پښتونخوا کالم – ای اندېشه مرګ مېلمه دی...

Image caption له باچا خان بابا سره د مينې په وجه ده له عوامي نېشنل ګوند (ای این پي) سره تر مرګه خپلې اړيکې ساتلې وې او په هر ډګر کې یې د باچا خان کورنۍ مرسته هم کوله.

د پښتو ژبې وتلي ليکوال ميا عنوان الدين کاکاخیل څلوېښتي لا پوره نه وه چې د غم د پاسه غم راغی او د لروبر افغان د پښتو غزل استاد شاعر اندېش شمس القمر په اووم مارچ ۲۰۱۵ ماخوستن د زړه د ناروغۍ له کبله سترګې د همیشه لپاره پټې کړې.

اندېش صېب په ۱۹۳۴ کال په مايارو ضلع مردان کې زېږېدلی و. نوموړی نه یوازې د پښتو ژبې يو ښه شاعر بلکې د خدايي خدمتګار تحريک سپاهي او د باچاخان يو ډېر لوی معتقد و.

له باچا خان بابا سره د مينې په وجه ده له عوامي نېشنل ګوند (ای این پي) سره تر مرګه خپلې اړيکې ساتلې وې او په هر ډګر کې یې د باچا خان کورنۍ مرسته هم کوله.

دغه ښاغلي له خپلې ژبې سره بې حده عقيدت درلود. د هغوى په عام مجلس کې به صرف د ژبې خبرې وې يا د باچا خان... پښتو ژبه او د باچاخان نوم د هغوى د ژوند دوه مهمې خبرې وې او دغو داوړو سره یې تر مرګه خپلې اړیکې ټینګې ساتلې وه.

د پښتو ژبې په حواله د هغوى دا شعر مضبوط دليل دی:

نه نه اورمه زه نه اورم نغارې د ازادۍ زما چې په کې بند په بند تړلې ده پښتو

او د باچا خان په حواله دا شعر:

ما ته د بل د لار ښودنې هېڅ حاجت نه شته دی د باچا خان د کاروان غړی يم لار پېژنمه

مرګ حق دی، هر ژوندي له به راځي خو د هغه مشهورې خبرې ''سل دې ومره يو دې مه مره'' په مصداق د اندېش صیب مړینه د پښتو ژبې او ادب لوی زيان دی.

خو اوس خبره دا ده که چېرته موږ د اندېش صیب روح ته ارام ورکوو نو بايد چې د هغوى د ارمان پوره کولو يو شعوري کوښښ وکړو. د دې وطن د ابادۍ لپاره کار وکړو. پښتو ژبه د سرکار، عدالت، تعليم، روزګار ژبه کړو او د باچا خان د ارمانونو تکميل وکړو.

د اندېش شمس القمر ټول ژوند د باچاخان د ژوند او مبارزې نه عبارت دی. پر دغه لاره اروا ښاد له دومره قوي عقیدې سره ټول عمر تګ وکړو چې په هېڅ حالت یو قدم هم له کرښې نه لاندې نه شو.

زموږ د وطن په قامي نظریاتي سیاست، ادب، صحافت کې ډېر بدلونونه راغلي دي. په دغه حواله چې موږ د باچا خان د خدايي خدمتګارۍ نه راونیسه د حاضر وخت د سیاستونو پورې فکر وکړو نو ډېرو لیکوالانو په لویو لویو قامي مشرانو نیوکې کړې دي.

که موږ نیوکې د تحقیق او د څېړنې لپاره واخلو نو باید چې د تېرو وختونو د غلطو نه عبرت او سبق واخلو خو ځینې منتقدین بېخي د خپلو قامي تحریکونو بنیادونو په کیندلو نښتې دي چې په دغو اختلافاتو کې قامي تحریکونه او قامي مشران خرابوي.

زما د دې خبرې عرض دا دی چې اندېش صیب د هاغه بنیادونو شاعر دی او د هغه هر شعر هره خبره او بیا د ټول ژوند فعالیت دا څرګندوي چې اروا ښاد په پښتونخوا وطن فقط پښتو او پښتون افغان غوښتی دی.

هغه چې د ژوند په هره معامله کې څومره محتاط پاتې دی هغه هومره د پښتو او پښتون په ذکر جذباتي پاتې شوی دی، تر دې حده یې احساسات یادېږي چې د غم ښادۍ په هره موقع کې هغه د پښتو او پښتون خبره کړې ده.

هغه د خپلې علاقې په مکتبونو، پوهنځو، پوهنتونونو ګرځېده او د پښتو د تعلیم مالومات به یې کول چې دلته د پښتو زده کوونکي څومره دي او استادان لري کنه.

د بازارونو په دوکانونو به یې د پښتو د بورډونو او لوحو وینا هم کوله، په مردان کې د ټولو نه وړومبی هغه د داروګانو په خپل دوکان د پښتو نوم ایښودی و.

د اندېش صیب د داروګانو (درملتون) د دوکان نوم ساهو دارو و، له دې پرته د مردان یو دوکان داسې نه شته چې د پښتو نوم ولري.

د محترم شمس القمر اندېش د مزاحمتي انقلابي پښتنې سیاست بنیادونه د باچا خان نه د اجمل خټک د تعلق او نظریې پورې خواره دي، تر دې حده پورې چې د اجمل خټک د جلا وطنۍ په زمانه کې د افغانستان تر کابله په داسې وختونو کې تلې دی چې کابل ته تګ هم ګران و او راتګ هم. د پښتونخوا نه تر کابله پورې دا لارې سرې تاودې او د اور ډکې وې.

اندېش صیب د سیاسي او ادبي تعلق په بنیاد د خپل شعر نمونه وه:

چې مینه کې خلیل غوندې انګار کې نه اودرېږي هـغه دې د مینو په کتار کې نه اودرېـــږي

د اروا ښاد اندېش صیب په ژوند کې دوه امتحانونه داسې راغلي دي چې تعلق او نظریې ترې فیصله غوښتې ده. هغه د تعلق پر ځای خپله فیصله د نظر او نظریې په حق کې کړې ده.

په کوم وخت کې چې اندېش صیب کابل ته تلی و نو اجمل خټک د ولي خان له کورنۍ او له سیاست نه مرور شوې و او د غوث بخش بزنجو د لارې پلوی و. اندېش صیب په دغه وخت د اجمل خټک تعلق په زړه کې محفوظ ساتلې و خو د ذهن فیصله یې د باچا خان او د ولي خان د کورنۍ په حق کې کړې وه.

دویم امتحان هغه وخت راغی چې اجمل خټک له ولي خان سره لارې جدا کړې او د زوړ نېپ جوړولو تابیا یې ونیوله. د اجمل خټک ټول زاړه ملګري هغه سره لاړل خو اندېش صیب بیا هم ادبي تعلق مات نه کړ. سیاسي لاره یې له ولي باغ نه بېله نه کړه.

د دې دواړو واقعو تر منځ ډېره موده ده خو هغه د ژوند په هره موقع هره مرحله خپل نظر خپله لاره بدله نه کړه.

د باچا خان، ولي خان او د (ای این پي) د سیاست دومره پوخ پلوی چې په مایارو خپله پلارګنۍ هدیره کې خاورو ته کوزېدو نو د سیاست د لارې یو داسې رهنما نه و چې دا سړی یې ګور ته کوز کړی وای.

شاعرانو ادیبانو خپل رهنما مشر ته په آخري وینا درناوی ورکړ، دا ثابته شوه چې پښتو ژبه شاعرانو ته پاتې ده او شاعران خپلو شاعرانو ته پاتې دي. د اندېش صیب خپل دا شعر د هغه د قبر کتبه شوه:

ای اندېشه مرګ مېلمه دی، د احساس تر طبیعتـــــه چا له ورځ کې څو څو ځله، چا له ژوند کې یو وار راشي

ورته مطالب