لړزوونکی ډار چې د سوریې هر وګړی ځوروي

د انځور حقوق GETTY
Image caption هر سوري وګړی چې بېرته هېواد ته ستنېږي نو د وېرې او وارخطايۍ احساس کوي.

لارې کوڅې له خلکو کابو تشې وې. که څه هم ډېری دوکانونه تړلي وو خو ځینې خلک تر سترګو کېدل. د سکاټلنډ په پلازمېنه اېډنبرا ښار کې د شنبې په غرمه داسې یو منظر عادي خبره نه وه.

ندا خپله د اوونۍ سودا را ونیوله. کور ته پر لار له خلکو تشې کوڅې یو څه ووېروله. ناڅاپه یې دوه پولیس افسران ولیدل.

که څه هم په بریتانیا کې ډېری پولیس وسلې نه ګرځوي خو دوی تومانچې تر ملا تړلې وې.

د ندا ساه را لنډه شوه، قدمونه یې ټکني شول، سترګې یې غړېدلې پاتې شوې او د زړه درزا یې تېزه شوه.

پولیس افسران را نږدې شول. یوه چورلکه یې هم پر سر ګرځېده. د ندا له لاسونو سودا پر ځمکه ولوېده. چیغه یې وکړه! "له ما لېرې شئ. ولې دلته راغلي یاست؟" ورسره پر ځمکه را پرېوته او په ژړا شوه.

لارې کوڅې ځکه تشې وې چې د سړک بل سر ته په لوبغالي کې د فوټبال لوبه روانه وه. خو د پولیسو او چورلکې په لیدو ندا ته هغه ورځې ور په زړه شوې چې په ګوتا کې یې تېرې کړې وې. دا سیمه د دمشق ختیځ ته پرته ده او لا هم د حکومتي ځواکونو تر بمبار لاندې ده.

ندا له یوه مرستندوی بنسټ سره کار کاوه او د جګړې په لومړۍ لیکه کې یې د ډېرو خلکو ژوند وژغوره. خو کله چې د ۲۰۱۲ کال په ژمي کې حکومتي ځواکونو سیمه محاصره کړه نو ندا اړ شوه چې پښې سپکې کړي.

د اېډنبرا په پوهنتون کې یې د ماسټرۍ له پاره بورس ترلاسه کړ. خو تېرې تجربې یې اوس هم کړوي. خو بیا هم هڅه کوي چې په کال کې دوه ځلې دمشق ته ولاړه شي.

ویل یې: "زه نشم کولای چې له هېواده لېرې پاتې شم. دا مې مسوًلیت دی چې بېرته ولاړه شم، او یوه ورځ به د تل لپاره بېرته ستنېږم."

خو هر کله چې ستنه شوې نو له وېروونکو ستونزو سره مخ شوې. اول خو باید یو امنیتي افسر ته بډې ورکړي چې دا مالومه کړي چې نوم خو به یې حکومت ته د مطلوبو کسانو په لېست کې نه وي. دا ډول لېستونه پر پولو او د تلاشۍ پر پوستو را ځړول شوي.

که په هره بیه وي، ندا نه غواړي چې د حکومتي ځواکونو له خوا ونیول شي. پخوا هم نیول شوې. ځیني ملګري یې هم نیول شوي او تري تم شوي نو د زندان فکر یې هم وارخطا کوي.

هر سوري وګړی چې بېرته هېواد ته ستنېږي نو له همدې پروسې باید تېر شي. آن زه هم... زه هم چې کله پولې ته ورسېږم نو همدا ډول د وېرې او وارخطایۍ احساس کوم.

یو ځل د لبنان پر پوله ونیول شوم. امنیتي ځواکونو د شپې تر ناوخته راڅخه پوښتنې ګروېږنې وکړې، او بیا یې یوې پوځي قرارګاه ته بوتلم. د موټر هغه مزل مې د ژوند تر ټولو وېروونکي شېبه وه.

د انځور حقوق Reuters

ډاډه نه وم چې بېرته به ژوندی راخلاص شم. دعا هم رانه هېره شوه. فکر مې هم ګډوډ شو. یوازې په خپله وېره پوهېدم. خو بخت مې ښه و. تر ملا آذان د مخه یې پرېښودم.

ندا هم راته وایي چې همدا ډول احساس کوي. هر کله چې له پولې تېرېږي نو وارخطا وي، د زړه درزا یې تېزه شي او ساه یې لنډېږي، تر هغې چې خوندي ځای ته ورسېږي.

خو بیا هم خپل سفر ته دوام ورکوي. د دمشق زړه ته تر رسېدو د مخه باید د تلاشۍ له ۷ پوستو تېره شي.

ډېری خلک له دې پوستو تري تم شوي. یا خو حکومت ورپسې ګرځېده او یا هم د پیسو لپاره برمته شوي. دا پیسې هم د امنیتي افسرانو او ملېشو جېب ته ځي.

ندا چې کله هم دمشق ته رسېدلې نو احساس یې کړی چې ښار او خلک تر پخوا ډېر چوپ، خپه او نهیلي دي. د خلکو رنګونه ژېړ او مخونه وچ دي.

ملګري هم چې راټول شي نو د برق او تېلو پر کموالي غږېږي، او د نیول کېدو وېره احساسوي.

د انځور حقوق Reuters

یو وایي "خالد یې هم نیولی؟" بل وایي "د خواله کور یې هم په زور تش کړی". او بیا دا چې "د محمد زوی په زندان کې تر شکنجې لاندې ووژل شو".

ډېری نیول شوي کسان ولسي وګړي دي. اکثراً سیکولر دي او وسله یې نه ده پورته کړې خو دمشق ورته پر یوه لوی زندان بدل شوی.

ندا یو ځل له یوه کډوال ماشوم سره ولیدل چې څو کرښې یې لیکلې وې. دې ماشوم فکر کاوه چې ټولې نړۍ ورته شا کړې او غم یې نه کوي. ماشوم څه داسې لیکلي وو!

"کله چې جګړه پای ته ورسېږي. کله چې کور ته ستانه شو نو ټولې پولې او دروازې وتړو. پر لویو لوحو لیکو – بهرنیان د راتلو اجازه نه لري. موږ یوازې پرېږدئ چې پر خپله خوشالۍ وژاړو. لکه په غم کې مو چې یوازې پرېښي وو".

ندا وایي: "موږ به نور هغه مېلمه پاله ملت نه یو چې یو وخت وو. کله چې جګړه پای ته ورسېږي نو ټولې دروازې به تړو او په خپلو کې به ژوند کوو."

ورته مطالب