کړکۍ کالم: پر شخصيت د کورني چلند اغېز

Image caption مهمه نه ده هر څه موږ ور زده کړو. د وخت په تېریدو خپله پوهيږي، درک کوي یې. ښه او بد توپیر بیا کولی شي.

ټولګيواله مې پوهنتون ته ناوخته راغله. سترګې یې سرې وې. شا ته د کونج پر څوکۍ کېناستله.

ښوونکي لکچر ختم کړ. و مې پوښتله چې ولې ناوخته راغله، هغه شېبه غلې وه.

وروسته یې غریو نیولې وویل، ورور مې د غلو په ډله کې پولیسو نیولی. ته نو ولې زړه خورې چې څه کرې هغه به رېبې.

دا له ټولګي ووتله. پسې ورغلم. د ډاډ لپاره مې يې لاس ونیو. دې راته وویل، ټول مې د پلار له لاسه، غوښتل یې د نوي کال میلې ته له ملګرو سره چکر ته ولاړ شي. پلار مې پیسې ور نه کړې. ویل یې که ځوانانو ته پیسې ورکړو بې لارې کیږي.

د ټولګيوالې د ورور کیسه یوه نه ده. ممکن ډېر داسې ځوانان وي. موږ ډېر کله داسې قضاوت کوو چې مجرم ګرم دی. خو دا چې دا کس ولې جرم وکړ؟ په اصلي ریښو پسې يې نه ګرځو یا که پوه هم شو دومره مهمې نه راښکاري.

ممکن همدا اوس تاسې هم له ځانه سره ووایاست چې خو ما ته هم ډېر کله مور او پلار د کوم ځای تګ اجازه یا پیسې نه دې راکړي. خو ما داسې کوم څه نه دي کړي خو ممکن زما او ستاسې او د هغې د ورور دوستان توپیر ولري.

زه او تاسې چې داسې فکر کوو ممکن دوستان مو ورته حالت ولري. نو د هغوی مخته حقارت نه احساسوو؟

انسان تر ډېره غواړي ازاد و اوسي. خپله لار ولري. حدود زغملی شي مګر تر حده.

یو وخت مې یوې همسایه راته کیسه کوله. پلار به یې ورور تر ډېره قید ساته. ویل یې ورور مې د پلار له قصده چرسي او قمارباز شو.

یا ممکن هغه کارونه چې ماشومان یا نوي ځوانان ترې منع کوو، هغوی یې په پټه وکړي. یا مو ممکن خپله ور پام کړی وي چې دا کار بد دی.

یو وخت مې وړه خور کوڅې ته لوڅ سر وتلې وه. لکه چې ورته غوصه شوې وم. بلې خور مې راته ویل، ته یې خپله دې ته پام کوې. هغه وړه ده په بدو او ګناه نه ده خبره.

مهمه نه ده هر څه موږ ور زده کړو. د وخت په تېریدو خپله پوهيږي، درک کوي یې. ښه او بد توپیر بیا کولی شي.

زما لپاره ښه او بد ځانګړی تعریف نه لري. نو ممکن یو څه چې ماته ښه وي هغه یو بل کس ته نه وي.

کورنۍ هغه ځای دی چې د انسان په ژوند او شخصیت ممکن تر هر څه ډېر اغیز وکړي. خو موږ یې هېڅ ګڼو. او کله مو دې ته پام نه دی کړی چې په ډېرو ټولنیزو جرمونو ممکن د کورنۍ تربیې اغیز وي.

که یوازې خوراک، څښاک او پوښاک د ماشومانو اړتیا و نه ګڼو، بې ځایه قوانین ورته وضع نه کړو، د مینې تر څنګ ورته درناوی ولرو ځینې غوښتنې یې ومنو نو ممکن ډېر به بریالي شوي یوو چې د ټولنې د ناسم حالت د سمېدو لپاره مرسته وکړو او د ټولګيوالې د ورور په برخلیک ځوانان اخته نه کړو.

ورته مطالب