د ایران اتومي هوکړه: هغه نتیجه چې وخت رانیسي

د انځور حقوق epa
Image caption ایرانیان په سړکونوکې په لمانځنې بوخت دي خود اتومي هوکړې دجزییاتو لیکل لا څو نورې هفتې هم غواړي

د ایران اتومي کړکیچ

دا د ایران د اتومي پروګرام د محدودولو د هڅو په څپانده تاریخ کې یوه مهمه شیبه ده.

له تهران سره د یوې روغې جوړې کولو د ارزښت په اړه د نظریو سخت اختلاف موجود دی.

د مثال په توګه د امریکا په کانګرېس کې ډیرکسان ظاهرا ددې روغې جوړې مخالف دي او پرته له دې چې څه ډول استدلال لري، په تهران کې د رژیم بدلون غواړي.

خو، د اتومي او نورو وسلو د کنټرول د چارو کارپوهان په دې باور دي چې بالاخره دپلوماتیکو هڅو یوه نتیجه ورکړه.

هغوې تل داسې یوه هوکړه بهتره ګڼله چې په کې له پوځي اقدام او یا اتومي جګړې ډډه شوې وي.

باید ټینګار وشي چې تراوسه دا یوه بشپړه روغه جوړه نه ده. د هغې د جزییاتو د لیکلو سختې اوونۍ لا په مخکې دي.

خو دا داسې یو چوکاټ دی چې ټول اړخونه ېې مني. دا په خپله یوه مهمه نتیجه ده. خو د بې حده خوشالۍ ځاې هم نه دی.

هیڅوک باید دا غلط فکر ونه کړي چې ایران د خپل اتومي پروګرام یا د اوږدې مودې خپلو اتومي هیلو په هکله خپله رویه ډیره بدله کړې ده.

کړکیچ ځنډول شوی؟

که دا هوکړه یا روغه جوړه سمه تدوین او په بشپړه توګه عملي شي، دایران اتومي پروګرام به تر۱۰-۱۵ کلونو پورې محدود وساتي.

داسې ښکاري چې د عملي کېدو دڅارنې اوتصدیق لپاره ېې ځینې نوي مهم ګامونه هم په نظر کې نیول شوي دي چې نړیوالو تفتیش کوونکو ته به، د ایران دکړو وړو په اړه، د پراخې څارنې اجازه ورکړي.

خو په دې روغې جوړې کې د لویدیځوالو هغه لومړنی هدف نه دی ترلاسه شوی چې د ایران اتومي پروګرام پر شا بوزي.

دا به په دې معنا وي چې د کړکیچ مخنیوی نه دی شوی خو ځنډول شوی دی. دا توافق وخت رانیسي چې دهغې په ترڅ کې کیداې شي ډیر څه پیښ شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption داسې ښکاري چې دې هوکړې ټول اړخونه راضي کړیدي

که هرڅه په سمه توګه پرمخ لاړشي، دا اتومي هوکړه به د ایران اولویدیځ ترمنځ د ترینګلتیا یوه مهمه سرچینه کمه کړي.

د اختلاف وړ ډیرې نورې برخې به لا تراوسه پاتې وي. یقین دی چې ایران په سیمه کې یو راپورته کېدونکی ځواک دی او د دمشق اوبغداد نه نیولې تربېروت اوصنعا پورې عربي پایتختونو کې د هغې اغیز- په ایران کې د بشري حقونو وضعیت او د تروریزم څخه د هغې د ملاتړپه اړه د ادعاګانو ترڅنګ- ټول ښيي چې واشنګټن سره د ایران د دوامداره تاوتریخوالي لپاره ډیر نورعوامل هم پاتې دي.

مذاکرات آسانه نه و او په راتلونکو کې به لانور هم سخت شي, خو داسې ښکاري چې دې هوکړې ټول اړخونه راضي کړي دي.

ایران به د بندیزونو له شره خلاص شي او د تهران منتقدین به د ایران پر اتومي فعالیتونو مهم محدودیتونه ولګوي.

په داسې حال کې چې په دې کړکیچنه سیمه کې ډیرې نورې پیښې هم شته – د اسلامي دولت ډلې سره مبارزه چې امریکا او ایران په کې عملا په یو اړخ کې دي او د یمن جګړه چې ایران او امریکا ېې د بیلو اړخونو پلوي کوي- په دې معنا ده چې د شطرنج له تختې څخه د اتومي ستونزې لیرې کول ښايي د یوې مودې لپاره یوه ګټوره پیښه وي.

دپام وړ جزییات

داسې انتظار کېده چې ددې خبرو اترو په پاې کې به یو ساده اعلان وشي چې دیوې هوکړې پرچوکاټ موافقه شوې.

خو د امریکا دمتحده ایالتونو دبهرنیو چارو وزارت ژر یو اوږد لست خپورکړ چې د ایران د اتومي پروګرام په اړه ’’ دعمل د هر اړخیزه ګډ پلان پارامیترونه ’’ په نامه ېې یادکړ.

د انځور حقوق AFP

ظاهرا ېې هدف دا و چې د امریکا د کنګرې د هغو غړو پام دې هوکړې ته راواړوي چې د هغې په هکله ېې ښه نظر نه درلود. خوښايي د ډیرو جزییاتو ورکول ایراني دپلوماتانو ته دا سخته کړي چې د هیواد دننه د سیاسي سخت دریځو د شکونو پر وړاندې، ددې شوې هوکړې لپاره ملاتړ راجلب کړي.

ایران دپام وړ امتیازات ترلاسه کړي

  • ایران ته به اجازه وي چې له ۱۹۰۰۰ سانتریفیوژونو څخه تقریبا ۶۱۰۴ سانتریفیوژه فعال وساتي او له هغو څخه به یواځې ۵۰۰۰ سانتریفیوژه یورانیم شتمن یا بډاې کوي. ټول فعال سانتریفیوژونه به پخوانی ماډل وي اوپرمخ تللي به نه وي. نور ټول شیان باید د نړیوالې اتومې ادارې د تفتیش کونکو ترنظرلاندې زیرمه تون کې وساتل شي.
  • ایران به خپل دټیټې کچې بډاې شوي یورانیمو زخیرې کمې کړي- دا هغه حیاتي توکي دي چې دیورانیمو دبډاې کولو او د بم جوړولو لپاره کاریږي.
  • د ۱۵ کلونو لپاره به د فوردو په ترځمکې لاندې سیمې کې یورانیم نه بډاې کیږي.
  • تفتیش کوونکي به نه یواځې مهمو اتومي تاسیساتو ته لاس رسی لري بلکې د ایران د اتومي پروکرام لپاره د اړتیا وړ موادو تهیه کیدلو بهیر او د یورانیمو کانونو او چاڼځایونوته به هم لاس رسی لري.
  • ایران به مکلف وي چې د نړیوالې اتومي ادارې تفتیش کوونکو ته اجازه ورکړي چې د هیواد په هره برخه کې د شکمنو ځایونو یا شکمنو پټو فعالیتونو په هکله پلټنې وکړي.

د آراک په سیمه کې د درندو اوبو ریکټر یا بټۍ به له سره جوړیږي چې ونشي کولاې د وسلو د کچې پلوتونیم جوړکړي. ځکه داسې اندیښنې وې چې کیداې شي پلوتونیم پکې جوړشي او ایران به وکولاې شي اتومي بم جوړکړي.

زیاتره دا محدودیتونه به د لسو کلونو لپاره اوځینې به ېې د ۱۵ کلونو لپاره وي.

د انځور حقوق AP
Image caption د امریکا له خوا دخپروشویوجزییاتو له مخې، د آراک په سیمه کې د درندو اوبو یوه بټۍ جوړیدونکې ده

د محدودیتونوپه بدل کې به ایران څه ترلاسه کوي؟

پر ایران باندې به هغه بندیزونه ځنډول کیږي چې د اتومي پروګرام په خاطر ورباندې د امریکا دمتحدو ایالتونو او اروپايي اتحادېې له خوا لګول شوي و. خو په دې هکله کوم روښانه مهال ویش نه دی ټاکل شوی. ایران به په عمل کې خپل کوم اتومي تاسیسات په بشپړه توګه نه بندوي.

د بندیزونو د مودې ختمیدو وروسته به ایران د پام وړ اتومي صنایعو لپاره بنسټونه ولري.

خو سره ددې،دا جزییات د پام وړ دي او داسې ښکاري چې اتومي کارپوهان ېې قانع کړي دي چې که ایران هڅه وکړي اتومي بم جوړکړي، د بم جوړېدو یوکال مخکې به نړیوال خبر شي او و به کولاې شي په ضروري اقدام لاس پورې کړي.

د هوکړې د عملې کېدو پیاوړې څارنه او تایید او دوامداره استخباراتي هڅې باید کافي وي چې د ایران دپټو هڅو مخه ونیسي.

دا کار ښايي ډیر منتقدین قانع نه کړي. د اسراییلو یو حکومتي ویاند له دې چوکاټ څخه د یوې موافقتنامې راوتل ’’ یوه تاریخي تیروتنه ’’ وبلله.

سترې پوښتنې پاتې دي. د ایران سرغړونو ته به څه ډول ځواب ویل کیږي؟ آیا کېدای شي ځنډول شوي بندیزونه بیا ولګول شي؟ او په کومه کچه سرغړونې به د بندیزونو د بیا لګولو سبب کیږي؟

خو که ټول کارونه په سمه توګه پرمخ لاړ شي ایران به ګټه وکړي. ایران به د پام وړ اتومي بنسټونه وساتي چې کېدای شي د هوکړې د مهلت ختمیدو وروسته ورته بیا پراختیا ورکړي. د نړیوالو بندیزونو له شره هم خلاصیږي چې اقتصاد ېې ورته فلج کړی دی.

د اوس لپاره به له دپلوماتیکي پلوه دواړو خواو ته یو بریالیتوب وي. خو دا د ایران اتومي پروګرام هغه بنسټیزه مسله نه حلوي، چې هم د هغې بهرنۍ تګلارې او پوځي هیلو سره او هم د اتومي ځواک په خاطر د هغې د اعلام شویو هیلوسره تړاو لري