د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ او د سروزرو کمود جنجال

د انځور حقوق EPA
Image caption ولسمشر رجب طیب اردوغان دا ادعاوې هم رد کړي چې ګواکې د ترکیې د مالیه ورکوونکي ولس پیسې یې د تشنابونو په ښکلا او زېبایي لګولي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مهم سیال ګوند مشر ولسمشرۍ ماڼۍ ته وربللی چې ورشي او کمودونه دې وګوري.

د ترکیې د خلکو جمهوري ګوند مشر کمال کلېچ داراولو وړاندې ادعا کړې وه چې په نوې ولسمشرۍ مانۍ کې د سرو زرو کمودونه جوړ شوي.

ښاغلي اردوغان د کمال کلېچ داراولو دغه ادعا رد کړې او نوموړي ته یې بلنه ورکړې چې ماڼۍ ته ورشي او هر څه په خپلو سترګو وګوري.

ولسمشر رجب طیب اردوغان دا ادعاوې هم رد کړي چې ګواکې د ترکیې د مالیه ورکوونکي ولس پیسې یې د تشنابونو په ښکلا او زېبایي لګولي.

نوموړي ویلي که چا په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سرو زرو یو کمود هم وموند نو په وینا یې دی به د ولسمشرۍ له دندې لاس په سر شي.

رجب طیب اردوغان د ترکیې ملي ټلویزیون ته وویل

"هر هغه څوک چې دا ادعاوې کوي، زه ورته بلنه ورکوم چې د مهربانۍ له مخې ولسمشرۍ ماڼۍ ته راشي، هر څه دې په خپلو سترګو وګوري. که چا د سروزرو یو کمود هم وموند نو زه به د ولسمشرۍ له دندې استعفا وکړم. خو که چېرته یې ونه موندل نو آیا دی به د خلکو جمهوري ګوند له مشرۍ استعفا وکړي"

Image caption دا ماڼۍ د روسیې له کرېملېن او د امریکا له سپینې ماڼۍ هم لویه ده.

د ترکیې د خلکو جمهوري ګوند مشر کمال کلېچ داراولو تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نه دی ښوولی.

نوموړي په ترکیه کې د جون په اوومه نېټه د کېدونکو ټاکنو وړاندې څو ځل د اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان د ژوند په طرز ګڼې نیوکې کړي.

ښاغلی اردوغان له تېرې څه باندې یوې لسیزې راپدېخوا د ترکیې په سیاست کې مخکښ رول لري.

نوموړي په پلازمېنې انقره کې د څه باندې ۶۰۰ مېلیون ډالرو په لګښت د ولسمشرۍ نوې ماڼۍ جوړه کړه.

دا ماڼۍ د روسیې له کرېملېن او د امریکا له سپینې ماڼۍ هم لویه ده.

ورته مطالب