د استراليايي "افغان" کيف جان د مرستې او همکارۍ احساس

د انځور حقوق BBC World Service

په استرالیا کې افغان کډوال ډېر دي. د افغان کډوالو، محصلینو او په دوی پورې اړوند حقوقي اسنادو او چارو مصروفیتونه هم ډېر دي.

یوه ورځ د خپل سفارت محلي سکرترې خبر راکړ چې یو کال کېږي د ښاغلي کیف جان په نوم یو تن اسټرالیایی په پرله پسې توګه هره اونۍ له سفارت سره تیلیفوني اړیکه نیسي او کومه موضوع شریکول غواړي.

دې وویل، خو موږ يې نه په ستونزه پوهېږو او نه یې د ستونزې په حل او مرسته. نوموړی همدا اوس هم د تیلیفون په لیکه دی، که تاسو غواړی چې خبرې ورسره وکړئ او د هغه پر مسله ځان پوه کړئ.

ښاغلی کیف جان چې ۸۰ کلن دی. شاوخوا یوه نیمه پېړۍ وړاندې استرالیا ته له اوښانو سره د راغلیو افغانانو د اولادونو له جملې يې ځان را وپیژاند او په سوچه استرالیایی لهجه یې انګریزي کې راته د تیلیفوني روغبړ څخه وروسته داسې وویل:

"زما نوم کیف جان دی. زما نیکه د کندهار وو، که څه هم له بده مرغه اوس موږ د پلار او نیکه له کلتوري میراثه او اصلي هېواده ډېر لرې میشت یو ډېر څه مو هیر کړي او د تل لپاره مو له لاسه ورکړي."

"خو هغه څه چې لا تر اوسه را سره شته، نه دي مو ضایع کړي او ځانونه پرې بډای او خوشاله ګڼو، له بې وزلو او بې وسو وګړو سره د مرستې او همکارۍ دود او خوی دی، چې د نیکونو په دغه غوره کلتور ویاړو"

ما د کیف جان خبرې په ډېر دقت اورېدې. که څه هم د نوموړي په سیمه ییزه او سوچه استرالیایی انګریزۍ لهجه مي په ډېره مشکله ځان پوهاوه.

هغه هم په بیا بیا ټینګار کاوه او غوښتنه به یې را څخه کوله چې هیله ده هسې نه د تېر په څېر مې خبرې پرې او بې موخې آرمانجن پاتې نه شم.

د هغه په دې خبرو چې له تېر یوه کال راهیسې یې هېڅ یوه افغان دیپلومات خبرو ته غوږ نه دی ایښی، نه یې چا موضوع اورېدلې او نه هم په دې اړه چا څه احساس کړي، زه ډېر خپه شوم.

په هر صورت ما هغه ته ډاډ ورکړ چې زه ستاسو موضوع اورم او مطمین اوسه، هره خبره دې په بشپړ ډول اورم، که د تیلیفون لیکه پرې هم شي، زه به ستاسو شمېرې ته بیا زنګ ووهم.

ورته مې وویل، هر څه چې ویل غواړې، ما درته غوږ ایښی دی. کله چې هغه مطمین شو، زه یې خبرو ته غوږ ږدم، نو خپله کیسه یې پیل کړه:

"زه له تاسې ښاغلیو څخه د کوم پاسپورټ، ویزې یا بلې کومې مالي یا اقتصادي موضوع د غوښتلو تمه نه لرم، خو هغه څه چې زه یې له تاسو غوښتنه کوم یا یې غواړم، او هیله لرم چې په دې اړه را سره مرسته وکړئ، هغه دا ده چې زه یوه هیله لرم. "

"زه غواړم له یوه اړ افغان محصل سره په ځانګړې توګه له یوه بې وزلي پښتون/افغان محصل سره مرسته وکړم، چې یو څه خېر ښېګړه مې له لاسه شوي وي. په دې تړاو که افغان سفارت راسره مرسته وکړي او بس."

پوښتنه مې وکړه، ښاغلی جان! ولې یو پښتون محصل؟

"اورېدلي مې دي چې د تېرو څو لسیزو په کورنیو او بهرنیو جګړو، ناخوالو او ناآرامیو کې پښتون ولس ډیر زیان لیدلی او هره معنوي او مادي برخه یې ځپل شوې ده."

"څرنګه چې زه هم په خټه پښتون/افغان یم او د خپل ولس په کړاو او ځپل کېدو ځورېږم، همدغه ټکي زه دې ته اړ ایستلی یم، چې غواړم د خپل توان او وس سره سم، له بې وسه څو پښتنو محصلینو سره یو څه مادي او مالي مرسته وکړم".

د شمېرې له تر لاسه کولو وروسته مې له نوموړي وغوښتل چې له نږدې یوه ورځ ورسره وګورم او په اصطلاح ښې غورې سره وکړو.

له نېټې او وخت ټاکلو وروسته مې غوره وګڼله چې په کابل کې یو اړ محصل چي ما له نږدې ورسره پیژندل، ښاغلي جان ته ور وپیژنم.

د یادولو ده چي له نوموړي محصل سره او بیا وروسته له یوې بلې اړې محصلې سره دا مرستې څلورم کال ته غځېدلې چې د هرې میاشتې په سر تر ۲۵۰ استرالیایي ډالرو پورې لا تر اوسه روانې دي.

ښاغلی جان کیف کوم شتمن میلیونر نه دی، بلکې هغه اوس ناروغه او د زړو خلکو په لیلیې/ فارم هاوس کې پروت دی او د خپل کور د کرایې له پیسو دغو سپېڅلو او با ارزښتو مالي مرستو ته دوام ورکوي.

ورته مطالب