د "فیفا" مشرتابه ټاکنې څه ډول ترسره کېږي؟

د انځور حقوق AFP
Image caption ۷۹ کلن سېپ بلاټر وایي، په فیفا کې به روڼوالی راولي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا د مشرتابه لپاره نن په زیورېخ کې ټاکنې ترسره کېږي.

اوسنی مشر سېب بلاټر به د اردني شهزاده علي سره سیالي کوي.

خو د فیفا د مشرتابه په ټاکنو کې رایه څه ډول اچول کېږي، دواړه نوماندان څه پیغام لري او د خلکو تمې څه دي؟

دا دوه نوماندان څه پیغام لري؟

۷۹ کلن سېپ بلاټر وایي، په فیفا کې به روڼوالی راولي. اعتبار به یې بېرته پر ځای کوي او له ټولو هېوادونو او فدراسیونونو سره به یو ډول چلند کوي.

د نوموړي فلسفه دا ده چې وایي فوټبال د ټولو لپاره دی.

شهزاده علي بیا وایي چې له اداري سرخوږیو او جنجالونو به پام بېرته د فوټبال لوبې خوا ته را ګرځوي.

دی وایي چې روڼوالی به راولي او د فیفا بودیجه به په مساوي توګه د هېوادونو ترمنځ ویشي.

رایه اچونه څه ډول ترسره کېږي؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption شهزاده علي بیا وایي چې له اداري سرخوږیو او جنجالونو به پام بېرته د فوټبال لوبې خوا ته را ګرځوي.

رایه اچونه به پټه وي. یعنی څوک به تر وروستۍ شېبې نه پوهېږي چې کوم هېواد یا فدراسیون کوم نوماند ته رایه ورکړه.

د فیفا ۲۰۹ غړي هېوادونه ټول د یوې رایې حق لري. لومړی به هغه هېوادونو رایه ورکوي چې نوم یې له الف یا انګلیسي توري (ای) څخه پیل کېږي.

که په لومړي پړاو کې کوم نوماند دوه پر درې برخه رایه واخلي نو ګټونکی دی.

که داسې ونه شول نو رایه اچونه به دویم پړاو ته وغځېږي او په دویم پړاو کې به ګټونکی هغه څوک وي چې رایې یې ډیرې وي.

نو اټکلونه څه دي چې څوک به چا ته رایه ورکوي؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption که څه هم رایه اچونه پټه ده خو د نړۍ د شپږو لویو وچو فدراسیونونو وار د مخه ویلي چې چاته به رایه ورکوي

په دې اړه څه ویل ګران کار دی. که څه هم رایه اچونه پټه ده خو د نړۍ د شپږو لویو وچو فدراسیونونو وار د مخه ویلي چې چاته به رایه ورکوي.

هر هېواد د خپلې وچې په عمومي فدراسیون کې شامل دی.

د اروپایي هېوادونو د فدراسیون مشر مېشل پلاټیني تېره ورځ وویل چې ډېری اروپایي هېوادونه به د اردن شهزاده علي ته رایه ورکوي.

افریقايي او آسیایي هېوادونو بیا اعلان کړی چې د سېپ بلاټر ملاتړ به کوي. خو آسترالیا بیا وایي چې شهزاده علي ته به رایه ورکوي.

د شمالي امریکا هېوادونه هم د سېپ بلاټر ملاتړي ښکاري. خو سویلي امریکا هېڅ اشاره نه ده کړې چې رایه بې یې چاته ځي.

باید یادونه وکړو چې ځيني هېوادونه ښایي هېڅ رایه ورنه کړي. په تېرو ټاکنو کې هم د انګلستان په ګډون شپږو هېوادونو خپله رایه نه وه کارولې.

بله دا چې هېوادونه یا فدراسیونونه کولای شي له رایه اچونې سره مخالفت وکړي.

که چېرې شل سلنه هېوادونه مخالف وي نو بیا د فیفا د مشرتابه د کومېټې یوه بېړنۍ عمومي غونډه باید په راتلونکو دریو میاشتو کې را وبلل شي او پر ستونزه له سره غوره وشي.

ورته مطالب