د سلګونه زره کاله پخوانۍ وژنې ثبوتونه

د انځور حقوق na
Image caption ماهرین وايي د وژل شوي انسان پر سر د یوې الې په وسیله ګوزارونه شوي

ماهرین وايي د هسپانیا یوه غار کې موندل شویو انساني هډوکو نه جوتیږي، چې دغه انسان څلورسوه دېرش زره کاله مخکې وژل شوی دی. ماهرینو دغه ثبوتونه د یوې ککرۍ هډوکو له معاینې وروسته موندلي، چې د (هډوکو کندې ) نومي ځای نه را ایستل شوي دی.

دغه غار کې لږ تر لږه د ۲۸ کسانو هډونه موجود دي. د ککرۍ هډوکو له معاینې وروسته ساینسپوهان دغې پایلې ته رسیدلي، چې د ککرۍ په هډوکو کې شته درزونه ښيي، چې پر دغه کس د وژلو لپاره یو شمېر ګوزارونه شوي دي.

پایلې ( پي ایل او ون ) نومي مجلې خپرې کړې دي. ساینسپوهان وايي که یوه لور ته له پایلو جوتیږي، چې دغه غار کې ولې په ورته مهال اته ویشت کسان موجود وو، نو بل پلو دا هم معلومیږي، چې زور زیاتي له ډېر پخوا نه د انسانانو ټولنه کې موجود و.

نړیوالو ساینسپوهانو د دغې ککرې د معاینې لپاره د طبي عکس اخیستني عصري الات کارولي دي. پر کمپیوټر د ککرۍ د دوو برخو یو ځای کولو پر مهال معلومه شوه، چې پر دواړو برخو یو ډول ګوزارونه شوي، چې د ماهرینو په اند ګوزارونه هم د یوې الې په وسیله شوي دي.

د هسپانیا په هغه سیمه کې، چې دغه پاتې شوني موندل شوي دي ساینسپوهان له دریو لسیزو راهیسې په پلټنو بوخت دي. ۲۰۱۳ کال کې دوی په هغه ځای کې له شته هډوکو په ډي این اې ایستلو بریالي شول، چې پایله کې یې دوی وویل دغه هډوکي د نیندرتهل توکم د انسانو دي، چې چې لرغونې زمانه کې یې ژوند کاوه.