د انګلستان پاچا ۵۰۰ کاله وروسته بیا خاورو ته وسپارل شو

د انځور حقوق EPA

دریم ریچرډ د انګلستان یو پخوانی پاچا د (پلانتاژینیت) د کورنۍ وروستی نامتو شخصیت، د شاندارو مراسمو په ترڅ کې د انګلستان لیسټر ښار کې بیا خاورو ته وسپارل شو.

د هغه دښمنان وايي هغه ماشومان وژلي وو او له خپلوانو څخه یې په زوره واک ترلاسه کړی و. نو ولې اوس په شاندارو مراسمو او عزت سره یو ځلې بیا خاورو ته سپارل کېږي؟

د بي بي سي د ټولنیزو چارو خبریال مک مانوس، د دې پوښتنې د ځواب موندلو لپاره د انګلستان خونړي تاریخ ته یوه لنډه کتنه کړې.

د ۲۰۱۲ کال په سپتمبر کې لرغون پیژندونکو د لیسټر د ښار د یوې لرغونې کلیسا په انګړ کې چې اوس په کې د موټرو د درولو ځای جوړ شوی و، د یوه مړي پاتې شونې وموندلې چې ۵۰۰ کاله پخوا په بیړه هلته ښخ شوي وو.

له څېړنو وروسته څرګنده شوه چې دا پاتې شونې د انګلستان د یو ډېر ناندره ییزه پاچا، دریم ریچرډ، دي.

د موندل شویو هډوکو څخه ښکارېده چې د ملا تیر یې هغسې کوږ دی لکه چې د ریچرډ و. د جګړې د ټپونو نښې هم پکې څرګندې وې.

څېړونکو د موندل شوی جسد (ډي این ای) د ریچرډ د کورنۍ د اوسني نسل یو غړي له ډي این ای سره پرتله کړل او روښانه شوه چې دا هډوکي د پخواني پاچا، دریم ریچرډ دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سیلانیان انتظار باسې چې د لیسټر په کلیسا کې د ریچرډ تابوت وویني (د رویټرز خبري آژانس )

له دې موندنې وروسته یو لړ هڅې پیل شوې چې په پایله کې یې د ریچرډ پاتې شونې یو ځلې بیا د لیسټر د ښار په کلیسا کې خاورو ته وسپارل شوې.

خاورو ته د سپارنې مراسمو کې لوړ پوړو کسانو ګډون درلود، د انګلستان د کلیسا مشر د مراسمو مشرتوب کوه او د اوسنۍ شاهي کورنۍ درې تنو غړو هم په کې برخه درلوده.

د پخواني پاچا د پاتې شونو په بیا موندلو سره هغه بحثونه هم یو ځلې بیا تازه شول چې د انګلستان د تاوتریخوالي نه ډک تاریخ یوه مهمه برخه ده.

دریم ریچرد څوک و؟

هغه په ۱۴۵۲ کال کې د (پلانتاژینیت) په کورنۍ کې زیږیدلی و، دا د هغې کورنې سلسه وه چې په اصل کې له فرانسې نه راغلي و او له ۱۱۵۴ کال نه وروسته یې څو سوه کاله پر انګلستان واکمني درلوده.

د ریچرډ د ماشومتوب په وخت کې په هېواد کې کورنۍ جګړه روانه وه، چې د ګلابو د جګړې په نامه یادیده ځکه چې د جګړې د یوه اړخ نښه یا سمبول سور ګلاب او د بل اړخ سمبول سپین ګلاب و.

د ریچرډ د ورور، پاچا څلورم اډوارډ، له مړینې وروسته، د هغه ۱۲ کلن زوی، پاچا پنځم اډوارډ، د سرپرست په توګه ونومول شو.

دا چې وروسته څه پېښ شول، په اړه یې د نظریو سخت اختلاف موجود دی.

نوی پاچا چې ۱۲ کلن ماشوم و، او ۹ کلن ورور یې د لندن په یوه شاهي کلا کې چې یو مشهور زندان هم پکې و، تري تم شول او نور هېچا و نه لیدل.

په همدې وخت کې، د ریچرډ د مړ شوي ورور، مخکیني پاچا، واده غیر مشروع اعلان شو.

ویل کېږي چې یو کشیش ریچرډ ته ویلي و چې مړ شوي پاچا د خپل وروستي واده نه مخکې بله ښځه هم درلوده او له دې امله یې دې واده مشروعیت نه درلود.

د ریچرډ هم دا خبره خوښه شوې وه. دا په دې معنا وه چې د هغه زوی، پنځم اډوارډ، پاچا کېدای نه شي.

د پاچاهۍ لپاره بل مناسب انتخاب په خپله ریچرډ و.

ریچرډ پاچا اعلان شو او د ورور دوه زامن یې نور چا و نه لیدل. منتقدین وايي ریچرډ هغوی وژلی دی او د کلا په کوم ځای کې یې ښخ کړی دي.

د باس ورت جګړه

د منځنیو پیړیو هیڅ یو پاچا په آرامۍ سره پاچاهي نه شوای کولی، د پاچاهۍ دننه او بهر رقیبان او دښمنان به د واک د نیولو لپاره تل مناسب فرصت ته چمتو ناست وو.

د ریچرډ یو سیال هینري تیودور نومیده. هغه هم د پاچاهۍ دعوا درلوده او د ریچرډ دښمنانو سره یې لاس یو کړی و.

د دوی ترمنځ د جګړې وروستی او مهم پړاو د لیسټر شایر د باس ورت په سیمه کې و.

دریم ریچرډ د انګلستان وروستی پاچا و چې د جګړې په ترڅ کې ووژل شو، او هینري تیودور، د اووم هینري په نامه پاچاهۍ ته ورسید، چې د تیودور د کورنۍ د لړۍ لومړنی پاچا و.

داسې اوازې وې چې د ریچرډ مړی یو سیند ته غورځول شوی دی.

اوس څرګنده شوې چې د ریچرد مړی له کومو مراسمو پرته د یوې کلیسا په انګړ کې ښخ شوی و. هلته اوس د موټرو د درولو ځای جوړ شوی چې له کیندنو وروسته پکې د ریچرډ هډوکي وموندل شول.

شاهي شهرت

لکه چې وايي ګټونکي تاریخ لیکي، د تیودور کورنۍ سملاسي د ریچرډ د نوم بدلولو لپاره په کار لاس پورې کړ.

هغوی د ریچرډ د حقیقي جنایتونو په یادولو بسنه و نه کړه – ډرامه لیکونکي ویلیام شیکسپیر، هم په خپلې ډرامې کې هغه بد وستایه، د کږې ملا درلودونکې بلا په نامه یې یاد کړ. ویل کېږي چې ریچرډ د ملا د هډوکو ناروغي درلوده او د ملا تیر یې کوږ و، یوه اوږه ېې لوړه او بله ټیټه وه.

خو دریم ریچرډ مثبت اړخونه هم درلودل او د ټولنې لپاره یې ځینې اصلاحي کارونه هم کړي و.

بې وزلو لپاره د عدالت په خاطر یې ځانګړې محکمې جوړې کړې وې چې بې وزلو خلکو کولای شول د کوم لګښت پرته هلته خپلې دعوا ګانې پرمخ بوزي.

د لومړي ځل لپاره یې د ضمانت له مخې د تورنو کسانو د آزادولو امکانات رامنځته کړل، مروج قوانین یې له فرانسوي ژبې نه انګلیسي ته ترجمه کړل، د ځینو کالجونو او یو پوهنتون بنسټ ېې ایښی و.

که ریچرد جګړه نه وای بایللې؟

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption مایکل ایبسین (کیڼ اړخ ته) د دریم ریچرډ له نسله دی، او د پاچا پر تابوت باندې سپین ګلان ږدي. (رویټرز خبري آژانس)

که ریچرډ د باس ورت جګړه ګټلې واې، د انګلستان د تاریخ لوری به بیخي بدل و.

د تیودور کورنۍ او د هغې ډېر نامتو پاچا، اتم هینري چې خپلې شپږ ښځې یې وژلې وې، به نه وای واکمن شوی.

د اتم هینري دا فیصله چې د رومان کاتولیکې کلیسا سره یې اړیکې پرې کړې، او د انګلستان کلیسا یې جوړه کړه، به نه وای شوې.

ډېرو سره دا پوښتنه ده چې ولې د ریچرډ پاتې شونې د پروتستانتانو په کلیسا کې خاورو ته سپارل کیږي، په داسې حال کې چې هغه په خپله کاتولیک و.

د اوسنۍ شاهي کورنۍ لپاره هم ځینې پایلې شته دي. د هغوی پاچاهي ورته له پخوانیو نه په میراث پاتې شوې چې لړۍ یې د تیودور کورنۍ او حتا له هغې نه پخوانیو ته رسیږي.

دا په دې معنا ده چې که دریم ریچرډ جګړه ګټلې واې، د بریتانیا د دولت اوسنۍ مشره، ملکه دویمه الیزابیت، به ښايي کاملا بل ډول ژوند درلودای او د یو عادي شخص په توګه به وای.

د ګلابو د جګړې دویمه برخه

د پخواني پاچا د بیا ښخولو کیسه، د وژنو، جګړې او شاهی موضوع ګانو سره د بریتانیا د خلکو لپاره ډېره جالبه ده.

خو، ځینې منتقدین دې ته ګوته نیسي چې د داسې یو سړي ویاړل به چې د ماشومانو د وژنې شک ورباندې دی چندانې سم کار نه وي.

همدا راز ځینې خلک تعجب کوي چې د ریچرډ د بیا ښخونې په ترڅ کې څنګه د ماتم مراسم ترسره شوي دي.

د ریچرډ تابوت د آسونو د یوې ګاډۍ پر سر، د لیسټر په ښار کې په داسې حال کې وګرځول شو چې په زغره وال لباس سمبال افسران ورسره و، او یو شمیر موجودو خلکو د هغه چا لپاره اوښکې تویولې چې ۵۰۰ کاله پخوا مړ شوی و.

ریچرډ د پاچا کیدو نه مخکې ’د یورک د ښار ریچرډ’ په نوم یادیده. د هغه د اوسني نسل یو شمیر خپلوانو د پلانتاژینیت اتحادیې په نامه یوه ټولنه جوړه کړې چې غوښتل یې هغه په یورک کې خاورو ته وسپارل شي، نه په لیسټر کې.

دا مسله دومره توده شوه چې بالاخره محکمې ته لاړه، خو لیسټر دعوا وګټله، او له هغې راهیسې د دې نویو شاهي اړیکو سمبالولو لپاره په کار بوخت شول.

یوه څیړنه ښيي چې د ریچرډ له امله د لیسټر سیمې ته د سیلانیانو د ورتلو عواید ناڅاپه ۷۰۰ میلیونه ډالره زیات شول.

دا په دې معنا ده چې که څه هم ریچرډ به ښايي لیسټر ته له تلو پښیمانه و ځکه چې هلته ووژل شو، خو د دې ښار خلک د هغه د ورتلو نه ډیر خوشحاله دي.