د نړۍ تر ټولو خوښ او خپه هېواد کوم دی؟

د انځور حقوق Getty
Image caption اروپايي هېواد سویټرزلنډ د تر ټولو خوښ هېواد نوملړ کې لومړی مقام خپل کړی دی.

د نړۍ د خوشالۍ وروستی رپوټ دا ښيي چې کوم هېواد تر ټولو خوشاله او کوم تر ټولو خپه وګړي لري.

دغه رپوټ هر کال د ملګرو ملتونو د دوامداره پراختیايي فعالیتونو شبکې له خوا خپرېږي.

اروپايي هېواد سویټرزلنډ د تر ټولو خوښ هېواد نوملړ کې لومړی مقام خپل کړی دی خو جالبه دا ده چې بریتانیا د سر په شلو تر ټولو خوښو هېوادو کې ځای نه لري.

د بریتانیا وګړي د نړۍ ۲۱م تر ټولو خوښ خلک ګڼل شوي دي.

د رپوټ پر بنسټ د نړۍ تر ټولو خپه وګړي هغه دي چې هېوادونه یې جګړو ځپلي.

د نوملړ په ټولټال ۱۵۸ هېوادونو کې افغانستان ۱۵۳ ځای لري او یوازې له روانډا، بېنېن، سوریې، بروندي او ټوګو هېوادونو مخته دی.

دا پرله پسې دوهم کال دی چې ټوګو چې سیاسي تاوتریخوالي او د قاچاق ستونزې ځپلی په لست کې وروستی ځای خپلوي.

پاکستان په دغه لست کې ۱۰۱، هند ۱۱۵ او ایران ۱۱۶ مقام خپل کړی دی.

ایسلنډ دوهم او ډنمارک (چې تېر کال یې لومړی مقام ګټلی و) دریم تر ټولو خوښ هېوادونه ګڼل شوي دي.

خو پوښتنه دا ده چې سویټزرلنډ ولې د نړۍ د تر ټولو خوښ هېواد لقب ګټلی.

د انځور حقوق ARG
Image caption د نوملړ په ټولټال ۱۵۸ هېوادونو کې افغانستان ۱۵۳ ځای لري او یوازې له روانډا، بېنېن، سوریې، بروندي او ټوګو هېوادونو مخته دی.

د بریتانیا د ټېلګراف ورځپاڼه لیکي، په دغه رپوټ کې د ژوند په اړه خپله د خلکو ارزونه، عاید، روغتیا، د ژوند اوږدوالی، فساد او په ژوند کې د پرېکړو خپلواکۍ په څېر معیارونه په پام کې نیول شوي وو.

په رپوټ کې دا هم راغلي چې په ټولیز ډول ښځې تر سړو نسبتا ډېرې خوښې دي.

د امریکا متحده ایالتو په دغه رپوټ کې د نړۍ ۱۵م تر ټولو خوښ هېواد بلل شوی دی.

د نړۍ د خوښۍ رپوټ لومړی ځل په ۲۰۱۲ کال کې خپور شو او له هغه راهیسې هر کال یو ځل خپرېږي.

لوړپوړي اقتصادي، روغتیايي او سیاسي کارپوهان په دې اند دي چې حکومتونه باید د پرمختګ او ودې لپاره په خپلو پالیسیو کې د وګړو د خوښۍ کچې ته پام وکړي.