د قهرجنو کسانو په لاس وژنې د اروا پوهنې له نظره

Image caption له برید وروسته خلکو خورا ډېره غصه او کرکه څرګنده کړې ده. ځینو ان د بشریت د مفکورې په اړه هم شک ښودلی دی.

فرخنده هغه ځوانه افغان ښځه چې تېره اوونۍ د قهرجنو کسانو د یوې ډلې له خوا په بې رحمۍ سره ووژل شوه، په داسې حال کې چې افغان ټولنه د تېرو څه دپاسه ۴۰ کلونو بې ثباتۍ کې له مړینو سره عادت شوې خو د یوې قهرجنې ډلې له خوا دغه ډول برید درکول ګران کار دی.

د برید انځوریز او ویډیويي شواهد ښيي چې د اشخاصو یوه ستره ډله یوځای کېږي او یوه بې وسلې ښځه په وحشي ډول وهي.

د دې ترڅنګ موږ دا هم ولیدل چې لسګونو لارویانو له دغې ښځې سره د مرستې پرځای د پېښې انځورونه اخیستل او ویډیوګانې یې جوړولې.

له برید وروسته خلکو خورا ډېره غصه او کرکه څرګنده کړې ده. ځینو ان د بشریت د مفکورې په اړه هم شک ښودلی دی.

دا یوه وېرونکې پېښه وه خو د قهرجنو کسانو برید کومه نوې خبره نه ده او تر ډېره د انسان د طبیعت برخه ده.

که څه هم کلتور او توکم انسانان سره بېلوي خو زموږ ذهنونه په جوړښت کې ډېر ورته والی لري.

ډېرې ټولنیزې مفکورې لرو چې د قهرجنو کسانو بریدونو ته د اروا پوهنې له نظره کتنه کوي. په دې برخه کې تر ټولو څرګنده تشریح دا ده، چې کله خلک په یوې لویې ډلې کې سره یوځای شي نو بې واکه کېږي او پر خپلو ځانونو کنترول له لاسه ورکوي.

دغه ډول حالاتو کې د ځان په اړه پوهاوی کمېږي او په اتوماتیک ډول ټول په ډله اییزه توګه عمل کوي.

کله چې په ډله کې احساسات، په ځانګړې ډول منفي احساسات را وپارېږي، نو د ډلې رویه د اشخاصو له عادي او ورځني چلند سره ډېر توپیر پیدا کوي او څومره چې ډله کې خلک زیاتېږي هغومره یې خطر هم ډېرېږي او پر ځانونو کنترول کمېږي.

د قهرجنو کسانو له خوا د تاوتریخوالي په پېښو کې د خلکو رویه د مغزو جوړښت ته په پام سره په ښه ډول تشریح کېدای شي. د مغزو د جوړښت د پېژندلو یوه عمومي طریقه دا ده چې ماغزه په نویو او زړو سیمو وویشو.

د مغزو زړې تکاملي سیمې او د غړو سیستم د (مبارزې یا تېښتې) له رویې سره تړلې دي. دا رویې د پایښت لپاره اړینې دې. په دې معنا چې د فشار پر وړاندې یا تاسو مبارزه کوئ یا د تېښتې او ځان ایستلو هڅه کوئ.

دا چې د مغزو زړو سیمو د ودې لپاره ډېر وخت لرلی دی نو خپلمنځي اړیکې یې د مغزو نوې سیمې چې په کې د پرېکړې، استدلال او پر ځان کنترول وړتیا شاملې دي، کمزورې کوي.

د مغزو زړې سیمې د اړیکو او اندازې له پلوه په پرتلیز ډول ډېرې ځواکمنې دي.

موږ په اساسي ډول د (مبارزې یا تېښتې) د سیستم بندیان یو. زموږ د احساساتو مرکز (امېګډالا) د غړو په سیستم کې پروت دی. کله چې منفي احساس امېګډالا فعاله کړي، دا د فعالیتونو د چټک زیاتوالي لامل کېږي او موږ کې د (مبارزې یا تېښتې) سیستم ژوندی کېږي.

یو شمېر څاروي، رنګونه او غږونه کولی شي په چټکۍ سره زموږ د (مبارزې یا تېښتې) سیستمونه فعاله کړي ځکه د وخت په تېرېدو سره زموږ جنیتیک جوړښت دغه شیان د پایښت پر وړاندې د ګواښ په توګه پېژندلي دي.

دغه شیان زموږ د مغزو زړې سیمې فعالوي او د دې لامل کېږي چې موږ داسې چلند وکړو چې ښايي بشپړ کنترول یې و نه لرو.

له دغه ډول وېرونکو بریدونو نه وروسته، هغه پوښتنه چې تل مطرح کېږي دا ده، چې د قهرجنو کسانو ډله کې اشخاصو ولې ځانونه کنترول نه کړل؟ د دې پوښتنې ځواب د مغزو د زړو او نویو سیمو تر منځ په تړاو کې نغښتی دی. کله چې د مغزو زړې سیمې فعاله شي، نوې سیمې کمزورې کوي او زموږ چلند تر خپل کنترول لاندې راولي.

زموږ د مغزو نوې سیمې چې پر ځان د واک لرلو پورې تړلې دي، دومره ځواک نه لري چې د مغزو زړې سیمې کنترول کړي.

تر هغو چې موږ په ډله کې یو، نه پوهېږو. کله چې له ډلې بېل شو، بیا د خپل ډله اییز چلند او شخصي چلند تر منځ توپیر وینو. کله چې د مغزو زړې سیمې غېر فعاله شي، نو د مغزو نویو سیمو ته فرصت ورکوي چې دقیق فکر وکړي او پېښه د خپل شخصي عقیدې او فکر په نظر کې و ارزوي.

د دغه مطلب هدف دا نه دی چې د قهرجنو کسانو تاوتریخوالي ته بهانه یا عذر پیدا کړي بلکې موخه دا ده چې وښيي ولې قهرجنې ډلې دومره په اسانه را پیدا کېږي او بیا پر تاوتریخوالي لاس پورې کوي.

کله چې موږ په دې وپوهېږو چې انسانان په اسانۍ سره په ډله اییز تاوتریخوالي کې ښکېلېدای شي، نو بیا کولی شو د داسې لارو چارو په لټه کې شو چې ټولنې ته د دغه ډول قهرجنو ډلو د مخنیوي او ماتولو زده کړه ورکړو.

د قهرجنو ډلو د فکر په اړه منظمه روزنه او تعلیم موږ سره مرسته کولی شي چې د دوی د کړنو مخه ونیسو. قهرجنې ډلې ډېر ژر پیدا کېدای شي خو په همدومره چټکتیا له منځه هم تلای شي.

د دې کار لپاره باید دغه ډله پر کوچنیو ډلو تیت او پرک کړای شي. کوچنۍ ډلې اشخاصو ته فرصت ورکوي چې له فکره کار واخلي او د دې لامل نه شي چې د احساساتو سیلاو یې پر عصبي سیستم غلبه وکړي.

تر ټولو مهمه د مغزو د جوړښت په اړه تعلیم دی. مغزو ته باید د یوې تورې بکسې په توګه و نه لیدل شي، موږ باید وپوهېږو چې د چاپیریال مثبت او منفي احساسات مغزو کې څنګه پروسیس کېږي.

څومره مو چې د مغزو د نویو او ړو سیمو تر منځ د اړیکو په اړه پوهاوی زیاتېږي، دومره به پر خپلو کړنو او چلند شعوري کنترول ولرو.

که و نه پوهېږو چې د مغزو اړیکې زموږ چلند کنترولي نو دا د دې لامل کېږي چې د مغزو پخوانۍ سیمې زموږ کړنې انحصار کړي. ماغزه فکر جوړوي خو فکر دا وړتیا لري چې د مغزو اړیکې بدلې کړي.

ورته مطالب