د بریتانیا ټاکنې: ګوندونو پر مهمو مسلو څه ډول ژمنې کړې؟

په داسې حال کې چې د مې په ۷مه د بریتانیا عمومي انتخابات کېدونکي دي سیال سیاسي ګوندونه د رایو ورکونکو د راجلبولو لپاره خپلې تګلارې بیانوي او د هېواد د اقتصاد او د وګړو د ژوند د لاښه کولو لپاره ژمنې کوي.

د انځور حقوق BBC World Service

سروې ګانې ښیي چې مهاجرت، اقتصاد، روغتیا، امنیت، دفاعي او بهرنۍ چارې او پوهنه او روزنه له هغو مهمو ډګرونو څخه دي چې رای ورکونکي ورسره ډېره دلچسپي لري او سیاسي ګوندونه هم په همدغو ډګرونو کې په سیالۍ بوخت دي.

بریتانیا کې تقریبا ۴۰۰ راز راز لوی او واړه ګوندونه شته. له هغې جملې نه په اوسني وخت کې تقریبا ۱۷ ګوندونه بریالي شوي چې مرکزي یا سیمه اییزو پارلمانونو ته استازي ولېږي.

په اوسنیو ټاکنو کې تقریبا ۱۰ ګوندونه د پام وړ دي.

درې ګوندونه: محافظه کار، کارګر او لیبرال دېموکرات تر ټولو لوی دي.

اووه نور ګوندونه هم په مرکزي پارلمان کې محدود شمېر استازي لري.

که څه هم معمولا حکومتونه د لویو ګوندونو لکه د محافظه کار یا د کارګر ګوند له خوا جوړیږي خو کله چې یو لوی ګوند و نه شي کولای د حکومت د جوړولو لپاره په پارلمان کې اکثریت شمېر استازي تر لاسه کړي، مجبوره کېږي چې د یوه کوچني ګوند سره ایتلاف وکړي.

د مثال په توګه اوسنی حکومت د محافظه کار او لیبرال دېموکرات ګوندونو د ایتلاف پر بنسټ جوړ شوی دی.

دوه ګوندونه لکه د سکاټلنډ ملي ګوند او د وېلز د سیمې پلایډ کیمیري ګوند، سیمه اییز ګوندونه دي خو د بریتانیا مرکزي پارلمان ته هم استازي لېږي چې په دې توګه په مرکزي حکومت کې هم رول لوبولی شي.

د هېواد په نهو مهمو مسلو کې اوو مطرحو ګوندونو د خپلو تګلارو بیانولو په ترڅ کې د رای ورکونکو راجلبولو لپاره څه ډول ژمنې کړې؟

مهاجرت

محافظه کار ګوند:

اوسنی لومړی وزیر ډېوېډ کامېرون غواړي چې مهاجرین د یو شمېر دولتي مرستو د تر لاسه کولو لپاره څلور کاله انتظار وباسې.

محافظه کار ګوند غواړي هغه دولتي مرستې کمې کړي چې له امله یې هر کال ۲۴۳۰۰۰ مهاجرین بریتانیا ته راځي.

دغه ګوند ژمنه کړې چې دا شمېره به په کال کې یو لک ته راټیټه کړي.

کارګر ګوند:

کارګر ګوند وايي سرحدي کنترول باید پیاوړی شي چې غیر قانوني مهاجرین و نه شي کولای بریتانیا ته ننوځي. خو وايي د پوهنتون د محصلینو او د لوړو مهارتونو درلودونکو کارګرانو مخه باید بنده نه شي.

کارګر ګوند دا هم وايي چې پر هغو شرکتونو به جریمه زیاته کړي چې په غیر قانوني توګه راغلي مهاجرین استخداموي.

لیبرال دېموکرات ګوند:

دا ګوند هم د سرحدي کنترول په پیاوړي کولو ټینګار کوي او وايي راغلي مهاجرین باید انګریزي ژبه زده کړي او هغه کارګران چې په قانوني توګه له بهر نه راِځي انګریزي ژبه یې و ارزول شي.

د سکاټلنډ ملي ګوند:

دې ګوند ژمنه کړې چې د سکاټلنډ محلي حکومت به د مهاجرت چارې کنترولوي خو هغو مهاجرینو ته به اجازه ورکوي چې د کار لپاره ډېر لوړ مهارتونه ولري.

پلایډ کیمیري ګوند:

د بریتانیا د وېلز د سیمې دغه ګوند هغو پناه وړونکو ته چې د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره انتظار باسې په وېلز کې د کار اجازه ورکوي او له مرکزي حکومته غواړي چې د مهاجرینو د توقیف مرکزونه وتړي.

د بریتانیا د خپلواکۍ ګوند:

دا ګوند هم د ماهرو کارګرانو د راتلو طرفداره دی خو وايي چې په عمومي توګه به په کال کې د مهاجرینو شمېر ۵۰ زره ته راټیټ کړي.

د مهاجرینو لپاره به د انګریزي ژبې ازموینه سخته کړي. که چېرې بریتانیا له اروپايي اتحادیې څخه ووځي، هغه اروپایان به چې له مخکې نه په بریتانیا کې په قانوني توګه ژوند، کار او یا زده کړې کوي و نه باسي خو د یو شمېر نورو د بېرته لېږلو حق به لري.

زرغون ګوند:

زرغون ګوند وايي چې په تدریج سره به د مهاجرت کنترولونه کم کړي. هغو مهاجرینو ته به چې د پنځو کلونو نه ډېر وخت په بریتانیا کې په غیرقانوني توګه اوسېدلي او د خلکو امنیت ته کوم جدي خطر نه پېښوي، د پاتې کېدو اجازه ورکړي. پناه غوښتونکو ته به قانوني حقونه زیات کړي.

مالیه او اقتصاد

د انځور حقوق BBC World Service

محافظه کارګوند:

تر ۲۰۱۸ کال پورې به د هېواد د بودیجې کسر ټول له منځه یوسي. تر ۲۰۲۰ کال پورې به ۳۰ میلیونو خلکو ته مالیې کمې کړي.

د کلني معاش ۱۲۵۰۰ پونډه به د هر چا لپاره له مالیې معاف وي. اوس دا شمېره ۱۰۵۰۰ پونډه دی. د کلني معاشونو له ۵۰ زرو نه لوړه برخه به ۴۰ سلنه مالیه ولري، په داسې حال کې چې اوس دا شمېره ۴۱۹۰۰ پونډه دی.

د دولتي لګښتونو په کمولو او د اقتصادي ودې په ډېرولو سره به دا لګښتونه پوره کوي.

کارګرګوند:

نه یوازې دا چې د اوسنۍ بودیجې کسر به له منځه یوسي بلکه دولت به اضافي پیسې هم ولري. د کلني معاشونو له ۱۵۰ زره نه لوړې برخې باندې به ۵۰ سلنه مالیه ولګوي.

د ۲۴ میلیونو خلکو لپاره به مالیه کمه کړي. پر هغو کورونو به مالیه ولګوي چې بیه یې له دوه میلیونو پونډو ډېره وي.

دا کار به دولت ته ۱،۲ میلیارده پونډه په لاس ورکړي. د وزیرانو معاشونه به پنځه سلنه کم کړي. د بانکونو مشرانو ته به پر جایزو مالیه ولګوي.

لیبرال دېموکرات ګوند:

د ۲۰۱۶ کال په اپریل کې به د کلني معاشونو ۱۱ زره پونډه له مالیې معاف کړي او تر ۲۰۲۰ کال پورې به دا شمېره ۱۲۵۰۰ پونډو ته زیاته کړي.

د دولتي بودیجې کسر به تر ۲۰۱۸ کال پورې له منځه یوسي. پر شتمنو به مالیه زیاته کړي.

د سکاټلنډ ملي ګوند:

دا ګوند د حکومت د هغو پلانونو سره موافق نه دی چې غواړي د تیلواوغازو د را ایستلو لپاره د خلکو د استوګنې په سیمو کې تر ځمکې لاندې هایدرولیکه برمه کاري وکړي.

په دې ډول برمه کارۍ کې د اوبو د فشار په زور تر ځمکې لاندې ډبرې ماتوي او تیل او غاز استخراجوي.

دا ګوند وايي چې د خلکو د اجازې پرته باید د هغوی تر کورونو لاندې ځمکې کې برمه کاري و نه شي. دوی وايي د دې پر ځای باید په سمندر کې د باد د انرژۍ نه کار واخیستل شي.

وايي چې پر نړیوالو بانکونو باندې د مالیې طرفداره دی او د شرکتونو د مشرانو جایزې باید محدودې شي.

پلایډ کیمیري ګوند:

وايي د چاپیریال د ساتنې مهارتونو لپاره دې یو کالج جوړ شي چې په زرغونې انرژۍ که تخصص ولري. د انرژۍ دولتي شرکت دې جوړ شي. د وېلز د سیمې لپاره دې د پانګونې یو دولتي بانک جوړ شي.

په عامه موسساتو لکه د هېواد د مرکزي بانک یا د انګلستان مرکزي بانک په چارو کې دې د وېلز په شان سیمه اییزو حکومتونو ته د رای حق ورکړل شي.

د بریتانیا د خپلواکۍ ګوند:

تر ۲۰۲۰ کال پورې دې د کلني معاش لومړۍ ۱۳۵۰۰ پونډه له مالیې معاف وي. پر میراث باندې دې مالیه لغوه شي. د ۴۲۲۸۵ پونډو او ۵۵۰۰۰ پونډو کلني معاش تر منځ دې ۳۵ سلنه مالیه ولګول شي او له هغه لوړ معاش مالیه دې ۵۰ سلنه وي.

د سترو سوداګریزو شرکتونو د مالیې د څارنې لپاره دې د ماليې وزارت یو کمیسون جوړ شي. بهرنيوهېوادونو ته دې کلنۍ مرستې ۹ ملیاردو پونډو ته را ټیتې شي.

بریتانیا دې له اروپايي اتحادیې ووځي او په دې توګه به د غړیتوب د پیسو له ورکولو خلاصه او په کال کې ۸ ملیارده پونډه وسپموي.

زرغون ګوند:

پر هغو خلکو چې له یو لک پونډو نه ډېره کلنۍ تنخا یا معاش لري ۵۰ سلنه مالیه ولګول شي. پر شتمنو خلکو چې درې میلیونه پونډه یا زیاته شتمني لري له یو تر دوه سلنې اضافي مالیه دې ولګول شي.

د اورګاډو او انرژۍ شرکتونه دې بیا دولتي شي. د اورګاډو او سرویس موټرو کرایه دې لس سلنه کمه شي. بریتانیا دې د کاربن د تولید کچه صفر ته ورسوي.

د سترو شرکتونو له خوا د مالیو نه د تیښتې د مخنیوي لپاره دې جدي ګامونه پورته کړای شي.

د روغتیا ملي خدمتونه

د انځور حقوق BBC World Service

محافظه کار ګوند:

د مالیې وزیر وايي د ټول هېواد لومړنیو صحي خدمتونو لپاره به هر کال دوه میلیارده پونډه اضافي پیسې په نظر کې ونیسي.

تر ۲۰۲۰ کال پورې به په انګلستان کې هر څوک کولای شي د اړتیا په صورت کې په اوونۍ کې اووه ورځې خپل معالج ډاکټر ته مراجعه وکړي. ۵۰۰۰ نور ډاکټران به خدمت ته را جلب شي.

کارګر ګوند:

د کارګر ګوند له خوا د مالیې وزیر وايي هر کال به دوه نیم میلیارده پونډه اضافي پیسې د روغتیايي چارو لپاره په نظر کې ونیسي.

دا پیسې به له درې سرچینو راځي: د شتمنو پر کورونو باندې نوې مالیه، د سترو شرکتونو له خوا د مالیې څخه د تیښتې پر ضد لا جدي ګامونه او د تمباکو پر شرکتونو باندې نوې مالیه.

په انګلستان کې به ناروغان کولای شي د اړتیا په وخت په ۴۸ ساعتونو کې ډاکټر وویني او د سرطان د معاینې او نتیجې لپاره به تر یوې اوونۍ نه زیات انتظار نه باسي.

دولتي روغتیايي خدمتونه به خصوصي سکتور ته نه سپارل کېږي.

لیبرال دموکرات ګوند:

هر کال به د روغتیايي خدمتونو لپاره یو میلیارډ پونډه اضافي پیسې په نظر کې وي. د دې پیسو د موندلو لپاره به پر جګو معاشونو لوړه مالیه ولګول شي.

نیمايي دا پیسې به د روحي ناروغیو پر درملنه ولګول شي. د روحي ناروغیو درملنې ته به پاملرنه زیاته شي.

د سکاټلنډ ملي ګوند:

د روغتیا د ملي خدمتونو د لوړ پوړو چارواکو شمېر به ۲۵ سلنه کم کړای شي. کال په کال به د روغتیا د ملي خدمتونو بودیجه زیاته کړل شي.

پلایډ کیمیري ګوند:

د وېلز د سیمې روغتیايي خدمتونو لپاره به ۱۰۰۰ تنه نور ډاکټران جلب شي.

ډاکټرانو ته به د مالي تشویق امکانات برابر شي. د ډاکټرانو تخصصي روزنه به پیاوړې شي.

ترهغو چې سیمه اییز ډاکټران روزل کیږي، له اروپا او نورې نړۍ به ډاکټران را جلب کړل شي.

د بریتانیا د خپلواکۍ ګوند:

هېواد والو ته به روغتیايي خدمتونه وړیا وي. د معالج ډاکټر معاینه خانه یا کتنځای به لږترلږه په اوونۍ کې یوه ورځ پرانیستې وي.

بریتانیا ته راتلونکې کسان او هغه مهاجرین چې له پنځو کلونو نه کم وخت بریتانیا کې اوسېدلي، باید په خپل لګښت د ځان لپاره روغتیايي بیمه ولري.

د انګلستان په روغتونونو کې به د موټرو پارکینګ وړیا کړي.

زرغون ګوند:

روغتیايي بودیجه به د مرکزي تاسیساتو پر ځای د محلي روغتیايي مرکزونو په واک کې ورکړل شي.

روغتیايي خدمتونه به خصوصي شرکتونوته نه سپارل کیږي. د ډاکټر نسخه او د دوا پیسې به یې وړیا وي.

خلک به د روغتیايي خدمتونو لپاره اضافي مالیه ورکوي چې مستقیما به په روغتیايي خدمتونو باندې لګول کېږي.

د تمباکو او الکولو پر سوداګریزو پیغامونو به بشپړ بندیز ولګول شي.

امنیت، دفاع او بهرنۍ چارې

د انځور حقوق BBC World Service

محافظه کار ګوند:

تر ۲۰۱۷ کال پورې به په اروپايي اتحادیې کې د بریتانیا د غړیتوب په اړه یو ریفرانډم یا ټولپوښتنه ترسره شي.

له هغې نه مخکې به له بروکسل څخه لندن ته د ځینو واکونو د بېرته ستنولو په اړه خبرې اترې وشي.

د بهرنیو مرستو بودیجه به په خپل حال وساتل شي. د (ترایډنټ) اوسنیو اتومي تحت البحر یا اوبتلو پرځای به نوي بهتره اوبتلي پکار واچول شي.

کارګر ګوند:

په اروپايي اتحادیې کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره به هڅو ته دوام ورکړل شي. بریتانیا به له اروپايي اتحادیې نه ویستل کېږي.

په قانون کې به ژمنه وشي چې هرو پنځو کلونو کې به د دفاعي او امنیتي چارو ستراتیژیکه ارزونه کېږي.

د وسله والو ځواکونو له کارکونکو سره توپیري چلند او ناوړه رویه به غیر قانوني او منع شي.

لیبرال دېموکرات ګوند:

د ترایډنټ اتومي تحت البحر د شمېرد کمولو لپاره به کوښښ وشي. د اروپايي اتحادیې د اغېزمنتوب لپاره به کار وشي.

د سکاټلنډ ملي ګوند:

د اتومي وسلو سره به مخالفت وشي. له سکاټلنډ نه به د ترایډنټ تحت البحري ځواکونو د لېرې کولو لپاره زیار وایستل شي.

په اروپا کې د بریتانیا دننه به د سکاټلنډ د رول د پیاوړي کولو لپاره کار وشي، په تېره بیا د کب نیونې تګلارو په برخه کې.

د بریتانیا د ناخالص ملي عاید ۰،۷ سلنه به د بهرنیو مرستو لپاره په نظر کې ونیول شي.

پلایډ کیمیري ګوند:

د هېواد د ناخالص ملي عاید ۰،۷ سلنه به د بهرنیو مرستو لپاره په نظر کې وي. د مخ پر ودې هېوادونو د پورونو د لغوه کولو لپاره به مبارزه وشي.

په اروپايي اتحادیې کې غړیتوب ته به دوام ورکړل شي خو دېموکراتیکو اصلاحاتو لپاره به مبارزه وشي. په نړۍ کې به د اقلیتو ژبو او ملتونو ملاتړ وکړي.

د بریتانیا د خپلواکۍ ګوند:

بریتانیا به له اروپايي اتحادیې څخه وایستل شي. د ټولو هغو کسانو پاسپورټونه به ورڅخه واخیستل شي او له بریتانیا څخه به وشړل شي چې د ترهګرو سازمانو لپاره جګړه کوي او یا یې تروریستي عمل ترسره کړی وي.

د بهرنیو مرستو بودیجه به ۹ ملیارده پونډه کمه کړای شي.

زرغون ګوند:

په اروپايي اتحادیې کې د بریتانیا د غړیتوب په اړه به ټولپوښتنه وشي. اروپايي اتحادیې کې باید اصلاحات راوستل شي او واکونه بېرته محلي ټولنو ته وسپارل شي.

په لسو کلونو کې به د بریتانیا د بهرنیو مرستو بودیجه له ۰،۷ سلنې نه د بریتانیا د ناخالص ملي عاید یو سلنې ته زیاته شي.

د بریتانیا اتومي وسلې به له منځه یوړل شي. بریتانیا به له ناټو سازمان وایستل شي.

د امریکا له متحدو ایالتونو سره به د بریتانیا په اصطلاح ’’ځانګړې اړیکې’’ پای ته ورسول شي او د اروپا او امریکا تر منځ د آزاد تجارت د بندولو لپاره به مبارزه وشي.

کارونه یا دندې

د انځور حقوق BBC World Service

محافظه کارګوند:

درې میلیونو کسانو ته به د شاګردۍ یا روزنې له لارې د کار د زده کولو امکانات برابر شي. د دې کارونو لګښت به د دولتي وړیا مرستو د کمولو له لارې برابر شي.

کارګر ګوند:

د ۲۵ کلونو نه د کم عمر کسانو لپاره به چې یو کال بې کاره پاتې شوي وي او د دې نه زیات عمر درلودونکو لپاره چې دوه کاله بې کاره پاتې شوي وي د کار موندلو ضمانت وشي.

تر ۲۰۲۵ کال پورې به هغومره کسانو ته د شاګردۍ له لارې د کار د زده کړې امکانات برابر شي لکه څومره چې اوس پوهنتونونو ته ځي.

تر ۲۰۲۵ کال پورې به یو میلیون کسان د لوړې تکنالوژۍ نوي، زرغون دندې پیدا کړي. د کار د نا ټاکلو ساعتونو استثماري قراردادونه به بند کړي.

لیبرال دېموکرات ګوند:

تر روزنې لاندې د ټیټ معاش درلودونکو کارګرو د یو ساعت په تنخا کې به یو پونډ ور زیات کړل شي. د یو میلیون نویو کارونو د را پیدا کولو لپاره به مبارزه وشي.

د سکاټلنډ ملي ګوند:

د سکاټلنډ په حکومتي قراردادونو کې به د ژوند لږترلږه معاش ته لومړیتوب ورکړل شي. د دولتي ادارو د مشرتابه په کمېټو کې به د جنسیت سهمیه یا ونډه رامنځته شي.

د وړو سوداګریزو موسسو انعامونو ته به دوام ورکړل شي.

پلایډ کیمیري ګوند:

د مالیو په برخه کې به وړو سوداګرو سره مرسته وشي. د وېلز سیمه اییزو شرکتونو ته به د وېلز د حکومتي ادارو د زیات شمېر قراردادونو ورکولو لپاره هڅه وشي.

د بریتانیا د خپلواکۍ ګوند:

شرکتونو ته به اجازه ورکړل شي چې بریتانوي کارګرو ته تر نورو مخکې د کار ورکولو وړاندیز وکړي، پرته له دې چې د توپیري چلند په تور محاکمه شي.

زرغون ګوند:

د زرګونو نویو کارونو د پیدا کولو لپاره به د ملي انرژۍ د ساتنې یو پروګرام جوړ شي. د پایښت لرونکو دندو د پیدا کولو او د خوراکي موادو او نورو شیانو محلي تولید ته به وده ورکړل شي.

تعلیم

د انځور حقوق BBC World Service

محافظه کار ګوند:

په ښوونځیو کې زده کړه به د پخوا په شان وړیا وي. د انګلستان په سیمه اییزو اوعمومي انتخاباتو کې ۱۶ کلنو او ۱۷ کلنو ته د رای ورکولو د حق طرفدار نه دي.

کارګر ګوند:

په ټوله بریتانیا کې به ۱۶ او ۱۷ کلنو ته په انتخاباتو کې د رای ورکولو حق ورکړل شي.

ټول ښوونکي باید د اړتیا وړ تحصیلات ولري. په لومړنیو ښوونځیو کې به د زده کونکو والدینو ته د سهار له اته بجو نه د مازدیګر تر شپږو بجو پورې د وړیا ماشوم پالنې ضمانت وشي.

په ټولو ښونځیو کې به د جنسي اړیکو په اړه زده کړه اجباري وي. په پوهنتونونو کې د زده کړې لپاره د کلني فیس اندازه به له اوسنیو ۹۰۰۰ پونډو نه ۶۰۰۰ ته را ټیټه کړي.

لیبرال دېموکرات ګوند:

د تعلیم بودیجه به کمه نه شي. ښوونکي به د اړتیا وړ تحصیلات ولري. په ټولو دولتي ښوونځیو کې به د جنسي اړیکو په اړه زده کړه اجباري وي.

ټولو دوه کلنو ماشومانو لپاره به د ماشوم پالنې خدمتونه وړیا وي. د ۱۶ نه تر ۲۱ کلنو لپاره به د سرویسونو کرایه ارزانه وي.

د بریتانیا په ټولو انتخاباتو کې باید د رای ورکونکو لږترلږه عمر ۱۶ ته را ټیټ شي.

د سکاټلنډ ملي ګوند:

په سکاټلنډ کې به له دریو تر څلور کلنو ماشومانو لپاره په اوونۍ کې د وړیا ماشوم پالنې ساعتونه له ۱۶ نه ۳۰ ته زیات شي.

د سکاټلنډ په پوهنتونونو کې به زده کړه وړیا وي. د رای ورکونکو لږترلږه عمر به ۱۶ ته را ټیټ شي.

پلایډ کیمیري ګوند:

د وېلز د اسامبلۍ او بریتانیا د پارلمان لپاره د رای ورکونکو لږترلږه عمر باید ۱۶ کالو ته را ټیټ شي.

د عالي تحصیلاتو فیسونه باید نور زیات نه شي او که ممکنه وي باید وړیا شي. په ثانوي ښوونځیو کې باید د بهرنیو ژبو زده کړه اجباري شي.

د بریتانیا د خپلواکۍ ګوند:

د ګرامري ښوونځیو شمېر به زیات کړي. د اوو کلونو نه ټیټو ماشومانو ته باید د جنسې اړیکو په اړه زده کړه ور نه کړل شي.

د بې وزلو زده کونکو لپاره باید د ساینس، ټکنالوژۍ، ریاضي او انجینیرۍ په څانګو کې لوړې زده کړې وړیا شي.

مسلکي زده کړو ته به پاملرنه زیاته شي. د ښوونځیو په اداري کمېټو کې باید لږترلږه ۳۰ سلنه ونډه د ماشومانو والدینو ته ورکړل شي.

په ټولو پوهنتونونو کې باید له اروپايي او غیر اروپايي محصلانو څخه یو شان فیس واخیستل شي.

زرغون ګوند:

د ښوونځیو د کارکونکو معاشونه باید د هغوی د کار او فعالیت د نتیجو سره تړاو ولري. وړیا ښوونځي باید د محلي ادارو تر کنترول لاندې وي.

ټول ښوونکي باید د اړتیا وړ تحصیلات ولري. که والدین وغواړي باید د ماشومانو لپاره ښوونځي ته د تلو عمر شپږو کلونو ته را ټیټ شي.

۱۶ او ۱۷ کلن باید د بریتانیا په ټولو انتخاباتو کې د رای ورکولو حق ولري.

استوګنځایونه

د انځور حقوق BBC World Service

محافظه کار ګوند:

هغه کسان به چې د لومړي ځل لپاره کور را نیسي اوعمر یې له ۴۰ کلونو نه کم وي کولای شي چې د بازار له نرخه په ۲۰ سلنه ارزانه بیه کور ونیسي. یو لک نوي کورونه به جوړ شي.

کارګر ګوند:

تر ۲۰۲۰ کال پورې به هر کال دوه لکه نوي کورونه جوړ شي. په خصوصي سکتور کې به د کورونو د کرایو د زیاتوالي مخنیوی وشي.

ښاروالیو ته به واک ورکړل شي چې د تشو کورونو شمېره کمه کړي.

لیبرال دېموکرات ګوند:

هر کال به درې لکه نوي کورونه جوړېږي، په پنځو سیمو کې به نوي ښارونه جوړېږي.

د سکاټلنډ ملي ګوند:

د سکاټلنډ حکومت به د نویو کورونو جوړولو لپاره مرسته برابره کړي.

پلایډ کیمیري ګوند:

د کورونو پر کرایه به کنترول جدي شي. د کرایو ورکولو په وخت باید لیکلی قرارداد موجود وي.

د بریتانیا د خپلواکۍ ګوند:

زرغونې سیمې باید وساتل شي. کور جوړونکي شرکتونه باید وهڅول شي چې د زرغونو سیمو پر ځای په نا زرغونو سیمو کې کورونه جوړ کړي.

زرغون ګوند:

د دولتي کورونو کرایه اخیستونکي باید د دغه کور د رانیولو اوتوماتیک حق و نه لري.

ښاروالیو ته باید واک ورکړل شي چې پور واخلي او نوي کورونه راونیسي یا جوړ کړي. د شخصي کورونو کرایه باید له ټاکلي حد نه ډېره نه وي.

نظم او قانون

د انځور حقوق BBC World Service

محافظه کار ګوند:

محافظه کاره ګوند وايي د عامه سکتور کارکونکي لکه پولیس د لوړې مالیې پر لور بېول کیږي.

هغه ډلې به بندې کړي چې کرکې او نفرت ته لمن وهي او یا د وېرې سبب کېږي.

ورانکاري به پرېنږدي چې په عامه ځایونو کې وینا وکړي یا یو واکمن دریځ تر لاسه کړي.

د قربانیانو د حقونو په اړه به نوی قانون جوړ شي. د شکمنو جنایت کارانو د انټرنیټي فعالیتونو په اړه د مالوماتو ترلاسه کولو لپاره به پولیسو ته د یوه نوي قانون له مخې آسانتیا برابره کړي.

د مخابراتي اطلاعاتو یو قانون به جوړ کړي چې د هغې له مخې به شرکتونه ځینې ټاکلي ډول معلومات زخیره کوي. د ’’بشري حقونو قانون’’ پر ځای به ’’د حقونو قانون’’ رامنځته کړي چې د بریتانیا محکمې او پارلمان د ’’وروستۍ فیصلې’’ حق ترلاسه کړي.

کارګر ګوند:

د پولیسو او جنایتونو د کمشنرانو څوکۍ به له منځه یوسي، وایي په دې توګه به ۵۰ میلیونه پونډه وسپموي.

د سیمې اوسېدونکو ته به د جنایتونو پر ضد د مبارزې د لومړیتوبونو د ټاکلو په برخه کې د نظر ورکولو حق ورکړل شي او دوی به وکولای شي د پولیسو د پلان جوړولو غونډو کې ګدون وکړي.

پر ماشونو د جنسي تېري مرتکبین به ماشومانو سره د کار کولو حق و نه لري. د پولیسو شمېر به نه کمېږي. د کور دننه او جنسي تېریو په ا ړه به نوی کمشنر وټاکل شي.

لیبرال دېموکرات ګوند:

د شخصي ګټې لپاره د مخدره توکو درلودلو په جرم به څوک زندان ته نه لېږل کېږي. هغوی ته به نورې مناسبې سزاګانې او طبي علاج په نظر کې نیول کېږي.

د دیجیتالي حقونو په اړه به یو نوی قانون جوړ شي او د خلکو په شخصي مالوماتو کې به بې ځایه مداخله نه کېږي.

د پولیسو له خوا د شکمنو کسانو د رول او تالاشۍ کول باید نوره زیاته حسابدهي ولري، په ځینو ځایونو کې پولیس او په تېره بیا وسله وال پولیس باید حتما له ځانه سره کمره ولري.

د سکاټلنډ ملي ګوند:

د اروپايي توقیف د حکم ملاتړ کوي. د تنظیم شویو جنایتونو او ترهګرۍ په اړه به له نورو هېوادونو سره همکاري کوي.

پلایډ کیمیري ګوند:

د وېلز د ځوانانو د عدالت اداره باید جوړه شي. د مخدره توکو د استعمال د مخنیوي قانون د راتلونکي په اړه به بحث ته لاره هواره شي.

د بریتانیا د خپلواکۍ ګوند:

د ’’بشري حقونو قانون’’ پرځای باید ’’د بریتانیا د حقونو قانون’’ جوړ شي.

د اروپايي توقیف حکم باید له منځه ولاړ شي. بندیان باید د رای ورکولو حق و نه لري.

هغو کسانو چې یوې سیمې ته یې جنايي زیان رسولی وي باید په هماغه سیمه کې بې معاشه کار وکړي.

که یو څوک خپلې ټولنې ته د زیان رسولو له امله بندي شوی وي باید نور په هغه سیمه کې د بیا اوسېدنې اجازه و نه لري.

د پولیسو په چارو کې باید بشپړ اصلاحات راوستل شي او د نورو هېوادونو له ښو تجربو نه ګټه واخیستل شي.

زرغون ګوند:

د چرسو کارول باید جرم و نه ګڼل شي او د نورو نشه يي توکو درلودل باید د بندي کېدو سبب نه شي. فحاشي باید جرم ونه ګڼل شي. باید په ترهګرۍ تورن کسان هغومره قانوني حقونه ولري لکه چې نور معمولي جنایتکاران یې لري.

دولتي مرستې/ بې وزلي

د انځور حقوق BBC World Service

محافظه کارګوند:

د هغو کسانو لپاره چې عمر یې لا هم کار کولو ته مناسب وي، دولتي مرستې تر دوو کلونو پورې له اوسنۍ کچې زیاتې نه شي او په دې توګه به درې میلیارده پونډه وسپمول شي.

د مستحقو کورنیو د کلنۍ دولتي مرستو اعظمي کچه به له ۲۶۰۰۰ پونډو نه ۲۳۰۰۰ ته را ټیټه شي. ځوانو کار لټونکو کسانو ته به له شپږو میاشتو زیاته دولتي مرسته نه ورکول کېږي، مګردا چې هغوی په ټولنیزو پروژو کې برخه واخلي.

تر۲۰۲۰ کال پورې به د معاش د بې مالیې برخې کچه له ۱۱۰۰۰ نه ۱۲۵۰۰ پونډو ته لوړه شي. په دې معنا چې که یو کس په لږترلږه معاش د اوونۍ ۳۰ ساعته کار کوي، هېڅ مالیه به نه ورکوي.

کارګر ګوند:

د انرژۍ بیه به تر ۲۰۱۷ کال پورې په خپل اوسني حالت وساتل شي. تر ۲۰۲۰ کال به لږترلږه معاش په ساعت کې له ۶،۵ پونډو نه ۸ پونډو ته لوړشي. د اورګاډي د کرایې د لوړېدو مخنیوی به وشي.

لیبرال دېموکرات ګوند:

د معاش د بې مالیې برخې کچه به د ۲۰۱۶ کال په اپریل کې ۱۱۰۰۰ پونډو ته لوړه شي او تر۲۰۲۰ کال به ۱۲۵۰۰ ته زیاته شي.

د سکاټلنډ ملي ګوند:

د مستحقو کارکونکو د دولتي مرستو کمولو سره به مخالفت وکړي. د ماشوم زېږېدلو په وخت به د پلار قانوني رخصتي زیاته کړي.

د داسې تګلارو لکه د بوډا سکاټلنډیانو لپاره په ارزانه بیه سفر کولو ملاتړ به وکړي.

پلایډ کیمیري ګوند:

د ماشومانو په اړه د دولتي مرستو د ارزونې د پېچلو او قیمتي طریقو نه به ځان لېرې وساتي. د ۸۰ کالو نه د زیات عمر کسانو د مناسب تقاعدي معاش لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

د بریتانیا د خپلواکۍ ګوند:

د نویو کورنیو یوازې دوو لومړیو ماشومانو ته به د چایلډ بینیفټ (ماشومانو معاش) دولتی مرستې ورکول کېږي.

د معلولینو د پرستارۍ لپاره دولتی مرسته به د بې کاره کسانو د دولتي مرستې په اندازه وي.

بریتانیا کې به د بهرنیانو د دایمي استوګنې مخنیوی کېږي، مګر دا چې هغوی وکولای شي لږترلږه د پنځو کلونو لپاره خپل او د خپلواړوندو کسانو لګښتونه په غاړه واخلي اوهغوی ته به دولتي مرستې نه ورکول کېږي.

هغه ماشومان چې له بریتانیا بهراوسېږي د دولتي مرستې مستحق به نه ګڼل کېږي.

زرغون ګوند:

د هېواد هر اوسېدونکی باید یو ټاکلی اندازه معاش ولري، که کار کوي او که نه. لګښت به یې پر شتمنو باندې د مالیو د زیاتولو له لارې پوره کېږي.

خو په لنډه موده کې باید تر ۲۰۲۰ کال پورې د لږترلږه معاش اندازه په ساعت کې ۱۰ پونډو ته لوړه شي.

د معلولینو د دولتي مرستو کچه او د ارزونې طریقه باید بېرته د پخوا په شان شي.

ورته مطالب