړ ژبې کومه ده بدلون راتلای شي.

د بي بي سي یو بل هنرمند شخصیت بینیدکت کمبرباچ چې د شیرلاک هولمز په تلویزوني سیریال کې رول لوبوي، په دې وروستیو کې هڅه وکړه چې په تلویزون کې د غیر سپین پوستو لوبغاړو د کمښت موضوع ته د خلکو پام را واړوي.

خو د ’تور پو ستي’ پرځای یې د ’رنګه پوست لرونکي’ اصطلاح وکاروله.

بریتانیا کې په ۱۹۷۰ کلونو کې ’د رنګه پوست لرونکو’ اصطلاح ډیره کاریده خو اوس له سیاسي پلوه سمه نه ګڼل کیږي.

له یو لړ انتقادونو وروسته ښاغلي کمبرباچ په بیړه عفوه وغوښته، خو د ’سیکولر فضا’ په نامه د یوې موسسې بنسټ ایښودونکې ګیتا ساهګال وايي د هغې تجربه ښيي چې خلک ولې ویریږي چې د نژاد په موضوع کې کومه غلطي و نه کړي.

د روترهام او ویکټوریا کلایمبي قضیو ته په اشارې سره پیغله ساهګال وايي ’له سیاسي پلوه سموالی’ د خپلو دندو د نه تر سره کولو په خاطر د چارواکو یوه ښه پلمه وه.

’’دا قضیې اصلا د سترو غفلتونو په اړه وې، نه د ’سیاسي سموالي’ په اړه.

هغه وخت چې پیغلې ساهګال د نړیوالې بښنې په سازمان کې یوه لوړه دنده درلوده، د اسلام پالو سره د دې سازمان پر نژدې اړیکو یې اعتراض کړی و او له دې امله تورنه شوې وه چې له اسلام څخه ویره لري.

شک نشته چې بریتانیا د مهاجرینو د راتلو له امله بدله شوې ده، خو آیا کیدای شي خلک وهڅول شي چې د پایلو په اړه یې په ښکاره وغږیږي؟

’دبریتانیا راتلونکی’ په نامه یوه څیړندویه موسسه، په بریتانیا کې د نژادي اړیکو په هکله بحثونه کوي.

د دې موسسې مشر سوندار کتوالا وايي د دې بحثونو سپین پوستي برخه وال معمولا د حساسو موضوع ګانو د راپورته کولو په اړه ډاډه نه دي او معمولا انتظار باسي چې لومړی یو غیر سپین پوستی کس، د مثال په توګه د مهاجرت مسله را یاده کړي او بیا دی په کې ورګډ شي.

هغه وایی: ’’موږ باید خلکو سره مرسته وکړو چې د دې مسلو په اړه وغږیږي- دا سمه نه ده چې اندیښنې ولرو او ورباندې ونه غږیږو.’’

’’نژادي اړیکې ټولو هېوادوالو سره تړاو لري.’’

’’ښايي په کار وي چې خلک د نژادي مسایلو په اړه یو څه زړه ور و اوسي؟’’

’’با مدنیته او با ادبه اوسیدل ښه دي، خو کله چې د بحث مخه نیسي، ښه شی نه دی.’’

ورته مطالب