آیا بیا پخلاینه ممکنه ده؟

Image caption د مولاګمور سیمې څخه د شهزاده چارلز شخصي کتنه آیرلنډ ته د هغه د سفر له ډېرو ترخو شېبو څخه ګڼل کېږي.

د بریتانیا د تاج او تخت ولیعهد شهزاده چارلز د مې په شلمه د ایرلنډ په جمهوریت کې هغه ځای ته ورغی چې د دغه هېواد جمهوري غوښتونکي پوځ (آې آر اې) اورپکو په کې د ده تره وژلی و.

دا د ایرلنډ او بریتانیا په تاریخ کې د څو لسیزو نښتو په ترڅ کې د ډېرو خونړیو پېښو څخه یوه وه.

د بي بي سي د ټولنیزو چارو خبریال جان مک مانوس دې ته کتنه کړې چې د وژنو دا لړۍ څرنګه پای ته ورسول شوه او د بیا پخلاینې بهیر په څه ډول پر مخ تلای شي.

بهرني سفرونه د بریتانیا د شاهي کورنۍ د کار یوه برخه ده.

شهزاده چارلز په دې اونۍ کې د ایرلنډ جمهوریت ته ولاړ چې له خپل پیاوړي ګاونډي هېواد، بریتانیا سره یې اوږدې او ستونزمنې اړیکې درلودې.

د شلمې پېړۍ په لومړیو کې پر ایرلنډ د بریتانیا د څو پېړیو اوږده واکمني هغه وخت پای ته ورسیده چې د دې ټاپو زیاتره برخه خپلواکه شوه.

په ۱۹۱۶ کال کې د ایسټر د پاڅون تر نامه لاندې یو بغاوت پیل شو، او ورپسې یوه چریکي جګړه پیل شوه چې په پایله کې یې په ۱۹۲۲ کال ایرلنډ خپلواکي ترلاسه کړه.

خو د ایرلنډ شمالي برخه چې شپږ ولایتونه په کې و، د بریتانیا د یوې برخې په توګه پاتې شوه.

د شمالي ایرلنډ زیاتره خلک دعیسوي مذهب د پروتستانت فرقې پیروان دي چې نه یې غوښتل د ایرلنډ جمهوریت سره يوځای شي چې زیاتره د کاتولیک فرقې پیروان دي.

ډېرو ایرلنډیانو دا جلا والی یوه بې عدالتي بلله او د دې ترڅنګ د کاتولیکانو پر ضد د تبعیضي یا توپېري رویې ادعا ګانې هم وې چې له امله یې په لسګونو کلونه ناکرارۍ او نښتې روانې وې.

دواړو اړخونو، له یوې خوا ملتپالو کاتولیکانو چې د جمهوري غوښتونکو په نامه یادېدل او له بلې خوا بریتانیا سره د یووالي پلویانو پروتستانتانو چې د وفادارو په نامه هم یادېدل، یو د بل پر ضد ظلمونه او پرعسکرو، پولیسو او ملکیانو بریدونه کول.

د ایرلنډ جمهوري غوښتونکی پوځ (آې آر اې) چې د ایرلنډ د یووالي لپاره یې مبارزه کوله هم په شمالي ایرلنډ او هم د بریتانیا په خاورې کې ډېر بریدونه وکړل.

ستونزې

آې آر اې معمولا د ایرلنډ په جمهوریت کې بریدونه نه کول خو په ۱۹۷۹ کې ېې د کب نیونې په یوه بېړۍ کې چې د شهزاده چارلز تره، لارډ مونټ باټن، په کې سفر کاوه، د مولاګمور په سیمه کې یو بم کېښود.

که څه هم آې آر اې ډېره موده کوښښ کاوه چې پر ملکې الیزابېت باندې برید وکړي خو چې هغه یې لاس ته نه ورتله نو د شاهي کورنۍ یوه غړي، لارډ مونټ باټن باندې یې برید وکړ.

ویل کېږي چې د مونټ باټن مړینې پر شهزاده چارلز باندې ډېر اغېز کړی و، ځکه چې هغه د شهزاده چارلز مربي او ورته ډېر نژدې و.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption لارډ مونټ باټن د بریتانوي هند وروستی وایسرا و.

په دغې دیرش کلنې جګړې کې چې د ستونزو په نامه مشهوره وه، ۳،۵۰۰ کسان ووژل شول.

که څه هم زیاتره دا وژنې ایرلنډي پوځي ډوله کسانو کړې وې خو د بریتانیا پوځ چې د سولې د ساتلو لپاره شمالي ایرلنډ ته استول شوی و هم د ځینو وژنو مسولیت درلود.

دا نښته تر ډېره حده اوس پای ته رسیدلې او شمالي ایرلنډ اوس داسې یو حکومت لري چې یو شمېر محلي واکونه ورته ورکړل شوي دي او دواړه ټولنې په کې په ګډه حکومت کوي.

خو سولې ته د رسېدو لاره دومره اسانه نه وه.

په لومړي سر کې د بریتانیا لومړي وزیر د آې آر اې سره خبرې اترې کولې چې په لومړیو وختونو کې پټې وې، تر هغو چې زاړه دښمنان د مذاکرې د میز تر شا سره کښېناستل.

د سولې بهیر په لړ کې آې آر اې فیصله وکړه چې د خپلو وسلو کارول به بند کړي او ژمنه یې وکړه چې د دېموکراتیکو لارو په مرسته به د ایرلنډ د یووالي لپاره مبارزه کوي.

خو آیا د دواړو خواوو هغه کورنۍ به چې د کلونو په ترڅ کې یې غړي او عزیزان وژل شوي دي یو بل وبښي؟

لاسونه ورکول

د بیا پخلاینې د هرې پروسې تر ټولو مهمه برخه عفوه یا بښنه ده.

ماري هورنزي، هغې مېرمن چې ۱۵ کلن زوی یې د لارډ مونټ باټن سره یوځای په ۱۹۷۹ کې ووژل شو، وویل چې ایرلنډ ته د شهزاده چارلز سفر ’’د بښنې لپاره لاس غځول’’ و.

هغې وویل: ’’هر وړوکی قدم حسابېږي، او کله چې موږ نور ګامونه واخلو هغه به لا نور ښه وي.’’

د مې په ۱۹مه، شهزاده چارلز، جیري آډمز ته لاس ورکړ او په عام محضر کې یې ورسره ستړي مشي وکړه.

جیري آډمز د شین فین سیاسي ګوند مشر دی چې ګوند یې په تېر وخت کې د آې آر اې سره نږدې اړیکې درلودې.

جستین هکسلي، په لندن کې د بیا پخلاینې او سولې لپاره د ایتلبرګا د مرکز مشر، وايي د بیاپخلاینې لپاره دغسې څرګند کارونه ښه دي خو کافي نه دي.

هغه وايي: ’’بیا پخلاینه یو چوپ او نازک بهیر دی، په نسلونو نسلونو وخت غواړي چې د ټولنو ترمنځ اړیکې سمې شي او په رښتیا خپل تاریخي تاوتریخوالی هېر کړي.’’

ښاغلی هکسلي دا هم وايي چې جیري آډمز سره د شهزاده چارلز ستړي مشي کولو به ډېر خلک چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، ځورولي وي.

یو له دغو کسانوڅخه کیت ناش دی چې ورور یې د بریتانوي عسکرو په ډزو وژل شوی و چې د فرقې مشر یې شهزاده چارلز و.

د دې پېښې له امله چې د خونړۍ یکشنبې په نامه مشهوره ده او یو زیات شمېر کسان په کې وژل شوي و د ډېرو کلونو لپاره ډېرو جمهوري غوښتونکو د بې عدالتۍ احساس کاوه.

پنځه کاله پخوا، له یوې پلټنې وروسته چې پر بریتانوي پوځ یې کلکې نیوکې وکړې، د بریتانیا لومړي وزیر د دغو وژنو له امله بښنه وغوښته.

شخصي ملاقاتونه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption شهزاده چارلز د شین فین ګوند د مشر جیري آډمز سره د کتنې په حال کې

د پېښې برخه وال هېڅ یو عسکر هم محاکمه نه شو، خو اوس د پولیسو له خوا پلټنې روانې دي.

د لایمیریک پوهنتون د سولې او پرمختیا د څېړندویه مرکز پروفیسر ټام لاج وايي تلپاتې بیا پخلاینه له شخصي کتنو او ملاقاتونو څخه رامنځته کېږي، نه له عمومي عفوې غوښتلو څخه.

پروفیسر لاج د شارپویلي د مشهورې بدنامې ډله ییزې وژنې په هکله یو کتاب لیکلی. د دغې وژنې په ترڅ کې د جنوبي افریقا د نژادي توپیر د پولیسو له خوا ۵۰ تنه تورپوستي کسان وژل شوي و.

۵۰ کاله وروسته د دغې پېښې د ځینو ژوندیو پاتې شویو کسانو سره له خبرو وروسته، پروفیسر لاج ومونده چې د جنوبي افریقا د رښتیا او بیا پخلاینې د کمیسیون د مداخلې سره سره، زیاترو کسانو ته ډېره سخته وه چې وژونکي وبښي، ځکه چې هغوی هېڅکله د هغو پولیسانو یو تن سره هم لیدنه کتنه نه وه کړې چې دغې پیښې کې یې لاس درلود.

پروفیسر لاج وايي: ’’له بښلو مخکې هغوی دې ته اړتیا درلوده چې مخامخ یو له بله سره ووینې، او احساس وکړي چې د دوی تجربې او کړاو هغو کسانو ته ارزښت لري چې وژنې یې کړې دي.’’

د دغو څېړنو پر بنسټ، پروفیسر لاج باور لري چې د شهزاده چارلز او د شین فین مشر جیري آډمز ترمنځ ستړي مشي او لاسونه ورکول ډېر اهمیت لري.

د دغه کتنې په وخت کې د هغوی د بدن د حرکاتو څخه ښکاري چې ښاغلي آډمز د شهزاده پر لور کوږ شوی و او ورو ورو یې هغه سره خبرې کولې، نو ځکه پروفیسر فکر کوي چې ښايي ایرلنډی مشر به د شهزاده په پرتله دغې کتنې ته ډېر لیواله و.

بښنه که غچ اخیستنه

په بېلابېلو کلتورونو کې کیدای شي بیا پخلاینه راز راز بڼې ولري. د شمالي ایرلنډ او جنوبي افریقا د سولې دواړه پروسې د عیسوي مذهب د دې مفکورې تر اغېز لاندې وې چې بښنه باید له اعتراف یا اقرار څخه پیل شي.

پروفیسر لاج وايي د نړۍ نورې برخې لکه منځنی ختیځ د غچ اخیستنې عدالتي سیستم لري، د مثال په توګه ایران کې معمولا د مقتول خپلوان د قاتل د برخلیک په اړه فیصله کوي.

دا ډول رویه د روانو لانجو د حل لپاره ځینې پایلې لري، لکه د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ لانجه چې په کې د دوو دولتونو د حل لارې په اړه د نظریو اختلاف موجود دی.

’’بیا پخلاینه هغه وخت اسانه ده چې دواړه اړخونه د دې خبرې منلو ته چمتو وي چې دوی ټول د یوې ټولنې برخه دي.’’

’’په جنوبي افریقا کې، د رښتیا او بیا پخلاینې له کمیسیون نه مخکې دا سترې مسلې حل شوې وې، او هېڅ یوې جدي سیاسي ډلې نه ویل چې دوی باید بېلې او جلا ټولنې ولري.’’

د نړۍ نور ډېر ځایونه هم شته چې ټولنې به ښايي د عدالت او بښنې په لټه کې وي خو تراوسه په کې سیاسي فضا نه ده مساعده شوې.

د مثال په توګه آیا په راتلونکې کې به یو وخت اوکراینیان او روسان په کریمیا کې د تاوتریخوالي نه ډکو پېښو لپاره د حل لاره پیدا کړي؟ آیا د سریلنکا حکومت او تامیلیان به وکولاې شي په رښتیا سره د دوی ترمنځ د وژنو حساب کتاب وکړي؟

کیدای شي د شمالي ایرلنډ د سولې پروسه د ورته لانجو د حل لپاره یو ډول بېلګه او مثال شي، خو پروفیسر لاج وايي تر هر څه وړاندې باید په ټولو اړخونو کې د لانجې د حل لپاره سیاسي اراده موجوده وي.

ورته مطالب