د بریتانیا ټاکنې: نژادي او مذهبي اقلیتونه له سیاسي ګوندونو څه غواړي؟

د انځور حقوق Getty

په داسې حال کې چې د بریتانیا ټاکنو ته یوازې څو اوونۍ پاتې دي، سیاستوال د هېواد په ګوټ ګوټ کې هڅه کوي د رایه ورکونکو د بېلا بېلو ډلو ملاتړ ځانته راجلب کړي.

خو آیا د بریتانیا نژادي او مذهبي اقلیتونه د خپلو رایو په بدل کې له سیاسي ګوندونو څه غوښتنې لرِي؟

د معاصرو دېموکراسیو یو دود دا دی چې سیاستوال زیار باسي د رایو ترلاسه کولو لپاره رایه ورکونکي وهڅوي او د بېلا بېلو ډلو، ټولنو او خلکو ملاتړ ځانته راجلب کړي.

کونډې، سوداګر کسان، ځوانان، بوډایان- دا ټول لږترلږه د انتخاباتو په وخت کې د سیاستوالو په زړونو کې ځانګړی ځای لري.

په داسې حال کې چې د بریتانیا ټولنه ورځ په ورځ متنوع کېږي، اقلیتی ټولنې د پخوا په پرتله په زړورتیا او ډاډ سره، د هېواد د کورنیو ستونزو او بهرنیو تګلارو په ګډون د هغو مسلو په اړه چې دوی ته اهمیت لري، سیاستوالو سره غږېږي او ورڅخه ځوابونه غواړي.

نژادي اقلیتونه د بریتانیا د رایه ورکونکو اته سلنه جوړوي.

د مسلمانانو ټولنه

د بریتانیا مسلمانان دویمه لویه مذهبي ډله ده چې د راز راز نژادي ډلو او د اسلامي مفکورې د بېلا بېلو ډولونو څخه جوړه شوې ده.

د مثال په توګه، پاکستاني او بنګله دیشي ټولنې له ډېرې پخوا په تېره بیا د انګلستان د شمال په ځینو برخو کې میشته شوي دي.

له عربي نړۍ او نورو ځایونو لکه سومالیا څخه راغلي ډېر مسلمانان هم په بریتانیا کې ژوند کوي.

په دودیزه توګه زیاترو دغو خلکو د بریتانیا د کارګر ګوند ملاتړ کړی دی.

خو اوس حالات بدل شوي او مسلمانان د نورو سیاسي ګوندونو ملاتړ هم کوي.

د بریتانیا د مسلمانانو شورا چې د ۵۰۰ جوماتونو او نورو اسلامي سازمانونو استازیتوب کوي، وايي په ۲۶ انتخاباتي حوزو کې مسلمانان د نفوس ۲۰ سلنه جوړوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په لندن کې د مسلمانانو یوه مظاهره

هغوی د ’مهرباني نه، انصاف’ تر عنوان لاندې یو سند کې، دهغوی په خبره، خپل ګډ هدفونه چې مسلمان رایه ورکونکي یې باید په فکر کې وساتي، بیان کړي دي.

په هغو کې د مذهبي جامو د ځینو ټاکلوشیانو، لکه د بوغرې یا نقاب اغوستل هم شامل دي، چې یو لړ بحثونه یې راپارولي دي.

داسې ښکاري چې هېڅ یو لوی سیاسي ګوند مستقیما دغو مسلو ته کوم ځانګړی پام نه دی کړی.

د بریتانیا د مسلمانانو شورا د پارلمان له غړو غوښتنه کړې چې د مدني آزادیو دفاع وکړي، ځکه مخکې داسې تورونه وو چې امنیتي ځواکونه زیاتره د مسلمانانو په اړه جاسوسي کوي، او بریتانیا ته د ځینو اسلامي عالمانو د راتلو پر حق باندې یې محدودیتونه لګولي دي.

د تور پوستو ټولنه

د بریتانیا تورپوستي خلک د ډېرو بېلا بېلوهېوادو څخه راغلي او یوازې د کاریبین د سیمې تورپوستان نه دي چې په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسیزو کې بریتانیا ته راغلي.

د امریکا د وچې د کاریبین د سیمې مهاجرین بریتانیا کې د مېشته کیدو او هلته د کار لپاره رابلل شوي وو، وروسته ډېر نور خلک هم د افریقا له ځینو برخو بریتانیا ته راغلل.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د جمېکا مهاجرین بریتانیا ته را ورسېدل

سروې ګانې ښيي چې ډېرو دغو مهاجرینو ځانونه د رایو ورکونکو په رسمي لستونو کې نه دي ثبت کړي.

د ۲۰۱۰ کال په ټاکنو کې ۲۸ سلنه افریقايي تورپوستي او ۱۶ سلنه د کاریبین د سیمې تورپوستي د رایو ورکولو لپاره نه وو راجستر شوي.

په تېرو انتخاباتو کې زیاترو تورپوستو مهاجرو معمولا د کارګر ګوند ملاتړ کاوه خو تېر کال یوې سروې څرګنده کړه چې دغه ملاتړ کم شوی و.

د (آپرېشن بلک ووټ) په نامه یوه سازمان خلک په سیاسي چارو کې د ګډون لپاره هڅوي او زیار باسي خلک د رایو ورکولو لپاره ځانونه راجستر کړي.

هغوی د خپلو یو لړ اندېښنو په هکله هم غږېږي. د مثال په توګه دا چې ولې په تورپوستو خلکو کې بېکاري زیاته ده، په زندانونو کې یې شمېر ډېر دی.

د پوهنې روزنې او د تقاعد معاش په اړه هم اندېښنې لري. په عمومي توګه زیاتره مهاجر میندې او پلرونه غواړي اولادونه یې له ښه تعلیمه برخمن شي.

یو شمېر تورپوستي چې په کلونو کلونو یې بریتانیا کې کار کړی او حکومت ته یې مالیه ورکړې، له تقاعد وروسته بېرته خپلو هېوادو ته ځي خو د دوی تقاعدي تنخاګانې د نورو خلکو په شان کال په کال نه زیاتېږي ځکه دوی له بریتانیا بهر اوسېږي.

خو د اروپايي هېوادو اوسېدونکو په هکله دا قانون بل ډول دی. د افریقا او کاریبین د سیمو متقاعدین غواړي له دوی سره د اروپایانو په شان چلند وشي.

یهودۍ ټولنه

یهودان ډېر پخوا بریتانیا ته راغلي او په بریالي توګه په ټولنې کې ګډ شوي دي. په تېرو ټاکنو کې اکثریتو یهودانو محافظه کار ګوند ته رایه ورکړې.

که څه هم په بریتانیا کې د یهودانو شمېر ډېر نه دی خو هغوی خپلې ځانګړې اندېښنې لري.

په بریتانیا کې د یهودانو د پارلماني غړو کمېټې یهودانو ته ویلي پارلماني نوماندانو سره تماس ونیسې او و یې هڅوي چې د هغوی د لسو غوښتنو ملاتړ وکړي.

هغوی غواړي د دوی د دینی ښونځیو، د یهودانو په دیني طریقه د حیواناتو د حلالولو او د نارینه سنتولو لپاره د پارلمان د وکیلانو ملاتړ راجلب کړي.

همدا راز دوی غواړي د یهودانو د دیني جشنونو په وخت کې له کاره رخصتي ولري.

هغوی له پارلماني وکیلانو دا هم غواړي چې په منځني ختیځ کې د سولې لپاره هڅې وکړي.

په دې وروستیو کې د حیواناتو د خېر ښېګڼې ډلو د یهودانو او مسلمانانو له خوا د حیواناتو د حلالولو په طریقو باندې نیوکې کړې او وايي د حلالولو دا طریقې دحیواناتو د ځور او عذاب سبب کېږي.

سره له دې چې د بریتانیا یهودي ټولنه وړه ده خو له سیاسي پلوه فعاله ده.

د سکانو ټولنه

سکان د بریتانیا د نفوس ۰،۸ سلنه جوړوي. زیاتره سکان په ۱۹۶۰ او۱۹۷۰ کلونو کې بریتانیا ته راغلي خو دوی اصلا تر دې هم ډېر پخوا په دغه هېواد کې مېشته شوي وو.

د سکانو فدراسیون یا ټولنه په خپلې اعلامیې کې وايي که څه هم د دوی شمېر کم دی خو په کومو ځایونو کې چې دوی مېشته دي، د سیاسي ګوندونو پر ځینو کاندیدانو باندې یې ستر اغېز درلودلی.

د هغوی د اعلامیې یو ټکی هم دا دی چې وايي سکانو ته باید صرفا د یوې آسیايي نژادې ډلې په توګه و نه کتل شي بلکې په ځانګړي توګه د سکانو د نژادي ډلې په توګه وګڼل شي.

او لامل یې دا دی چې له نورو آسیایانو څخه یې توپیر وشي، ځکه کله کله په بریتانیا کې خلک د سکانو او مسلمانانو تر منځ توپیر نه شي کولای او له دې امله سکان له ستونزو سره مخ شوي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سکان د امرېتسر پر طلايي معبد د برید کلیزه لمانځي

په دې وروستیو کې څرګنده شوه چې په ۱۹۸۴ کال کې څرنګه د بریتانیا حکومت خپل یو سلاکار هندوستان ته لېږلی و چې په امرېتسر کې پر طلايي معبد د برید په قضیه کې له حکومت سره مرسته وکړي. له دې امله سکانو دیوې رسمي پلټنې غوښتنه کړې ده.

هغه وخت د سکانو پر دغې سپېڅلي ځای باندې د پوځي برید له امله ۴۰۰ کسان وژل شوي و.

د هندوانو ټولنه

هندوان د بریتانیا د نفوس ۱،۵ سنله جوړوي او د دغه هېواد څلورمه لویه مذهبي ډله ده.

هغوی نه یوازې له جنوبي آسیا نه بلکې له نورو هېوادو لکه کینیا او فېجې څخه هم بریتانیا ته راغلي چې هلته یې پخوا کورنۍ له هندوستانه مهاجرې شوې وې.

د هندوانو یوه مسله د طبقې مسله ده. د طبقې پر بنسټ توپیرې چلند په بریتانیا کې غیر قانوني دی خو د هندوانو ځینې سازمانونه وايي اوس د طبقې پر بنسټ توپیري چلند په هندوانو کې نه شته او د دې مسلې یادول د هندوانو نوم بدوي.

په اروپا کې د هندوانو ټولنه وايي، غواړي په دې هکله له سیاستوالو سره خبرې وکړي چې دغه قانون لغوه کړي.

د بریتانیا د هندوانو شورا، یو بل سازمان دی چې د بریتانیا له حکومته غواړي د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هندوستان د دایمي غړیتوب لپاره زیار وباسي، وايي ځکه چې هندوستان د نړۍ تر ټولو لویه دېموکراسي ده.

د بریتانیا د هندوانو شورا دا هم غواړي چې د بریتانیا په حکومتي روغتیايي خدمتونو کې دې د درملنې د (یوګا) طریقه ومنل شي او په دې هېواد کې دې د هندوانو لپاره نور نوي عبادتځایونه جوړ شي.

ورته مطالب