دغلغلې لرغونی ښار، د بودایانو پخوانی مرکز، د تاریخ په اوږدو کې

د بامیانو د دښتې په منځ کې د غلغلې په نامه دغه ښار د یوې تپې پر سر چې ۱۲۰ متره له ځمکې لوړه ده د بودایانو پخوانی مرکز و.

پر دې ښار د خپل د ستراتژیک موقیعت له کبله ډېرې جګړې تېرې شوې دي. ۸۰۰ کاله وړاندې د چنګېز خان لښکر لکه یو توند باد له دغه ښاره تېر شو چې غلغله یې په کنډواله واړوله او نور نو دغه ښار بیا له اوسېدو ووت.

د تېرو پېړیو تاریخي بدلونونو لرغون پوهان دې ته اړ کړل چې پر غلغله تاریخي څېړنې وکړي او دغه ښار ورغوي. د لرغون پوهانو څېړنې د تاریخ څو پړاونه ښيي.

برت پرکسنتالر د غلغلې د ښار د بیا رغونې د پروژې مدیر د خپلو موندونو په اړه وایي:

"زموږ د څېړونو له مخې داسې معلومیږي چې د دې سیمې لومړي اوسېدونکي کېدای شي د کوشانیانو له پېر وو چې تر مېلاد وروسته دوهمه یا دریمه پېړۍ به وه. خو تر دې وړاندې نورې نښې نښانې هم را برسېره کېږي چې دا مهال یې په موندونو بوخت یو."

"موږ داسې سرامیکه ډبرې هم موندلي چې امکان لري د ساسانیانو له پېر سره تړاو ولري. نورې پاتې شونې بیا د غزنویانو او غوریانو له دورو دي."

د ښار له ودانیو معلومیږي چې خپل پر شاوخوا یې یو کمربند درلود. دغه کمربند د تپې له لاندې برخې پیل شوی او د تپې د لوړو برخو پوري رسېده چې په ځینو برخو کې یې د ښار د ساتنې لپاره جګ جګ څلي درلودل.

مجتبی میرزایي چې د غلغلې د ښار د بیا رغونې چارې مخته وړي وایي، غلغله یوازې د چنګېز خان لښکرو نه ده نړولې بلکې باران، سېلاب او ځیني نور خلک هم د دې په وېجاړۍ کې لاس لري.

نوموړي وايي: "له بده مرغه د غلغلې د ښار یو له لویه برخه په ځانګړې توګه کښته برخي یې د خلکو له خوا وېجاړي شوي دي. د دې ښار خاوره د کښت لپاره وړل شوې، ځینو خلکو بیا فکر کاوه چې تر خښتو او دېوالونو لاندې خزانې پرتې دي نو ځکه یې دغه ځایونه نړول."

ښاغلی پرکسنتالر وایي، د بیا رغونې کار مو د ښار له لوېدیځه پیل کړی کوم چې کورونه یې د نړېدو په حال کې ول.

نوموړي وايي: "د بیا رغونې کار مو له لویدیځه ځکه پیل کړ چې راته اسانه وه او ځینې ودانۍ باید له نړېدو ژغورل شوي وای. یوه بله برخه بیا د امیر حبیب الله خان او امان الله خان له دورو پاتي ده."

"دا ودانۍ د ګڼبتي په بڼه جوړې شوې او معلومیږي چې د پخوانیو ودانیو پر سر جوړي شوي دي. موږ دغه ځای پر ګرځندوی مرکز واړاوه چې دوکان او د چای څښلو ځای هم لري."

د لرغون پوهانو په ګومان د غلغلې په ښار کې به د څلورو پنځو زرو کسانو په شاوخوا کې خلک اوسېدل او خپل کورونه یې درلودل چې دغه کورونه بیا یو د بل په منځ کې لارې درلودې، تنګې نرۍ کوڅې پکې تېرې شوې وې.

د ښار د کیندلو کار د فرانسویانو په لارښوونه مخته ځي او د پروژې مصارف ایټالیا ورکوي.

په دې سیمه کې د لرغون پوهانو د ډلو فعالیتونه د ځایي زده کوونکو لپاره د ښوونې ښه موقع ده. خو برت پرکنسنتالر د غلغلې د بیا رغونې د پروژې مسول وایي، د دې ښار تر کیندنې او بیا رغونې لا زیاته لار پاته ده.

نوموړي وايي: "پرته له دې له خلکو سره هم ستونزه لرو. په دغه ځای کې چې کار کوو نو ډېری غواړي زموږ سره مرسته وکړي چې عاید ورته برابر شي خو موږ نه شو کولای ټولو ته کار ور کړو."

"موږ مجبوره یو هغو کسانو ته کار ورکړو چې وړاندې یې زموږ سره کار کړی وي، ځکه هغوی تجربه لري او د تاریخي توکو په بیا رغونه کې ښه مرسته کولای شي. زموږ هڅه دا ده چې له دغسې کسانو کار واخلو."

د ښار د بیا جوړونې لپاره مساله په کار ده چې باید د لېرې ځاینو راوړل شي.

دا مهال اصلي ستونزه دغه ځای ته د کاري وسایلو او مسالو وړل دي. د کابل او بامیانو تر منځ لار له امنیتي پلوه بې امنه ده. د بامیانو امنیتي حالت ښه دی خو بیا هم د مسالو وړل ستونزمن کار دی.

محتبی میرزایي د دغو ستونزو تر څنګ نور و ته داسې اشاره وکړه: "په دغه ځای کې د کار پیل خورا ګران و او علت یې دا و چې روسانو، مجاهدینو او هم طالبانو له دغه تپې څخه چې یو ښه ستراتژیک موقیعت لري په جګړو کې کار اخیستی دی."

"په دې ښار کې یې داسې ماینونه ښخ کړي ول چې کار کول په کې خطرناکه و. د ماین پاکولو کار تر ۲۰۰۹ کاله پورې پای ته ورسېد. بیا نو موږ په دې وتوانېدو چې د ښار د کیندنې او بیا رغونې کارونه پر مخ یوسو."

تېر کال ۳۰۰۰ افغانانو او ۵۰۰ بهرنیانو له دغه ځایه لیدنه وکړه. د غلغلې د پروژې مسول کسان وایي، دوی هیله لري چې د افغانستان د امنیت له ښه کېدو سره به د طبیعت دغه ښکلی ځای او مېلمه پالونکي خلک وکولای شي د زیاتو هغو کسانو کوربه شي چې د پوهې په لټه راوتلي وي.

ورته مطالب