ساينسپوهان وايي د زړه ناروغانو کې بايد د ژور خپګان نښې وکتل شي

د انځور حقوق SPL
Image caption کله چې د زړه عضلې کمزورې يا سختې شي، زړه نشي کولای وينه د بدن غړو ته پمپ کړي نو له دې کبله د زړه حمله رامنځ ته کېږي

ساينسپوهان وايي د زړه ناروغانو د درملنې لپاره بايد په هغوی کې د ژور خپګان نښې وکتل شي.

د زړه د ناروغيو اروپايي ټولنې يوه نوې څېړنه ښيي چې د زړه ناروغان، چې د ژور خپګان سره مخ دي، کېدای شي ژر د زړه ناروغۍ له کبله ومري.

يوې خيريه ټولنې ناروغانو ته سپارښتنه کړې چې په دې هکله له ډاکترانو مرسته وغواړي.

ددې څېړنې مشر پروفيسور جان کليلنډ چې په امپيريل کالج لندن او د هول په پوهنتنون کې په کار بوخت دی، د زړه ناروغي د "اوسنۍ زمانې وبايي ناروغي" بولي، بريتانيا کې ۹لکه خلک له دې ناروغۍ کړېږي.

بي بي سي ته ښاغلي کليلنډ وويل، پرته له دې چې دغې ناروغۍ لپاره نوي درمل جوړ شي د ښه کېدو بله لار نه لري.

دی وايي، د زړه د ناروغيو د کارپوه په توګه موږ کوښښ کوو چې نوي درمل، عمليات او داسې شيان جوړ کړو چې دا ناروغي له منځه يوسي.

کله چې د زړه عضلې کمزورې يا سختې شي، زړه نشي کولای وينه د بدن غړو ته پمپ کړي نو له دې کبله د زړه حمله رامنځ ته کېږي.

د دې څېړنو لپاره د پروفيسور کليلنډ ټيم له ۹۶ کسانو چې د زړه ناروغۍ يې لرلې پوښتلي چې د ژور خپګان سره مخ دي که نه. زياتره هغه کسان چې د ډېر ژور خپګان سره مخ وو په راتلونکو ۳۰۰ ورځو کې مړه شوي.

د بريتانيا د زړه ټولنې يوه کارکوونکي جولي وارډ وايي "موږ پوهېږو چې ژور خپګان د زړه د ناروغۍ سبب دی او په هغو کسانو کې زيات ليدل کېږي چې د زړه ناورغي لري".

دې زياته کړه هر هغه څوک چې د اوږد مهاله بدني ناروغيو سره مخ دي بايد د بدني او رواني دواړو ناوغيو نښې يې وکتل شي.