بریتانیا له اروپا څه غواړي؟

د بریتانیا لومړي وزیر، ډیوېډ کامرون د هېواد په و روستیو عمومي ټاکنو کې ژمنه کړې وه چې په اروپايي ټولنې کې د بریتانیا د غړیتوب شرایطو د سمون لپاره به هڅې وکړي.

اوس چې د ده محافظه کاره ګوند په غوڅ اکثریت سره په ټاکنو کې بریالی شوی هیله من دی چې بروکسل کې د اروپايي ټولنې چارواکو سره خبرو اترو کې به لاس ته راوړنې ولري.

ډیوېډ کامرون ویلي که د ده غوښتنې ومنل شي په اروپايي ټولنې کې د بریتانیا د پاتې کېدو لپاره به کمپاین وکړي.

هغه دا هم ویلي چې د ۲۰۱۷ کال ترپایه به په اروپايي اتحادیه کې د بریتانیا د پاتې کېدو یا نه پاتې کېدو په اړه ټولپوښتنه هم ترسره شي.

بریتانیا څه غواړي؟

ښاغلي کامرون ویلي چې له خبرواترو وړاندې نه غواړي د خپلوغوښتنو بشپړ جزیات څرګند کړي خو په خپلو یو لړ ویناګانو او د ورځپاڼو په مقالو کې ېې ځینې داسې نښې نښانې ښودلي چې کله د اروپايي ټولنې مشرانو سره خبرو اترو ته ورځي، غوښتنې به ېې څه وي.

غوښتنې:

  • بریتانیا ته اجازه ورکړل شي چې د اروپايي ټولنې په دې هیلې کې برخه وانه خلي چې وايي د اروپايي ټولنې دا اتحاد باید ورځ په ورځ لا هم نژدې شي.
  • له اروپايي اتحادیې څخه بریتانیا ته د راغلیو کډوالو لپاره دې، که په کار بوخت وي او که نه وي، د وړیا دولتي مرستو ترلاسه کولو په برخه کې محدودیتونه ولګول شي.
  • ملي پارلمانونو ته دې نور واکونه ورکړل شي چې وکولای شي په خپلو هېوادنو کې د اروپايي ټولنې د قوانینو مخه ونیسي.
  • د اروپايي ټولنې د پرله پسې پراختیا او د نویو غړو د شاملېدو ملاتړ کوي، خو د پراخو ډله ییزو کډوالو د مخنیوي لپاره دې نوي میکانیزمونه او طرزالعملونه جوړشي.
  • د تجارت په وړاندې دې بېځایه خنډونه او ځنډونه نه وي او بروکسل دې له حده زیاته مداخله نه کوي، نویو بازارونو ته لاس رسی او امریکا او آسیا سره تجارتي معاملې دې له ګړندیو لارو ترسره شي.
  • د لندن مالي بازارونه دې د اروپايي اتحادیې له قوانینو څخه خوندي وساتل شي.
  • داسې لارې چارې دې وسنجول شي چې د یورو زون غړي هېوادونه ونشي کولاې د اروپا د واحد بازار بدلونونه پرهغو هېوادونو تحمیل کړي چې د یورو زون غړي نه دي.

ښاغلی کامرون نور څه غواړي؟

لومړي وزیر ویلي بریتانیا به د اروپايي پوځ د جوړېدو پر لور هر ډول ګامونو په وړاندې مقاومت وکړي او دی غواړي چې د بریتانیا د پولیسو ځواکونه د اروپايي اتحادېې له مداخلې نه آزاد کړي.

هغه دا هم ویلي چې په یورو (د اروپايي پیسو واحد) کې به ګډون ونه کړي.

خو د اروپايي اتحادیې د ټولنیزو چارو تګلارې په اړه یې ډېر ټینګار نه دی کړی، لکه په اونې کې د اعظمې کچې ۴۸ ساعتو کار کولو، د زېږون په وخت کې د میندو د رخصتیو او د غیر توپیري چلند د مقرراتو په اړه.

ټولپوښتنه به څه وخت کېږي؟

د بریتانیا د حکومت رسمي دریځ دا دی چې د ۲۰۱۷ کال تر پایه پورې به یوه ټولپوښتنه کیږي، خو د لومړي وزیر د دفتر سرچینو ویلي: "که وکولی شو له وخت نه وړاندې به یې وکړو"

داسې اټکلونه هم شته چې وايي ډیوېد کامرون غواړي په ۲۰۱۶ کې ټولپوښتنه ترسره کړي، ځکه چې په ۲۰۱۷ کې په فرانسې او جرمني کې عمومي ټاکنې کېدونکې دي.

له وخت نه مخکې ټولپوښتنه به هغه کسان په غوسه کړي چې له اروپايي اتحادیې څخه د بریتانیا وتل غواړي.

هغوی باور لري چې دوی به کافي وخت ونه لري چې خلکو ته خپل استدلال وړاندې کړي او یا د کومو با مفهومه امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره خبرې اترې وکړي.

د ټولپوښتنې پوښتنه به څه ډول وي؟

په هرې ټولپوښتنې کې د پوښتنې ډول ډېر مهم دی او په دې هکله همدا اوس یو بحث روان دی.

د ټولپوښتنې په اړه هغې لایحې کې چې محافظه کاره ګوند په ۲۰۱۳ کال کې وړاندې کړې وه د داسې یوې پوښتنې وړاندیز شوی: "آیا تاسو فکر کوئ چې بریتانیا باید د اروپايي اتحادیې د غړي په توګه پاتې شي؟"

ځینو کسانو ویلي چې دا ډول پوښتنه تر حده زیاته د اوسني موجود حالت پر لور کږه ده، او خلک هڅوي چې د هو ځواب ورکړي.

انتخاباتي کمیسیون ویلي چې دا پوښتنه په کافي اندازه روښانه او نېغه نه ده.

انتخاباتي کمیسیون د دې ډول پوښتنې وړاندیزکړی: "آیا بریتانیا باید د اروپايي اتحادیې د غړي په توګه پاتې شي؟"

د بشري حقونو د اروپايي محکمې په اړه څه ویل شوي؟

نوی محافظه کاره حکومت به هڅه کوي چې د بشري حقونو اروپايي قانون پر ځای د بریتانیا لپاره د بشري حقونو خپل ځانګړی قانون جوړ کړي.

د بشري حقونو اروپايي محکمه د اروپايي اتحادیې یوه موسسه نه ده بلکې هغه د اروپا د شورا له خوا جوړه شوې.

د اروپا شورا ۴۷ غړي لري چې روسیه او اوکراین هم په کې شامل دي.

د تګ راتګ د آزادۍ په هکله څه ویل شوي؟

په اروپا کې د خلکو آزاد تګ راتګ، د اروپايي اتحادیې د تړونونو یوه برخه ده.

د اروپا د واحد اقتصادي بازار درې نورې آزادي ګانې د تجارتي مالونو، پانګې او خدمتونو آزادي ده.

ښايي چې اروپايي مشران به د دغو خپلواکیو پر ساتنې ټینګ ودرېږي.

ښاغلي کامرون تر اوسه په مستقیمه توګه د خلکو د تګ راتګ مخه نه ده نیولې خو هڅه کوي کډوالو ته وړیا دولتي مرستې کمي کړي.

د وړیا دولتي مرستو په اړه د ښاغلي کامرون غوښتنې څه دي؟

ښاغلي کامرون په تېر نومبر کې په خپلې یوې وینا کې بریتانیا ته له اروپايي هېوادو څخه د راتلونکو کډوالو د شمېر د کمولو لپاره یو لړ اقدامات بیان کړل.

مهم ټکي یې دا و:

  • د دې لپاره چې اروپايي کډوال وکولاې شي په بریتانیا کې د کار کولو په وخت کې دولتي مالي مرستې لکه مالېې د کمولو، یا دولتي کورونو تر لاسه کولو په برخه کې مرستې ترلاسه کړي باید څلور کاله انتظار وباسې.
  • کډوال به نه پريږدي چې د خپلو ماشومانو لپاره چې له بریتانیا بهراوسیږي دولتي مالي مرستې ترلاسه کړي.
  • که کډوال ونه شي کولای تر شپږو میاشتو په بریتانیا کې دنده پیدا کړي، له هېواده به وایستل شي.
  • کډوال به نشي کولای د خپلو کورنیو هغه غړي چې د اروپايي ټولنې اتباع نه دي بریتانیا ته راولي.
  • له اروپايي اتحادیې څخه راغلي هغه کسان به چې بریتانیا کې کار لټوي ونه شي کولای ځینې دولتي مالي مرستې لکه یونیورسال کریدیت ترلاسه کړي.
  • د محکوم شویو جنایتکارانو له هیواده شړلو کار به ګړندی کړي.
  • هغه کسان به چې بریتانیا کې د سوالګرۍ یا ګدايۍ کولو او یا درغلۍ له امله شړل شوي وي د اوږدې مودې لپاره پرې نږدي چې بیا بریتانیا ته راشي.
  • د اروپايي اتحادیې د نویو غړیو هیوادو خلک به تر هغو پورې بریتانیا کې کار کولو ته نه پرېږدي چې د هېوادونو اقتصادونه یې له اروپايي اتحادیې سره ښه نژدې شوي نه وي.

اروپايي مشرانو څه ډول غبرګون ښودلی؟

د اروپايي کمیسیون مشر، ژان کلاود یونکه، ویلي چمتو دی چې د ښاغلي کامرون سره کار وکړي او په اروپايي اتحادیې کې د بریتانیا لپاره یوې منصفانه معاملې ته سره ورسېږي.

د نورو اروپايی هېوادو مشرانو مخکې خبرداری ورکړی و چې د بریتانیا د غوښتنو لپاره ښايي د اروپایي اتحادیې د تړونونو بدلون و نه مني، خو د بریتانیا په وروستیو عمومي ټاکنو کې د ښاغلي کامرون د بریالیتوب له امله ښايی د هغه دریځ یو څه پیاوړی شوی وي.

د اروپايي اتحادیې یو مشر د ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې:"اوس دا تر ډېره حده د بریتانویانو کار دی چې ووايي، څه غواړي؟"

مهم شخصیت به د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل وي چې لیواله ده بریتانیا په اروپايي اتحادیې کې وساتي خو تر اوسه پورې یې د دې کار لپاره بریتانیا ته کوم ستر امتیازات نه دي ورکړي.

داسې اندېښنې شته چې د اروپايي اتحادیې د ځینو تړونونو منل او د ځیو نه منل به د هغې انسجام او پیوستون کمزوری کړي.

لانجمن ټکي کوم دي؟

ښاغلي کامرون ویلي شک نشته چې هغه اصلاحات به چې دی یې غواړي د اروپايي اتحادیې په تړونونو کې بدلونونو ته اړتیا ولري، خو د دې کار لپاره به د اروپايي اتحادیې د ټولو غړو ملاتړ او د رایو اتفاق په کار وي، او د دې ترسره کېدل به ښايي په هغه مهلت کې ممکن نه وي چې د ۲۰۱۷ کال تر پایه په بریتانیا کې د ټولپوښتنې لپاره ټاکل شوی.

په اروپا کې د خلکو آزاد تګ راتګ په اړه د اروپايي اتحادیې د قوانینو بدلولو هر ډول هڅې به د ځینو غړیو هېوادونو د کلک مقاومت سره مخامخ شي، په تیره بیا د ختیځې اروپا هیوادونو له خوا. ښاغلي یونکه ویلي چې د آزاد تګ راتګ پر موضوع خبرې اترې شونې نه دي.

ښاغلي کامرون ته به سخته وي د خپل دې وړاندیز په اړه د ټولوغړیو هېوادونود رایو په اتفاق هوکړه ترلاسه کړي، چې وايي اروپايي کډوال کارګر دې بریتانیا کې د وړیا دولتي مالي مرستو ترلاسه کولو لپاره څلور کاله انتظار وباسي.

د اروپايي اتحادیې د ختیځې اروپا غړي ښايي د دې مخالفت وکړي او دا د هغوی د اتباعو پر ضد یوه توپیري رویه وبولي.

همداراز د اروپايي اتحادیې له قوانینو څخه د لندن د مالي بازار دخوندي ساتلو هڅې هم ښايي د نورو اروپايي مشرانو خوښې نشي.

ښايي د ښاغلي کامرون ټولې غوښتنې ونه منل شي، خو داسې بېلګې شته چې په تیر وخت کې د ځینو هېوادو د ځانګړو اندېښنو په خاطر ځینې تړونونه بدل شوي دي، لکه د لیزبون په تړون کې د آیرلینډ لپاره ځانګړې ضمیمه پروتوکول.

که ښاغلی کامرون ونه شي کولای هغه بدلونونه چې غواړي ترلاسه کړي، څه به کېږي؟

له ښاغلي کامرونه په وار وار دا پوښتنه شوې چې که اروپايي مشرانو سره خبرو اترو کې لاس ته راوړنې ونه لري، په راتلونکي ریفراندوم یا ټولپوښتنه کې به له اروپايي اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو لپاره کمپاین وکړي که نه؟ هغه صرف دومره ویلي چې: "هېڅ شی نه ردوي"

د محافظه کار ګوند نور پارلماني غړي څه غواړي؟

پارلمان کې د محافظه کار ګوند ځینې نور وکیلان وايي که په مذاکراتو کې ښاغلی کامرون بریالی شي او که نه، دوی غواړي چې بریتانیا له اروپايی اتحادیې څخه ووځي.

ښايي د وکیلانو یوه لویه ډله د هغو امتیازاتو په پرتله چې ښاغلی کامرون ېې تراوسه په لټه کې دی نور زیات امتیازات وغواړي.

یو مشر محافظه کاره وکیل، ډیوېډ ډیویس، چې ۲۰۰۵ کال کې د ګوند د مشرتوب لپاره د ښاغلي کامرون سره سیالۍ کې ناکامه شوی و، د ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې ته ویلي چې اکثریت محافظه کار وکیلان له ښاغلي کامرون غواړي له اروپايي مشرانو سره مذاکراتو کې پر دې ټینګار وکړي چې بریتانیا ته دا حق ورکړل شي چې ځینې اروپايي قوانین په بریتانیا کې پلي نه کړي.

لومړي وزیر ویلي له اروپايي اتحادیې څخه د بریتانیا له وتلو پرته به دا کار ممکن نه وي.

ښاغلي ډیویس ادعا کړې که لومړی وزیر د دوی وړاندیزونه ونه منی نو د ۳۳۲ محافظه کارو پارلماني وکیلانو له جملې څخه ۶۰ تنه به چمتو وي چې مخالفت وکړي او له اروپايي اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو په پلوي رایه ورکړي.

آیا د اروپايي اتحادیې په اړه ټولپوښتنه کې به د کابینې وزیران د آزادې رایې حق ولري؟

د ګراهام براډي په نامه د محافظه کارو وکیلانو یوې کمیټې مشر چې غړي یې وزیران نه دي، له ډیوېډ کامرون غوښتنه کړې چې د وزیرانو په ګډون پارلمان کې د محافظه کار ګوند ټولو وکیلانو ته اجازه ورکړي چې د اروپايي اتحادیې په اړه ټولپوښتنه کې په آزاده توګه رایه واچوي.

په جنوري کې ښاغلي کامرون خبرداری ورکړ چې که اروپايي مشرانو سره خبرو اتروکې د ده غوښتنې ومنل شي او هغه اصلاحات چې دی یې غواړي ترلاسه کړي، نو که د کابینې هر برحاله وزیر وغواړي له اروپايي اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو لپاره کمپاین وکړي، باید خپله حکومتي څوکۍ پرېږدي.

په ۱۹۷۵ کې، اروپايي اتحادیه، د اروپا اقتصادي ټولنه نومیده. هغه وخت په دې ټولنې کې د بریتانیا د غړیتوب په اړه یوه ټولپوښتنه وشوه.

وزیرانو نشوای کولاې په خپل منځ کې اتفاق وکړي او په یو نظر شي نو ځکه د حاکم کارګر ګوند لومړي وزیر، هارولډ ویلسن، پرېکړه وکړه چې ګډې فیصلې ته نشو رسیداې نو هر وزیر دې په آزاده توګه خپله رایه وکاروي او که غواړي یو د بل پر ضد رایه اچولاې شي.

لومړي وزیر هارولډ وېلسن او اکثرو وزیرانو په اروپايي ټولنې کې د بریتانیا د پاتې کیدو په پلوي د ’هو’ رایه ورکړه او د ۶۷٪ رایو په ترلاسه کولو بریالي شول.

ورته مطالب