درڅه کالم: اعتراض که تعرض

Image caption پوښتنه دا ده چې ولې سالمه نیوکه یا اعتراض نه شو کولی او ولې د نیوکې او اعتراض د زغملو وس نه لرو؟

یوې پېغلې په ښار او کوڅو کې د نارینوو له خوا د ښځو د ځورولو د عمل د غندلو په موخه زغره واغوسته، د ښار په سړکونو وګرځېده او څو نندارچيانو ورته چکچې وکړې.

خلک پوه نه شول چې دې پېغلې اعتراض وکړ، که یې پر ځان تعرض، ځکه پېغلې د زغرې په اغوستو ناروا و نه غندله، بلکې نور یې هم د خلکو ورپام کړ.

د ښار په زړه کې یوه کس چيغه کړه، هلئ پېغلې قران وسوځاوه. خلک احساساتي شول، پېغله یې مرګي حال ووهله او په وهلو یې ووژله، بيا يې د هغې مړي ته اور واچاوه.

خلکو د دې پر ځای چې د پېغلې په دغه کار اعتراض وکړي، هغه يې په وهلو ډبولو ووژله.

د خلکو دغه عمل اعتراض نه، بلکې پر پېغلې تعرض و، ځکه د هغې انساني کرامت ته یې په سپکه وکتل، غیر انساني چلن یې ورسره وکړ.

په ښار کې دوه ګاډي سره ولګېدل. موټر چلونکي راکښته شول او د یوه او بل ګرېوان یې ونیو. په ښکنځلو یې یو بل ښه سپک کړل. هغه څه چې یې ښکنځل، د دوی مور او خور وو چې د پېښې په ځای کې نه وې، خو له دواړو خواوو ښکنځلې ورته کېدلې.

دلته د دې پر ځای چې موټر چلوونکي د يوه او بل پر بې‌غورۍ اعتراض وکړي، د یوه بل په ناموس يې تعرضونه کول.

په فېسبوک کې به یو فېسبوکوال پوسټ کړی وي، کوم عمل به يې ستايلی او یا غندلی وي، خو لوستونکي د دې پر ځای چې د ليکوال په پوسټ یا ستاینه اعتراض وکړي، ښکنځلو ته یې خوله خلاصه کړې وي.

د دې پر ځای چې اعتراض وکړي، تعرض کوي او بيا په اعتراض کې داسې خبرې لیکي چې په هېڅ اخلاقي چوکاټ کې نه سمېږي.

د پوسټ ليکوال به یې هم پر وړاندې هماغه څه ورته لیکي، دلته اصلي خبره هېره شي او د اعتراض پر ځای د یوه او بل پر حیثیت تعرض روان وي.

د دغو پېښو پر وړاندې د غبرګونونو په شان زموږ د ټولنې اکثره غبرګونونه پېښه یا عمل نه غندي بلکې په ناندریو نورې ورته پېښې رامنځته کوي چې اصلي پېښه په ځای پاتې وي او د دوی اعتراضونه، ښکنځلې او تعرضونه شي.

دغسې اعتراضونه او تعرضونه زياتره وخت په مظاهرو، مدني حرکتونو، ټولنیزو شبکو، تلوېزوني او راډیویي بحثونو کې لیدل کېږي چې له سیاسي شخصیتونو نيولې، تر مدني ټولنو او بیا د ټولنې تر یوه عام وګړي پورې رسېږي.

پوښتنه دا ده چې ولې سالمه نیوکه یا اعتراض نه شو کولی او ولې د نیوکې او اعتراض د زغملو وس نه لرو؟

ایا دغه ستونزه په کورني اخلاقو پورې اړه لري او که همدا د ټولنې اخلاق دي؟ د جګړو تاثیر دی که رواني نا ارامي يا د شخصي اخلاقو اغېزه؟

زما په اند دا ټولې پوښتنې هم ټولنیزو اخلاقو او هم کورني اخلاقو ته راجع کېږي.

زموږ په کورني نظام کې ډېرې کورنۍ یوه خبره عامه کوي او خپلو ماشومانو ته وایي، که چا بد چلن درسره وکړ، خوله یې په سوک ورماته کړه.

په دې توګه ډېرې کورنۍ خپل اولادونه متشدد لویوي او یا هم د کورنۍ ځينې غړي په کور کې له ځینو مسایلو سره احساساتي چلن کوي او اولادونه یې بيا هماغه څه په ټولنه کې هم پلي کوي.

دې ته ورته، اعتراضونو ته د تعرض په بڼه ورکولو کې زموږ د ټولنیز نظام ځینې بنسټونه، شخصیتونه او عام خلک هم ښکېل دي.

ځینې مدني ټولنې بيا د افغاني ټولنې د کلتوري ارزښتونو پر خلاف داسې اعتراضونه کوي چې په کولو سره يې خپل اعتبار د خلکو په منځ کې له منځه وړي او په لوی لاس خلک عقدي کوي.

د مدني ټولنو د دغسې عمل پر وړاندې د خلکو چلن هم منطقي نه وي، ځکه خلک هم د دوی له دغسې اعتراضونو سره احساساتي چلن کوي.

که یوه پېغله زغره اغوندي او یا نیم کالي په تن کوي، ښایي د دغه اعتراض تر شا د هغې شخصي ګټه وي او یا ښایي د یوه سازمان یا ټولنې په خوښه دغه کار کوي، خو دا ضروري نه ده چې ټولې ټولنې او سازمانونه دې په بدو یاد شي او یا دې هماغه پېغله د ټولو ټولنو او ښځو استازیتوب وکړي.

د ټولنیز نظام د جوړولو لپاره په اصولي توګه د پېښو پر وړاندې غبرګون ښودل، اعتراض کول، د مدني او نورو حقونو غوښتل د ټولنې د وګړو قانوني حق دی خو هغه څه چې ډېر اړین دي، هغه په اصولي توګه اعتراض کول او د یوې ټولنې د وګړو د احساساتو په نبض پوهېدل دي چې څنګه اعتراض وشي او کومه لاره يې غوره ده.

د پېښو په غندلو کې زموږ د ټولنې د وګړو اساسي ستونزه دا ده چې موږ هره کړنه په احساساتو پالو او هر غبرګون مو احساساتي وي.

که د پېښو په غندنه او د هغوی په مقابل کې اعتراض کولو کې مدني ټولنې، شخصیتونه او عام خلک د احساساتو پر ځای له تامل او تفکر څخه کار واخلي، سالم او پر ځای اعتراض وکړي نو یقیني خبره ده چې د یوې مدني او پرمختلې ټولنې په جوړولو کې به رغنده رول ولري.

ورته مطالب