د ګودر غاړه -- هلته هم زه مرم، دلته هم زه مرم

Image caption د کابل پرهر ورغلی نه و چې ظالمانو په پېښور کې هم اورونه بل کړل

پېښور یو وخت زموږ ژمنی پایتخت و، اعلیحضرت تیمور شاه به اوړی په کابل او ژمی په پيښور کې تېراوه. دا ښار اوس هم لکه زموږ دویم کور غوندې دی.

موږ هم ښایسته ډېره موده په پېښور کې تېره کړې ده او کله به چې منی خپل دغه دویم کور ته لاړو، د آرامۍ او خوښۍ احساس به مو وکړ، ځکه تر خیبر دې خوا خو به موږ له جنګ جګړو او ناکراریو ستړي او وېرېدلي وو، نو پېښور ته به مو پناه یوړه او هلته به مو یو څو د ارامۍ ورځې تېرې کړې.

پېښور موږ ته پردی نه و ځکه چې ژبه، کلتور، دود او دستور مو سره یو و، ښې شپې ورځې مو په کې تېرې کړې او د هغو وختونو ښه یادونه به یې تل زموږ سره پاتې وي.

منم ښایسته ښایسته ښارونه شته دي، خو دی په ټولو باندې بر دی کنه

د هر ځای خپل خوندونه خپلې مزې، خو پیښور خو پیښور دی کنه

دلته بوډا ښکلی ماشوم ښکلی دی، پېغلې یې ننګ لري د ځوان په شانې، د ملکنډ په شانې دنګې غړۍ د هر زلمي زړه یې خیبر دی که نه، چې پښتنې سینګارېدل غواړي، د پېښور نه کمیس تور غواړي، د خپل جانان چې تحفه وغواړي، د ښار ګلونه درۍ څلور غواړي......

پیښور رښتیا هم ښکلی دی، موږ هلته ستړې دمې کړې، موږ هلته مینه او درنښت لیدلی، موږ له دوی او دوی له موږ ځانونه بیل نه دي ګڼلي.

زموږ یوه ژبه خوږه ژبه درنه ژبه شریکه ده، ماته اوس هم د پېښور پښتو اکاډمۍ، میرمن زیتون بانو، سلما شاهین، محمد اعظم اعظم، مریم، حوا... هغه مشاعرې او د نورالبشرنوید ډرامې خو مې ډېرې یادیږي.

خو هغه د شاعر خبره د کابل پرهر ورغلی نه و چې ظالمانو په پېښور کې هم اورونه بل کړل. پېښور هم چا په کرار پرېنښود او ګډوډي یې په کې جوړه کړه.

تېر کال چې وحشیانو د پېښور په ښوونځي کې د ماشومانو بیرحمانه مرګ ژوبله وکړه، زه یې په مساپرۍ او پرديسۍ کې وژړولم. داسې ورځ به نه وي چې د افغانستان د بې ګناه وګړیو په حال به نه ژاړم، خو په هغه ورځ د پېښوریو زده کوونکیو مرګ ژوبلې ډېره وژړولم.

د افغان/پښتنون وطن بربادۍ ته د سیمې او نړی ټولو شیطانانو ملا تړلې ده. کله یې ګلونه ماشومان وژني، کله یې بازارونه، دفترونه او ان چې هجرې او جوماتونه په وینو لړي.

نور بیا د سیمې د پرمختګ په مخه کې خنډونه جوړوي او په لوی لاس د چین او ګوادر لویې لارې ترې چپوي.

اوس د هماغه پېښور په کليو او کوڅو کې افغانان ځورول کیږي او په زور ترې ایستل کیږي. خو که دا هرڅومره فتنې او سازشونه هم وکړي، د خوشال بابا خبره:

درست پښتون له کندهاره تر اټکه - سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار

دلته یوه پیښورۍ ملګرې مې چې د پیښور د ښوونځي له ناوړې پېښې یوه نیمه میاشت وروسته پېښور ته تللې وه داسې کیسه راته وکړه:

وۍ، کله چې پيښور ته خور کره لاړم، د خور ګاونډۍ زوی مې هم هغه ښوونځي کې شهید شوی و، څه به درته ووایم، خور مې ویل چې د ماشوم د مور د واده نه وروسته اولاد نه و بیا خدای پاک ورته یو زوی او بیا یوه لور ورکړل، چې ډېر په نازونو او مینه یې پالنه کوله، خو زوی یې هلته شهید کړی شو. مور، پلار او نور خپلوان د نورو کورنیو په څیر په ویر او غم واوښتل، خو مور یې اوس رواني ناروغه ده. لومړی خو به یې د هغه زوی جامې، بوټونه، څپلې او د لوبو سامانونه راواخېستل دومره به یې وژړل چې بې هوښه به شوه، نه یې څه خوړل او نه یې څه څښل، خو وروسته یې کورنۍ هغه جامې او شیان ټول ترې پټ او لېرې کړل، خو بیا هم زړه یې چرته کراریده، د ناروغیو او پریشانیو پرې مخ شوه، هغه سره سپینه فلانۍ اوس توره سوې څېره جوړه شوه چې باور به دې رانه شي چې هغه ده.

ما ورته کړل: رښتیا هم چې غم خو ډېر بد وي، خدای دې ټولو ته اجرونه ورکړي او نور د خدای د دغو بدمرغو جنګونو ټغر ټول کا.

توره ټوپکه خدای دې مات کړه

چې د ځوانانو سینې تا څیرلې دینه

که څوک پام وکړي چې د یوې مور داسې حال وي نو د لر او بر د زرګونو میندو زړونه به څنګه له درده کړیږي، څه به پرې تېرېږي، نه یوازې میندې پلرونه بلکې ټول خپلوان به یې څومره غمونه ګالي، اخر ولې ؟؟؟

دا دي کلونه او لسیزې تېرې شوې چې زموږ په سیمه کې اور بل دی، تندرونه لوېږي، ځوانۍ رژېږي او خونې ړنګېږي، خو دا اسماني تندرونه نه دي، دا د اشرف المخلوقات ظلمونه او نارواوې دي. چې د الله تعالی ورکړی ژوند له خلکو اخلي.

د درويش دراني په دعا به آمین ووایو:

چي نه بيا توره پورته شي نه سر په وينو رنګ شي

باداره دغه جنګ دې د وطن آخري جنګ شي

که زړونه سره يو کړو او لاسونه سره ورکړو

دا کاڼي به لعلونه شي او دا بوټي به لونګ شي

تر څو به دوى په کلي کلي ګرځي دا به وايي

چي دا مېنه دي ورانه شي او هغه کور دې ړنګ شي

زموږ ځلمي چې جنګ ته هڅوي نو ورته وايي

چي هسې که مو کښیښودې نو توري به مو زنګ شي

که ګورې له لستوڼي به يې سور خنجر راوزي

دروېشه! چې روان درسره څوک دلته پر څنګ شي

ورته مطالب