د اوباما پر لور مین

Image caption ښاغلی کېپرانو وايي خپله دا غوښتنه یې د کورنۍ له غړو سره شریکه کړې او هغوی ورسره د مرستې ژمنه کړې.

د کېنیايي ورځپاڼو د راپورونو پر بنسټ یوه کېنیايي قانون پوه د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته د لور د واده په بدل کې ۵۰ غواګانې، ۷۰ پسونو او ۳۰ اوزې منلي.

دغه قانون پوه چې فېلېکس کېپرانو نومېږي ویلي، غواړي د بارک اوباما له ۱۶ کلنې لور مالیا سره واده وکړي.

نوموړي د نایروبي له یوې سیمه اییزې ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل

"زه له ۲۰۰۸م کال راهیسې پر هغې (د اوباما لور) مین یم. هغه وخت بارک اوباما د لومړي ځل لپاره د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند و او لور یې مالیا ۱۰ کلنه وه"

نوموړی وايي له هغه راهیسې یې له هېڅ یوې نجلۍ سره انډیوالي نه ده کړې ځکه غواړي خپلې مینې ته ژمن واوسي.

ښاغلی کېپرانو وايي خپله دا غوښتنه یې د کورنۍ له غړو سره شریکه کړې او هغوی ورسره د مرستې ژمنه کړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې، نیت لري خپله دا غوښتنه د یوه لیک په شکل ولسمشر اوباما ته واستوي.

"زه ولسمشر اوباما ته د یوه لیک په استولو فکر کوم او هیله مې دا ده چې ښاغلی اوباما به د راتلونکی جولای په میاشت کې کېنیا ته د خپل لومړي سفر پر مهال خپله لور مالیا له ځانه سره راولي"

د ولسمشر اوباما کېنیایۍ نیا چې عمر یې له ۹۰ کالو اوښتی لا هم د جنوبي کېنیا په کوګېلو سیمه کې اوسي.

ښاغلي فېلېکس کېپرانو دا خبره رد کړې چې ګواکې دی د شهرت او پیسو تږی دی.

"خلک به فکر کوي چې زه غواړم ځان مشهور کړم او یا د ولسمشر اوباما د کورنۍ شتمنۍ پسې یم. خو نه دا خبره نه ده، زما مینه رېښتينې ده"