تر ټولو ښکلې څېره، د بریتانیا د خلکو له نظره

Image caption ښځې د سړو په پرتله ډېر فکر کوي چې بادامي سترګې او غټې شونډې د ښځو ښایست او جذابیت زیاتوي.

څېړونکي او د څېرې د جوړښت د سافټ وېر کارپوه ډاکټر ډېوېد سولومن له دوه میاشتې څېړنې وروسته د یوه ځانګړي سافټ وېر په مرسته د ښځې او سړي داسې څېره جوړه کړې چې د بریتانیې د خلکو له نظره ارماني ښکلا لري.

دغه انځورونه د یوه کمپیوټري پروګرام (فوټو فېټ) په مټ جوړ شوي دي. د بریتانیې پولیس له دغه پروګرامه د مجرمینو د څېرو د پېژندګلوۍ لپاره کار اخلي.

دغه سافټ وېر د شونډو د پېړوالي او نریوالي، د پزې غټوالي او اوږدوالي او د وېښتو رنګ په څېر معیارونه په پام کې نیسي.

کله چې ډاکټر سولومن د دغه سافټ وېر په مټ د ارماني ښځې او سړي انځورونه جوړ کړل، یوې سل کسیزې ډلې د دوی د ښایست په اړه خپل نظرونه څرګند کړل.

د ډاکټر سولومن په وینا دغه انځورونه د بریتانیا د خلکو له نظره د مطلوب ښایست ښکارندويي کوي او که دغه څېړنه په کوم بل هېواد کې ترسره شي نو ښايي بېلې پایلې به ولري.

نوموړي د دغې څېړنې پایلې جالبې وبللې ځکه دا ښيي چې د ښایست لپاره د ښځو او سړو معیارونه مختلف دي:

"په منځنۍ کچه ښځې د سړو لپاره نسبتا ښځینه څېره غوره بولي، چې مخ یې ښکلی، نسبتا ډنګر او په بشپړ ډول اصلاح شوی وي او شونډې یې متوسطه اندازه ولري. خو سړي بیا د سړو لپاره نارینه و ته ورته څېره ډېره جذابه بولي".

د ډاکټر سولومن په وینا ښځې د سړو په پرتله ډېر فکر کوي چې بادامي سترګې او غټې شونډې د ښځو ښایست او جذابیت زیاتوي.

نوموړی وايي: "جالبه دا ده چې ښځې د سړو په پرتله ډېر په دې فکر دي چې که د ښځو څېره جذابه وي نو ښکلې ګڼل کېږي. ښځې غټې شونډې، نری مخ او غټې سترګې د ښکلې څېرې معیارونه ګڼي."

په داسې حال کې چې سړي د ښځو په پرتله دغه معیارونه د ښایست لپاره دومره مهم نه ګڼي.

ورته مطالب