افغانستان، چاپېرېال ساتنه او ننګونې ېې

Image caption د هوا ککړتیا هغه مهال ښکاري چې ښارونو ته له لوړې ارتفاع وکتل شي.

چاپېريال ساتنه زمونږ شا او خوا د هغو ټولو ژوندېو او غیر ژوندېو موجوداتو په اړه بحث کوي چې د انسانانو او نورو ژوندیو موجوداتو په ژوند په مستقیم یا غیر مستقیم ډول اغېزه لري

له بده مرغه د څو لسیزو جګړې، د مسلکي کدرونو نشتوالي او د عامه پوهاوي کمښت زمونږ د چاپېریال د خرابېدو سبب شوي.

اوبه، هوا او خاوره د چاپېریال درې مهمې ستنې ګڼل کېږی چې د دغو د هر یوه ککړتیا د انسانانو په ژوند خورا منفي اغېزه لري. له بده مرغه د افغانستان خلک په دې ټولو برخو کې له بې شمېره ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د هوا ککړتیا

د روغتیا نړیوال سازمان وروستي رپوټونه ښېي چې تر پنځوسو زرو ډېر افغان وګړي هر کال د هوا له ککړتیا څخه د راولاړېدونکو ناروغیو له کبله مري. همدا لامل دی چې په نړۍ کې د تنفسي ستونزو له کبله د افغانانو د مړینې کچه د ځینو نورو هېوادونو په پرتله لوړه ده.

Image caption د ځینو تولید شوو توکو سوځول، ډېر مضر زهرجن غاز هوا ته استوي چې د انسان روغتیا ته تاوان رسوي.

د تودوخې یا پخلي لپاره په کورونو کې د لرګیو سون، په موټرونو کې د ټيټ کیفیت لرونکو تېلو کارول او په عامه ځایونو یا کارخانو کې د لرګیو او د ډبرو سکارو سوځول، هغه څه دي چې هوا ککړوي او ډېری زهرجن غازونه لکه کاربن مونو اکسایډ، نایټروجن ډایکسایډ، بینزو پایرین او ډایوکسین پیدا کوي چې وروسته د راز راز تنفسي ناروغیو تر څنګ د سرطان، زړه، پوستکي او رواني ناروغیو سبب هم ګرځي.

د خاورې ککړتیا

په پرمختللو هېوادونو کې د خاورې ککړتیا ستونزه ډېره لیدل کېږي چې عمده لامل یې د کارخانو او معدنونو استخراج دی. که څه هم زمونږ هیواد کې ډېرې کارخانې نشته خو په کرهنه کې د مرضونو د له مینځه وړلو لپاره ډېری کیمیاوي مواد او دواګانې، د ځمکي پر سر د چټلیو سوځول او یا هم په غیر خوندي ځایونو کې د دې چټلیو ساتل د ځمکې د ککړتیا سبب ګرځي.

جنګونه، بمبارۍ ، د کیمیاوي او اټومي وسلو استعمال هم د ځمکې په ککړتیا کې ځانګړې ونډه لري.

د اوبو ککړتیا

یوازې په کابل ښار کې تر لس سلنې کم کورونه د کانالازیسیون سیستم ته لاس رسی لري چې پاتې ټول کورونه یې خپلې ناپاکې اوبه د ځمکې پر سر بهوي چې وروسته د ځمکې له لارې لاندې د اوبو سرچینو ته او یا لویو سیندونو ته لار مومي.

همدا راز په کورونو کې د تشنابونو څاګانې په غیر معیاري ډول کیندل کېږي چې د وخت په تېرېدو سره یې چټل مواد د ځمکې لاندې له اوبو سره ګډېږي.

Image caption راتلونکي نسلونه باید د چاپېریال د ککړتیا او ورڅخه له راولاړېدونکو ستونزو وژغورل شي.

تر ټولو خطرناک د لویو روغتونونو ګند او د کارخانو کیمیاوي مواد دي چې له پاکېدو پرته زمونږ د اوبو سیستمونو ته داخلېږي او په پایله کې یې پاکې اوبه مردارېږي چې له یوې خوا په اوبو کې د شته موجوداتو ژوند ته ګواښ جوړوي او له بلې خوا همدا چټلې اوبه هر کال له شپېته زرو څخه ډېر هېوادوال د مرګ کندې ته غورځوي.

څه باید وشي؟

په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې په برخه کې دولت باید څو لومړيتوبونه په نظر کې ونېسي.

لومړی: په هر ښار کې باید د ګندونو سوځولو لپاره د اینسنیریشن (په یوه خاص حرارت کې د چټلیو سون) دستګاوې جوړې کړای شي چې له یوې خوا په عامه ځایونو کې د سون مخه نیول کېږي او له بلې خوا کېدای شي ډېر په اسانه له همدې لارې برق هم تولید شي چې ګټه یې شاوخوا ټولو کورونو ته رسېږي.

د کابل ښار هره نژدې درې زره ټنه ګند تولیدوي، د یوې محاسبې له مخي مونږ کولای شو د اوسنیو ارقامو په اساس د انسنریشن له لارې د دې ګند په سوځولو سره نژدې دوه زره کورنیو ته برق ورکړو.

دوهم: په ټولو ښارونو او په تېره بیا په نویو ښارګوټو او اپارتمانونو کې د کانالازېسیون سیستمونه جوړ کړای شي چې پاکې او چټلې اوبه سره جلا شي.

درېم: غټو ښارونو لپاره د هغوی د نفوس په اساس مرکزي د اوبو د پاکوالي دستګاوې جوړې کړای شي چې ټولې چټلې اوبه له پاکېدو وروسته بېرته د کرهنې لپاره وکارول شي او یا هم سیندونو ته وغورځول شي.

د یوې نوې ټیکنالوژۍ په مرسته مونږ کولای شو له همدې چټلو اوبو طبیعي غاز پیدا کړو او وروسته یې د سون او یا د برق د تولید لپاره وکاروو.

Image caption په افغانستان کې د ډېرو وژونکو ناروغیو لامل د هوا ککړتیا او د ښارونو د ځمکو زهرجن کېدل دی.

څلورم: په کلیو او بانډو کې غیر مرکزي کوچني د اوبو د پاکوالي سیستمونه جوړ کړاې شي چې ډېری پکښې له طبیعي او ارزانه موادو استفاده کیږي او په ډېرو کمو امکاناتو فعالېږي.

چاپېریال ساتنه د یو هیواد دننه د مختلفو ادارو هر اړخیزو همکاریو ته اړتیا لري، له ټولو لومړی باید د چاپېریال ساتنې ملي اداره فعاله وي چې د چاپېریال د قانون د تطبیق په خاطر سخت اقدامات وکړي، او د سرغړونې په صورت کې قضایې ارګانونه خپل اجرات ترسره کړي.

عامو وګړو ته پکار دي چې له هغو کارونو ډډه وکړي چې چاپېریال ته د ضرر سبب ګرځي. د بېلګې په توګه په نویو ودانیو کې د خراب کیفیت تشنابونه، عامه ځایونو کې د پلاستیکونو، ټایرونو او نورو چټلیو سوځول، په کورونو، هوټلونو او نانوایانو کې د خشاکو په توګه د لرګیو یا د ډبرو سکارو سوځول او د زاړه ماشینونو موټرونه کارول، ټول هغه څه دي چې د استعمال په کموالي یې کولای شو تر ډېره بریده شته ستونزې راکمې کړو.

د نوې حکومت راتلو سره د کانالازیسیون سېستمونو د فعالولو او معدنونو د استخراج هیلې زیاتې شوې دي. حکومت ته پکار دي په داسې پروژو کې چاپېریال ته ځانګړې پاملرنه وکړي چې راتلونکي نسلونه د چاپېریال ککړتیا او ورڅخه د راولاړېدونکو ستونزو وژغورل شي.

ورته مطالب