په هندوستان کې د آی پي اېل لوبې

Image caption د آی پي اېل (انډین پریمیر لیګ) په سږني سیزن کې اته لوبډلې برخه لري.

د هندوستان د ۲۰۱۵ کال د آی پي اېل "انډين پريمير ليګ" شل اوریزې لوبې نن (چار شنبه، د اپرېل اتمه) په دغه هېواد کې پيلېږي.

دغه لوبې به د هندوستان د ممبۍ، کولکته، ډیلي او پونې په ګډون په دولسو ښارونو کې ترسره شي.

د مهالوېش له مخې به دغه لوبې ۴۷ ورځې روانې وي او د نیمه پايلوبو او پايلوبې په ګډون به ۶۰ سيالۍ په کې وشي.

نن به لومړۍ لوبه په کولکته کې (د افغانستان پرمهال د ماښام پر ۷ بجو) د ممبۍ انډينز او کولکته نايټ رايډرز لوبډلو تر منځ ترهسره شي.

دغه لوبې هر کال په هندوستان کې يو ځل کېږي چې د دغه هېواد په ګډون يې په نړۍ کې ميليونونه مينه وال موندلې دي.

په دغو شل اوريزو لوبو کې يوازې د هندوستان لوبغاړي برخه نه لري، بلکې د نړۍ له بېلا بيلو هېوادونو پياوړي او وتلي لوبغاړي په کې ګډون کوي.

تر دې وړاندې، د آی پي اېل لوبې اووه ځلې ترسره شوې دي.

دغو لوبو ته لوبغاړي د نړۍ له مختلفو هېوادونو په ډېرو لوړو بېو پېرل کيږي.

نن به د لوبو د پيل مراسمو ته د هندوستان وتلي سندر غاړي او فلمي ستوري سندرې ووايي او خپل هنر به نندارې ته وړاندې کړي.

د دغو لوبو په اتو لوبډلو کې به ۱۲۳ لوبغاړي لوبېږي چې د ۲۰۱۴ کال ځېنې لوبغاړي په کې بدل شوې دي.

Image caption د لوبو د پيل مراسمو ته د هندوستان وتلي سندر غاړي او فلمي ستوري راغلي.

د شاه رخ خان په ګډون د هندوستان د سینما ځينې وتلې څېرې هم د دغو لوبډلو څښتنان دي.

دغه لوبې به د نړۍ په ۱۵ هېوادونو کې تلويزيوني چينلونه په ژوندۍ بڼه خپروي. د آی پي اېل لوبې په لومړي ځل په ۲۰۰۸ کال کې د هندوستان د کرېکټ بورډ له خوا پيل شوې.

دغه شل اوريزې لوبې په نړۍ کې د خپل ډول تر ټولو ډېر ليدونکي لري او اوس د کرېکټ په نړۍ او په ځانګړي ډول په هند کې په ېوې لويې سوداګرۍ بدلې شوې دي. له همدې امله په ۲۰۱۴ کال کې د دغو لوبو ارزښت ۳،۲ ميليارد ډالره اټکل شوی و.

تېر کال دغه لوبې د شاه رخ خان ټیم کولکته نايټ رايډرز ګټلې وې. په سږني سیزن کې لاندې اته لوبډلې برخه لري:

  • چنای سوپر کېنګز
  • ډیلي ډېرډېولز
  • کېنګز اېلېون پنجاب
  • کولکته نايټ رايډ‌رز
  • ممبۍ انډينز
  • سنر رايزز حيدر اباد
  • راجستان رويلز
  • رويل چلنجر بنګلور

ورته مطالب