پښتونخوا کالم-'افغان خبریالانو، پاکستان ته په خیر راغلئ'

Image caption د څلورو لسیزو د جنګونو او بربادیو څخه د امن په نوم راوتلي دا نوي زلمي ژورنالسټان په نړیواله کچه دا څرګندوي چې مونږ د بارودو ، بمونو د جهاد معنا په قلم بدله کړه اوس مونږ جهاد په قلمونو کوو.

د افغانستان کابل څخه د یوولس تنو ژورنالسټانو ټولګی اسلام آباد ته راغی. دا د دواړو هېوادونو تر منځ د ژورنالسټ ایکسچینج یا د خبریالانو د تبادلې په لړ کښې د افغان ژورنالسټانو لومړنۍ دوره ده.

د پرنټ الیکټرانک میډیا یا برېښنايي چاپ شوې رسنۍ څخه د افغانانو راغلي پلاوي کښې ټول هغه زلمي ګډون لري چې د نوي مصئون افغانستان استازیتوب کوي او دا خبره څرګندوي چې د افغانستان نوي ځلمیان د خپل هېواد د امن لپاره څومره خوشبین دي.

د څلورو لسیزو د جنګونو او بربادیو څخه د امن په نوم راوتلي دا نوي زلمي ژورنالسټان په نړیواله کچه دا څرګندوي چې مونږ د بارودو ، بمونو د جهاد معنا په قلم بدله کړه اوس مونږ جهاد په قلمونو کوو.

په دغه نوو ځلمیانو ژورنالسټانو کښې ډیری هغه ځلمي دي چې په پاکستان کښې يې زدکړې کړي او په پښتونخوا کښې پاتې شوي دي. ځکه هغوی د ژورنالیسټ ایکسچینج په لړ کښې، د ایکوئېل ایکسیز ( مساوي لاس-رسی) افغانستان او پاکستان دا موقف تائیدوي چې باید مونږ تېر وختونه ،ترخې تجربې او غلطۍ تکرار نکړو ، او د نوي دور د تقاضو څخه خپلې تجربې شریکې کړو او په نړیوال کلي کښې د ګاونډیو هیوادونو په تعلقاتو کښې د قلم د حرف او د غږونو مثبت رول ولوبو.

په دغه لړ کښې چې د مارچ په ۲۶ د زیارت په ورځ افغان ژورنالسټان اسلام آباد ته راغلل نو ایکوئېل ایکسیز پاکستان لخوا هغوی ته هرکلی وویل شو.

د افغانستان نه راغلو ژورنالستانو!

د قلم او د حرف د قبيلې ګرانو ميلمنو!

تاسو ته د پاكستان خاورې ته په خير راغلى وايو، د ايكويل ايكسيز پاكستان لخوا مينه، مننه او احترامات ومنئ.

د انځور حقوق Getty
Image caption په دغه نوو ځلمیانو ژورنالسټانو کښې ډیری هغه ځلمي دي چې په پاکستان کښې يې زدکړې کړي

دا زمونږ لپاره د وياړ شېبې دي چې تاسو د ايكويل ايكسيز افغانستان لخوا دلته راغلئ او مونږ ته مو د مېلمستيا موقعه راكړه. لكه څنګه چې تاسو ته معلومه ده، د دې راتګ هدف دا دى چې مونږ د پاكستان او افغانستان دواړو خواوو د ژورنالسټانو سوچونه، فكرونه او ذهنونه يو بل سره شريك كړو. د دواړو هېوادونو ترمينځ د امن، ورورولۍ او باور يو پُل جوړ كړو او يوه داسې تګلاره وټاكو چې د سبا د پاره يو مثال او مشال جوړ شي.

د ژورنالسټ ايكسچېنج له لارې د دواړو هېوادونو ترمينځ د تعليم، صحت، روزګار، اقتصاد، د نوو ځوانانو د صلاحيتونو يوه لاره جوړه شي.

زمونږ دواړو خواوو ته دا او داسې نورې ډيرې ستونزې شته چې د هوارولو د پاره یې ژورنالسټان ډېر ښه رول لوبولى شي، ځكه چې زمونږ هيلې، ارمانونه، هدفونه او امن هر څه شريك دي. بايد چې د دې لپاره عمليات هم شريك شي.

په دغه هکله د پاكستان څخه په ٢٢ جنورۍ د ژورنالستانو يو پلاوی كابل ته په لومړۍ دوره درغلی ؤ. زمونږ ژورنالسټانو له ځانه سره ستاسو نه د مينې ، محبت، امن، ورورولۍ او د باور ډېرې ښكلې خاطرې راوړي دي.

د دغې لړۍ دا دويمه كړۍ پاكستان ته د افغانستان د ژورنالسټانو راتګ دى، مونږ ستا سو د راتګ مننه كوو.

تاسو پاكستان ته د هجرت كور ویلى دى، مونږ افغانستان ته د خپل ګريوان او لمن په نظر كتلي دي_ له بده مرغه ځينې شكونه، بدګمانۍ او ناباورۍ داسې راپيدا شوې چې د هغې دپاره ستا سو غوندې روښانفكره، د قلم او د حرف امينان يو بل څخه نژدې كښيني، د رسنيو د رپورټونو او قلمونو په ذريعه په ولسونو كښې هم باور روغ كړي او د دواړو هېوادونو حكومتي چارواكو ته هم دا غږ ورسوي چې په نړيوال كلي كې د دوو ګاونډي هيوادونو او اولسونو په يوبل يقين او باور څومره ارزښت لري.

پاكستان او افغانستان په موجوده حالاتو كې د امن دپاره شريك عمليات پيل كړي دي او دا حقيقت نور څرګند شوى دى چې په دې منطقه كې امن تر ټولو بنيادي څيز دى، د علامه اقبال وينا خو دافغانستان د خاورې دپاره لا ډېر پخوانۍ پيشګويي ده چې هغه فرمایلي وو:

آسيا يك پيكر آب و ګل است

ملت افغان در آن پيكر دل است

از فساد او فساد آسيا

در ګشاد او ګشاد آسيا

وخت او حالاتو دا حقیقت په ټولې نړۍ کې څرګند کړو چې دا منطقه که کراره وي نو ټول جهان به د امن کور وي که په دغې لوبې کښې څوک دهوکه کوي او یا دروغ وايي، نو خپل کور به هم روغ پاتې نکړي د خپل کور د رغولو لپاره لازمی ده چې د بل کور ته به احترام ورکوې.

اوس، په نوو وختونو كې د سياستمدارانو، شاعرانو، اديبانو، دانشورانو، پوهانو او په تېره تېره د ژورنالستانو او ورڅخه د ټولو فنونو او فنكارانو، هنرمندانو يو بل څخه د تګ راتګ لارې جوړول پكار دي، باالخصوص په دغه كار كې ژورنالستان تر ټولو ښه رول لوبولى شي.

په دې لړ كې ستاسو پاكستان ته راتګ ته مونږ ډيره په درنه سترګه ګورو.

هر كله راشئ

خوش آمديد

بيا بيا راشئ

ښاد دې وي ستا سو د مېلمستيا كور پاكستان

خوشحاله دې وي تل پياوړى سرلوړى افغانستان

ورته مطالب