ګودر غاړه: پر اولادونو د میندو پلرونو اغېز

Image caption د میندو پلرونو کار یوازې د اولادونو راوړل نه دي بلکې سمه تربیه او پالنه یې هم د دوی غټ مسولیت دی.

پخوا به میندو او مشرانو ماشومانو ته د کیسو په بڼه نصیحت کاوه، لکه د نیکي او بدي نکل، د بوډۍ، باد او لمر، او داسې نورې فولکلوریکې کېسې.

په دې ډول به یې ماشومان له بدو کارونو منع کول او د ناوړه کارونو بدې نتیجې به یې ورته ښودلې چې پرماشومانو به هم هغو نکلونو ښه اغېزه کوله، له بدۍ به یې ځان ساته او هڅه به یې کوله چې د نېکو کارو غوندې واوسي او له هر چا سره ښېګڼه او نیکي وکړي.

اوس په دې بوخت دور کې څوک وړو ته داسې له پند او نصحیت ډک نکلونه نه کوي، په ښارونو کې چې برېښنا او تلویزیون شته، مشران خپله هندي سریالونه ګوري، او دې ته نه دي وزګار چې ماشومانو ته تاریخی نکلونه وکړي، او کوچنیان هم په کمپیوټر او ګیمونو مصروف وي.

په کلیو کې هم هغه پخوانی دود له منځه تللی، څومره چې سهولتونه او د ژوند اسانتیاوې زیاتېږي، دومره لټي او بې پروایي هم ورسره زیاتېږي، چې دا بې پامۍ ټولنې ته د سمو او با ادبه وګړيو د وړاندې کولو پرځای، بې لارې، دروغجن او بې ادبه وګړي وړاندې کوي.

که چېرې د ماشومانو د ښې تربيې لپاره له پند او نصیحت ډک فلمونه، ډرامې او کیسې چمتو کړای شي، نو د هغوی ذهنونه او فکرونه به هم په مثبت ډول وروزل شي او ګرده ټولنه به ورسره هوسا او نېکمرغه شی.

د میندو پلرونو کار یوازې د اولادونو راوړل نه دي بلکې سمه تربیه او پالنه یې هم د دوی غټ مسولیت دی.

ما ته هغه یوه کلیواله رایاده شوه چې خپلو زامنو ته یې ویل ډېر او قوي خواړه خورئ چې بیا دا ټول کلیوال راچپه کړئ او څوک مقابله درسره ونه شي کړی.

دی د دې پرځای چې زامنو ته ادب، تعلیم، تربیه او څه هنر وروښایي، د خپلو کلیوالو د راڅملولو درس یي ورکاوه. د خوړو سپارښتنه یې هم په دې نیت نه ورکوله چې صحت یې ښه شي، ښه کارونه وکړي، سبق ووایۍ او د خواروغریب سره مرسته وکړي، په لوی لاس یې منفي کړنو او بداخلاقی ته هڅول، چې څنګه خلک چپه کړي او څنګه وهل او ډبول وکړي.

هغه وخت خو یي زامن ماشومان وو کېدای شي همدې ناوړه خبرو پرې اثر کړی وی، اخر داسې بلاوې ترې جوړې شوې، چې کلی خو څه کوې سیمه ترې ناکراره وه، چې کله نا کله به یې په خپلې مور پسې هم کوتک راواخیست، او داسې پوزغوڅي ترې جوړ شول چې همغه مور یې پرې شرمېدلې او زړه چاودلې شوه.

ماشومان د لویانو له خبرو او کړنو ژر اغیزمن کېږي، په تېره بیا د مور او پلار له خبرو او کړو وړو.

که د کوچنیانو روزنې او پالنې ته په هوښیارۍ سمه پاملرنه ونه شي نو د خپل ځان او نورو لپاره به عذاب ترې جوړ شي.

خو که شعور، مثبت فکر او نیک ذهنیت ورکړل شي، خپل ځان، کورنۍ، ټولنې او هېواد ته به په ښه راشي، د نورو لپاره به هم یوغوره مثال وي او مور او پلار به یې هم پرې سرلوړي وي.

یوې مېرمنې راته کیسه کوله: کلونه وړاندې چې له افغانستان نه امریکا ته راغلو اولادونه مې واړه وو، خو څوکاله پس مشران اولادونه مې چې یو څه غوټکي وو، وروسته له ښوونځي به یې زما او له پلار سره په یوه سټور کې کار کاوه، په دې ډول مو یو څه پیسې ټولې کړې، او په دې فکر و چې چېرته پرې یو کاروبار پیل کړو چې په راتلونکی کې مو په ښه راشي.

یوه ورځ فلانی خدای وهلي چې په هره خبره کې خدای او رسول ص یادوي او ږیره یې هم اوږده کړې، ویل چې دلته یو رستورانت دی اخلم یې خو که د چا سره پیسې وي چې په شریکه کار پیل کړو.

زما خاوند ورته ویلي: راځه چې دواړه شریک شو، خبرې یې په جومات کې کړې وې او نېغ کور ته راغلل.

خاوند مې راته کړل څه پیسې چې کور دي هغه راواخله او دا دي له بانک مې هم راوایستلې، دی رستورانت اخلي او په شریکه به دا کار پیل کړو.

لنډه به درته وایم پیسې مو په کور کې ورکړې چې زه، اولادونه او خاوند مې ټول موجود وو. لور مې ویل: ودرېږۍ فلاني پسې به زه ووځم چې راشي او د هغه مخکې دا معامله وشي. خو ده بې له ځنډه وویل: ځه تر الله تعالی لوی شاهد نشته، الله تعالی مو ګوري.

دې ویل چې موږ هم وویل سمه ده چې ده الله تعالی شاهد کړ، څه مه وایه. پیسې یې یوړې، خو هغه دي نن تر ننه ولاړ، نه رستورانت شو او نه ګټه. دې له درده وویل: ګوره د دنیا مال هم بد شی وي، پیسې وې او اولادونو مې په وړو منګولو راسره ګټلې وې، ښېرا به مې وکړه، ان اولادونو او کورنۍ ته به مې یې ښېرا وکړه، خو سږ کال چې حج ته ولاړم هلته هم را یاد شو، غوښتل مې ښېرا ورته وکړم خو له الله تعالی زهیره شوم او یوازې دومره مې وویل یا لویه او مهربانه خدایه ته ګواه یې.

زه ورته خپه شوم، چې دوی اعتبار ورباندې کړی و او هغه دومره دوکه ورکړې وه.

د مشرانو دغسې دروغ او ګڼکپئ چې کشران او ماشومان وویني نو هغوی یې هم ترې زده کوي او د ښو بدو په تمیز کې بې تفاوته کیږي.

ورته مطالب