د نړۍ یو تر ټولو ستره وژونکې ساري ناروغي

Image caption نری رنځ یوه انتاني ناروغي ده چي د انسان په بدن کې زیاتره سږي تر برید لاندې راولي.

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي نری رنځ یا توبرکلوز هر کال د شا او دیارلس زرو افغانانو ژوند اخلي.

د دغه وزارت په وینا په ۲۰۱۴ کال کې افغانستان کې د نري رنځ نږدې ۵۸ زره نوې پېښې اټکل شوې وې چې ۵۶ سلنه یې تشخیص شوې او شپږ میاشتنۍ درملنه یې شوې ده.

دا څرګندونې د افغانستان د روغتیا چارواکو د نري رنځ د نړیوالې ورځې په مناسبت کړې دي.

افغانستان د نړۍ په هغو ۲۲ هېوادونو کې دی چې په نري رنځ د اخته شویو لوړه کچه لري.

په ۲۰۱۳ کال کې د نړۍ په کچه ۹ میلیونه وګړي د نري رنځ په ناروغۍ اخته شوي وو چې نږدې یو نیم میلیون یې مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز وايي:

افغان روغتیایي چارواکي وايي په افغانستان کې بوډاګان مېرمنې او خوارځواکي ماشومان تر نورو زیات د نري رنځ قربانیان دي.

روغتیايي چارواکي د نري رنځ ناروغۍ پر وړاندې ژمنیتا ښيي او پر وخت تشخیص او د لوړ څرنګوالي پر درملو ټینګار کوي.

د نري رنځ د ناروغۍ لاملونه

Image caption دغه ناروغي د نړۍ په کچه تر ډېره بې وزلې سیمې او خلک ځپلي دي.

د نري رنځ ناروغي چې افغان روغتیايي چارواکي یې هم په تړاو اندیښنه لري، په افغانستان کې د روغتیا د نړیوالې ادارې د اندیښنې سبب ګرځېدلې ده.

د دغه ادارې استازی ریچارت کورن یې لاملونه د درملو ټیټ څرنګوالی او کمزوری مدیریت بولي چې په په وینا یې په افغانستان کې د یوې لويې ننګونې په توګه را څرګند شوي دي.

هغه ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به خپلې کړنې او څارنې پیاوړې کړي.

د روغتیايي چارواکو په وینا نری رنځ داسې ناروغي نه ده چې درملنه یې شونې نه وي.

پر دغه ناروغۍ یو اخته شوی چې وايي اوس د رغېدو په حال کې دی وايي:

نری رنځ یوه انتاني ناروغي ده چي د انسان په بدن کې زیاتره سږي تر برید لاندې راولي.

ستومانتیا، د اشتها او وزن کمښت، او تبه یې نښې نښانې دي.

نری رنځ د درملنې وړ ناروغي ده چې دروغتیا پوهانو په وینا د شپږو میاشتو په موده کې يې په آنتې بیوتیکونو کارولو درملنه شونې ده.

دغه ناروغي د نړۍ په کچه تر ډېره بې وزلې سیمې او خلک ځپلي دي.

د بېلګې په ډول د روغتیا نړیوال سازمان نری رنځ په چین کې د بې وزلۍ ناروغي ده او په چین کې پر دغه ناروغۍ ډېری اخته کسان له منځنۍ کچې ټیټ عاید لري.

په چین کې د دغه سازمان استازی ډاکټر برنهارډ شورټلنډر وايي:

"که غواړو چې نری رنځ نور د عامې روغتیا په برخه کې د اندېښنې وړ خبره نه وي نو باید د نوو لارو چارو او تکنالوژۍ کارول خپل لومړیتوب وګرځوو چې وکولی شو نوې قضيې ژر تشخیص کړو او د درملنې بهیر اسان کړو."

"د دې تر څنګ چین باید بې وزلو خلکو د درملنې لګښت برابرولو لپارهنوي نوښتګره پروګرامونه په پام کې ونیسي."

ورته مطالب