د کلتوري ویجاړۍ پر ضد نړیواله مبارزه

د نړیوالو کارپوهانو یوه ډله هڅه کوي د نړۍ په هغو سیمو کې چې جګړو او یا طبیعي مصیبتونو ځپلي دي د لرغونو کلتوري آثارو د ژغورنۍ لارې چارې وسنجوي.

په روم کې د کلتوري شتمنیو د ساتنې څېړندوی نړیوال مرکز وايي تاریخي ودانیو، لرغونو ځایونو او موزیمونو ته خطرونه په زیاتېدو دي.

خو دغه مرکز وايي چې د جګړو او خوارۍ غریبۍ له امله د خلکو د بې ځایه کېدو په پایلې کې غیرمحسوس لرغوني میراثونه لکه ژبه او دودونه هم له ګواښ سره مخامخ دي.

د دغې مرکز یو کارکوونکی، اپرنا تاندون وايي:

"دا ستونزې سترې او یو له بله سره تړلې دي"

له همدې امله د کلتوري شتمنیو د ساتنې څېړندوی نړیوال مرکز د نورو نړیوالو موسسو لکه سمیتسونین موسسې، هالنډ کې د یونېسکو ملي کمېسیون او ۱۱ نورو سازمانونو سره لاس یو کړی چې د مسلکي کارپوهانو یوه ځانګړې ډله جوړه کړي چې ژر ارزونې پیل کړي او د اړوندو ټولنو او هیوادونو په مرسته د کلتوري شتمنیو او لرغونو آثارو د ساتنې او ژغورنې لپاره ګامونه پورته کړي.

د سږ کال په اپریل کې د ۲۱ هیوادونو کارپوهانو امسټرډام ته نژدې یوې زړې کلا کې په یو روزنیز پروګرام کې برخه واخېسته.

هلته د ګواتیمالا، فیلیپین او اوکراین استازو په دې هکله خپلې کیسې او تجربې شریکې کړې چې جګړو او ګډوډیو د دوی پر نړیوال کلتوري میراث باندې څرنګه اغیز کړی.

اوکراین

Image caption د ۲۰۱۲کال په جګړو کې د دنیڅک یو موزیم ته زیان ورسید. رضاکاران راټول شول چې لرغوني آثار بیا ورغوي او وېې ساتي.

کله چې تېر کال په کيېف کې له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه پیل شول، د پایتخت موزیمونه د نښتو په منځ کې راګیر شول.

دکیېف د تاریخ موزیم لوټ شو، ځینې تاریخي آثارغلا شول او ډېر نور ټوټې ټوټې شول. خو د اوکراین د هنرونو د ملي موزیم کارکوونکي شپه او ورځ په موزیم کې پاتې شول او خپل موزیم ېې وساته.

د اوکراین د کلتور وزارت د موزیمونو د شورا مشر، ایهور پوشیوایلو، وايي:

"هغوی یوه ستراتیژي درلوده، خو حالاتو وښوده چې موږ دغه ډول بېړنیو حالاتو ته چمتووالی نه درلود"

نوموړی زیاتوي "کله چې موږ د کلتوري میراث خبره کوو، موږ تقریبا تل د تاریخي ودانیو، آثارو او شیانو په هکله غږېږو. خو غیرمحسوس یا معنوي میراث ته هم سخت زیان رسیدلی ځکه چې ډېر ملکي خلک چې لرغوني دودونه ېې انتقالول ووژل شول. زیانونه ستر دي"

فیلیپین

Image caption د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په فیلیپین کې یوې کلیسا ته ورغی، چې توپان ویجاړه کړې وه.

په فیلیپین کې د یونېسکو د لرغوني تاریخي میراث شپږ ځایونه شته. ځینې ېې طبیعي دي لکه د پورتوپرنس ترځمکې لاندې سیند ملي پارک، چې د آسیا ډېر مهم ځنګلونه په کې دي.

د فیلیپین د کلتور او هنرونو د ملي کمېسیون یوې کارکوونکې جوانا لیریو وايي:

"موږ د خپلې خاورې، کلتور او تاریخي میراث د ساتونکو په توګه دودیز اصول لرو"

خو دا هېواد له جیالوژیکي پلوه د اور په کړۍ کې پروت دی چې د نړۍ ۹۰٪ زلزلې په کې پیښیږي. توپانونه په کې ډېر پېښېږي.

د دې تر څنګ د لسګونو کلونو کورنیو ناکراریو هم د دې هېواد شتمن طبیعي میراث له ګواښ سره مخامخ کړی.

جوانا وايي "پر فیلیپین نیوکې کېږي چې ګواښونو ته تل چمتووالی نه لري، دا یو له هغو اړخونو نه دی چې موږ باید پرې غور وکړو"

فیلیپین چې د ډېرشمېر ټاپوګانو یوه مجموعه ده تخمینآ ۱۴-۱۷ میلیونه ځايي خلک، قبیلې او نژادي ډلې ژوند کوي. هغوی خپلې ځانګړې ژبې، رواجونه او دودیز لباسونه لري.

"خو هغوی د بېځایه کېدو سره مخامخ دي. کله چې ټولنې له خپلو اصلي غرنیو کلیو او بانډو څخه بیځایه شي په دې ترڅ کې د هغوې ډېر دودونه او کلتوري شیان له منځه ځي"

جوانا وايی"د فیلیپین د کلتور اوهنرونو ملي کمېسیون یو لړ ښونځیو سره مرسته کوي چې هلته ټولنې وکولای شي خپلو لاسي صنایعو، سندرو، نڅاګانو او دودونو ته دوام ورکړي. دا د هغوی د تېر وخت، اوس او راتلونکي تر منځ د اړیکو په شان دي"

"دا دودونه له یوه نسل نه بل ته انتقال شوي دي. که هغوی ورک شي زموږ ملي هویت تر پوښتنې لاندې راځي. موږ بیوزلي یو او دا یواځینی شی دی چې موږ یې خپلو ماشومانو ته پرېښودلی شو"

ګواتیمالا

Image caption نشه يي توکي په ګواتیمالا کې د خوندیتوب لپاره جدي ګواښ دی.

ساموېل فرانکو د خپل هېواد سره ډیره مینه لري. هغه وايي "ما خپل ژوند ګواتیمالا ته وقف کړی دی"

فرانکو، د بلوشیلډ ګواتیمالا په نامه د کلتوري آثارو د یوې ساتندویه موسسې مشر دی. هغه د جنایتونو د زیاتوالي له امله ډېر اندېښمن دی، چې د دغه هېواد یې د نړۍ یو ډیرخطرناکه ځاې باندې بدل کړی.

هغه وايي: " په ګواتیمالا کې موږ خپل هر قدم له مرګ سره اخلو"

جنایتونو د هېواد کلتوري میراث هم په خطر کې اچولی. د نشه يي شیانو د غیر قانوني تجارت ډلو په هېواد کې ځانونه پیاوړي کړي. تقریبا ۶۵٪ هغه کوکایین چې د امریکا متحدو ایالتونو ته ځي د ګواتیمالا له لارې تېرېږي.

فرانکووايي "قاچاقچیان زموږ ستر دښمنان دي. د یونېسکو د راپورونو له مخې، قاچاقچیان د خپلوغیر قانوني پیسو د سپینولو لپاره زموږ لرغوني تاریخي ځایونه لوټوي"

د انتیګوا د ښار نړیوال تاریخي میراث د نورو ټولنیزو ستونزو له امله هم تر ګواښ لاندې دی. دا ښار چې په ۱۶مې پېړۍ کې جوړ شوی د اور لګېدو، زلزلو او حتی د واورو ښویدلو له امله سخت زیانمن شوی خو اوس سیلانیانو، بې کنتروله ودې، غیر قانوني ودانۍ جوړولو او د موټرو ډېر تګ راتګ هم د تاریخي ځایونو بقا ته خطرپېښ کړی.

فرانکو وايي "جنایتونه ټولنې بېځایه کوي، ډېرځوانان هڅه کوي نوروځایونو ته کډه وکړي"

هغه وايي: موږ ډېر څه نشو کولای، خو مهمه دا ده چې دا ټول شیان په تېره بیا شفاهي دودونه ثبت کړو. موږ باید خپلو سپین ږیرو سره چې زموږ ژوندۍ خزانې دي مرکې وکړو.

"کلتوري میراث اوس زموږ هدف دی، باید موږ سره منظم شو. موږ باید په دې هکله راتلونکی نسل بیداره کړو، ځکه چې راتلونکي کې به د کلتوري میراث د ساتنې مسولیت د هغوی پر غاړه وي"

ورته مطالب