پښتونخوا کالم- د ګوادر په لاره افغانستان هم دی

Image caption ګوادر هم د منځنۍ اسيا د تجارت لار ده، خو په دغه لار کې ځینې خنډونه شته

د پاکستان په دوره د چین صدر د شپږڅلویښت ميليارده ډالرو معاهده لاسلیک کړه، پاکستان په دغه دوره او معاهده باندې ډېر خوشحاله او خوشبین دی. ولې به نه وي، چې له لاس الوتې مرغۍ يې بیا را ونیوه.

د عمران خان د احتجاجي دهرنا له کبله دا دوره او د معاهدې لاسلیک ځنډېدلي و، په دغه موده کې د امریکا ولسمشر د هند په دوره راغی او هند په خپلو اشارو اشارو کې پاکستان ته وويې!!

سوځه راته !!

اوس د چین د صدر په دوره د هند په تندي خوله راغله، دا د پاکستان د میډیا خبریالانو تبصرې دي، چې هند څخه د پاکستان او د چین په دوستۍ او معاهدو فکر را پیدا شوی دی.

لوی طاقتونه، د اتومي طاقت لروونکي هېوادونو پاکستان او هند استعمال په دې طریقه کوي، خپل جنګونه هم په مونږ کوي، خپلې بدۍ هم په مونږ کوي، حالانکې دا وخت ټولې نړۍ ته د جنګ نه زیات، د تجارت ضرورت دی.

د تجارتي لارې پرانيستل او سرمايې ته په ټوله نړۍ کې چکر ورکولو څخه لوی طاقتونه هم فايده پورته کولی شي او واړه قوتونه هم د جنګ په ځاي د روزګار له لارې خپل اقتصاد فعال کولی شي.

خو بدبختانه د انګریز د زړې کالونۍ دوه هېوادونه پاکستان او هند تر اوسه پورې د دې خول نه، بهر نه دي، د یو بل د پسخولو او سوځولو هڅه کوي، په دې لړ کې په ۱۹۴۸ کې مولانا ابوالکلام ازاد، د ډيلي په لوې جومات کې خپل تاریخي تقریر کړی و.

مولانا ابوالکلام ازاد ویلي وو .

مولانا ابوالکلام ازاد پېشګوي د اوسنيو حالاتو او واقعاتو ائینه ده چې مونږ په کې د مولانا سیاسي بصیرت وینو.

دا هغه ائینه ده چې مذهبي، مسلکي، جغرافیائي کرکې بلها مخونه په کې نن هم د امن لپاره د کوترو په شکل نورې بدې نمونې ښکاره کوي، چې دا شعر يې د جنګونو د انځورونو لاندې یو ښه کپشن دی !!

زه وایم چې لاکوز نه دی د غیږ د سړیتوبه

ته وايی چې انسان سپوږمۍ ته اورسېد اشنا

د انځور حقوق AP
Image caption پاکستان په دوره د چین صدر د شپږڅلویښت ميليارده ډالرو معاهده لاسلیک کړه، پاکستان په دغه دوره او معاهده باندې ډېر خوشحاله او خوشبین دی

زما د خبرې رخ د ګوادر نه، د پاکستان او هند لارو ته لاړ، ځکه چې هره لار هر یو طرف په څه نا څه حد د یو بل سره ملاویږي، دا ټولې لارې که د هرې خوا او هرې ډډې نه وتلې وي خو نړۍ یو کلی دی، د کلي ډیرې وتلې لارې د یو بل پېژندګلو ده.

ګوادر هم د منځنۍ اسيا د تجارت لار ده، خو په دغه لار کې ځینې خنډونه شته چې په یو پاکستان کې څلور لويې صوبې او قومونه له یو بل سره د یو کېدو په ځاې جدا کوي بايد چې د چین په معاهده کې، چین د پاکستان په لاره ګوادر ته ورسي او د ګوادر په لاره افغانستان پورې لاره وغزیږي، خو دلته په پاکستان کې دغه معاهدې ته نور قومونه او صوبې د پنجاب او چین معاهده وايي، چې یوه معاهده په یو هېواد کې لار نشي یوه کولی نو هغه به په دغه کاریډور کې د منځنۍ اسيا د تجارت بندې لارې څنګه ازادوی !!؟؟

، باید چې دا معلومات پاکستان له ټولو زیات ولري، ځکه چې فبايلي سيمې، پښتونخوا او بیا په دغه برید افغانستان د نړیوال تجارت څومره قوي لاره او مرکز دی، دا نه چې پاکستان د افغانستان لاره او ارزښت نه پېژني دا نه چې د پښتونخوا خاوره او قبايلي سيمې د غرونو لارې اسلام اباد ته معلومې نه دي.

داسې هم نه ده چې په دې منطقه کې څوک د نويو عالمي، سیاسي، اقتصادي، تجارتي او جنګي غرضونو نا خبره دي خو هر چا په خپل خپل موټي کې د غرض دانه بنده پټه نیولې ده، خو اوس وخت او حالات دا تقاضه کوي، چې بند موټی به هر څوک راسپږي او چې څنګه یو بل ته محفوظې لارې ورکوي دغه شان به یو بل ته لاسونه ورکوي.

د چین د ولسمشر په وینا کې د قبايلي سيمو او افغانستان ذکر په ځان کې لویه معنا لري چې د علامه اقبال د پخوانۍ وینا تاييد او تصدیق دی.

علامه اقبال ویلي چې په دې منطقه کې قرار وي نو ټوله دنیا به ارامه وي.

نن چې مونږ د دومره لویو مصیبتونو، تکلیفونو، ازمېښتونو او امتحانونو څخه راتېر شوو نو په دغه هر څه کې افغانستان ټولې نړۍ ته ائېنه ده او پاکستان ته خو دا ائېنه د رحمان بابا د شعر په شان ده.

وهر چا ته په خپل شکل څرګندېږم

اينې غوندې بی رویه بې ریا یم

چین په دغه آئېنه کې ځان ویني چې امریکا د افغانستان څخه ډېره لرې ده، روس که ورته نژدې دی خو د شوروي اتحاد ترخه تجربه لري. چین دغه ځای ته نژدې هم دی او دغه خالی ځای ډکول هم یو ضرورت دی.

نن سبا ټول ضرورتونه، ارزښتونه یو شوي دي ، زه د ستا دارو ته زما دارو، د لویو قوتونو لویوالی د وړو هېوادونو د لارو محتاج دی !!

ورته مطالب