د ګودر غاړه – د نوي کال په درشل کې د وحشت ننداره

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا پېښه زموږ په پایتخت کې رامنځته شوه چېرته چې په سلګونه مکتبونه، په لسګونه پوهنتونونه، ادارې، پوځ او پولیس موجود دي.

دین یې دام وي د دنیا په لار کې اېښی - پرې را اړوي وحشیان د مخلوقات (رحمان بابا)

د نوي لمریز کال په درشل کې چې کابل د کوم وحشت ننداره وکړه، دا یې نه یوازې ټول جهان ته د انسان په جامه کې د داړونکیو لېوانو د کاڼه، ړانده او لوېدلي ضمیر او ذهنیت څرګندونه وکړه، بلکې په دې خونړي عمل سره یې د انسانیت پر تندي یو بد رنګ داغ هم کېښود.

زموږ په کلتور کې خو په تور سرې مازې لاس اوچتول هم د بې غیرتۍ او پېغور نښه ده نو بیا په دې یوویشتمه پېړۍ کې، هغه هم په یوه عام محضر کې خو یې د سپکولو، سر تورولو او بیا داسې وهلو او وژلو تصور هم چا نه شوای کولی.

دا پېښه زموږ په پایتخت کې رامنځته شوه چېرته چې په سلګونه مکتبونه، په لسګونه پوهنتونونه، ادارې، پوځ او پولیس موجود دي.

د باچا خان خبره ده چې: "که غواړئ وپوهیږئ یو کولتور څومره مهذب دی نو وګورئ چې دوی له ښځو سره څرنګه رویه کوي."

اوس نو دا زموږ تهذیب، دا مو باور او دا مو انسانیت شو!! د بې حسۍ او بې مسولیتۍ حد خو دا چې په موبایلونو، مخابرو او وسلو سمبال پولیسو یې هم ننداره کوله او خلکو یې ویډیوګانې ډکولې.

هېچا د خدای په دې پاک کلام غوږ نه ګراوه چې د یوه بې ګناه انسان وژل لکه د ټول انسانیت قتل او د یوه انسان ژغورل لکه د ټول انسانیت ژغورل داسې دي.

پخوا به خلک یوازې له ځنګلي ځناورو، دېوانو او بلاګانو وېرېدل، ځکه نور خو به ټول انسانان او د انسانیت په ګاڼه سمبال وو.

مثلا که په ژمي کې به څوک د شپې له خوا چېرته ته، د لېوه وېره به وه، یو بل بنیادم به ورسره شو چې دغه وګړی خپل منزل ته سلامت ورسوي او د کوم وحشي ځناور ښکار نه شي.

خو نن سبا داسې وحشي ادم خواره پیدا شوي چې هغه د غرونو لېوان، دېوان، او بلاګانې یي ټول وشرمول. دا داسې ادم خواره دي چې ناولي لاسونه یې د انسانانو په وینو سره دي.

وری څنګه لېوه شو، دا مو اورېدلي وو خو دا مو نه وو اورېدلي چې انسان څنګه لېوه شو.

دې دردونکې پېښې وښوده چې زموږ سپېڅلی دین په څومره سپین سترګۍ د خپلو ناولیو ګټو او دوکاندارۍ لپاره استعمالېږي.

څوک یې د اصلاح تر نامه لاندې د ګډوډی او خپل مسلک او مفکورې د ترویج وسیله ګرځوي، څوک بیا د دين او جهاد په نامه د بیګناوو وینې تویوي او د خدای په ځمکه فساد خوروي.

نورو یې بیا زموږ د بې علمۍ او بې وسۍ نه په ګټې سره د کوډو او تعویذونو بازار ګرم کړی او د دې لپاره چې د ګټې بازار یې سوړ نه شي، د چا په مرګ یې هم پروا نه شته.

هماغه د رحمان بابا خبره ده چې له دینه یې دام جوړ کړی دی.

په دې اړه د استاد اسدالله غضنفر د ارزښتناکې لیکنې (د شیطان کور ) یوه برخه کې لولو:

"که د دوو کسانو جنګ وي او یو بل په سوکانو سره وهي، ډیر نور به ووینئ چې سیل ته یې ولاړ وي. دغسې صحنې کابو هره ورځ په خپل هر ښار کې لیدلای شو. ایا د نورو د بد حالت ننداره خوندوره وي او که زموږ په ښارونو کې د وزګارو کسانو شمېر زیات دی چې د وخت اړولو لپاره وهلو ټکولو ته درېدا هم ښه ورته ښکاري؟"

"زما په نظر دا دواړه خبرې شته. انسان له بده مرغه هغومره هم انسانیت ته وفادار نه دی لکه څومره چې یې دعوه کوي. دا یوازې د دوه زره کلونو پخوا زمانې رومیان نه وو چې د غلامانو د جنګ او سره وژلو تماشې ته به ناست وو بلکې اوسني هم د ګاونډي په ملک کې یا د ګاونډي په کور کې د جنګ، تباهي او ناکراري کیسې په خوند خوند اوري. حضرت عمر فاروق (رض) فرمایلي دي د وزګاره انسان دماغ د شیطان کور وي..."

موږ له افغان حکومته غواړو چې نور نو را ویښ شي، خپلو وزګارو خلکو ته د کار روزګار په پیدا کولو سره د شیطان کور وران کړي او دغه د کوڅو لنډه غر ورکابو کړي.

نور دې الله تعالی زموږ له وطنه د فساد، بې امنۍ او جهالت دغه تورې تیرې ورکې کړي، خدای دې موږ هوښیار کړي.

خط مې لیکه قلم مې مات شو له ډېره غمه مې زړګی په ژړا شونه

ورته مطالب