جیمز بانډ ته ملګرو ملتونو د وژلو پرځای د ژغورنې جواز ورکړ

Image caption ډینیل کرېګ د هالیوډ سینما وتلی ستوری چې په جیمز بانډ هم مشهور دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د ماینونو او چاودېدونکو توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه د هالیوډ سینما د جیمز بانډ لړۍ د فلمونو وتلی ستوری ډینیل کریګ د دغې ادارې د استازي په توګه ټاکلی دی.

په دې اړه ښاغلي مون وویل:

"ډینیل کرېګ په صفر صفر اووه (۰۰۷) جیمز بانډ مشهور دی او زه صفر صفر اته (۰۰۸) کي مون بان د ملګرو ملتونو سرمنشي یم. زه ډېر خوښ یم چې ده هوکړه وکړه خپل نړیوال شهرت د ماینونو د له منځه وړلو په برخه کې چې هره ورځ یو زیات شمېر خلکو ته مرګژوپله اړوي، وکاروي".

"دوی ته په فلمونو کې د وژلو جواز ورکول کېږي، نن ورته زه د ژوند ژغورلو جواز ورکوم".

افغانستان هم له هغو هېوادونو یو دی چې تر ټولو زیات ماینونه او چاودېدونکي توکي په کې شتون لري او اوسمهال یې شمېر کابو لس میلیونو ته رسېږي.

Image caption تمه کېږي چې د ډینیل کرېګ ټاکنه به د ماینونو د له منځه وړلو، تولید مخنیوي او په دې برخه کې د پوهاوي زیاتولو کې په نړیواله کچه مرسته وکړي.

په دغه هېواد کې د ۵۰۰ کیلومتره مربع په اندازه ځمکه کې چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي دي.

هره ورځ لسګونه خلک د ماینونو د چاودېدو له کبله مړه یا ټپیان کېږي.

پخوا هم په دغه ډول دندو باندې په افتخاري ډول د وتلو شخصیتونو او فلمي ستورو ګومارلو د ملګرو ملتونو په څېر ادارو سره مرسته کړې چې د مهمو مسلو په اړه د خلکو پوهاوی لوړ او د حل لارې چارې ولټوي.

اوس تمه کېږي چې د ډینیل کرېګ ټاکنه به د ماینونو د له منځه وړلو، تولید مخنیوي او په دې برخه کې د پوهاوي زیاتولو کې په نړیواله کچه مرسته وکړي.

ورته مطالب