لېفټونو کې د تشناب او د څښاک اوبو اسانتیا

Image caption دا وړاندیز وروسته له هغې شوی چې د تیرې شنبې په ورځ جاپان د ۷.۸ رېکټر کچې زلزلې ولړځاوه.

په جاپان کې د ډېرو زلزلو له کبله اوس جاپاني حکومت پتېیلې چې د هغو خلکو لپاره په لېفټونو کې د بېړني تشناب او د څښاک لپاره د پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې کړي چې د زلزلې له کبله دننه په ودانیو کې بند پاتې کېږي.

د جاپان خبري اژانس کیوډو د خبر پر بنسټ د جاپان د ودانیزو چارو وزارت د شخصي سکتور له چارواکو سره لیدلي او په دې اړه یې ورسره خبرې کړي.

دا وړاندیز وروسته له هغې شوی چې د تیرې شنبې په ورځ جاپان د ۷.۸ رېکټر کچې زلزلې ولړزاوه.

د شنبې د ورځې زلزلې پر وخت په پلازمېنه ټوکیو کې شاوخوا ۲۰ زره لېفټونو کار پرېښود.

یو کس آن تر یوه ساعته په لېفټ کې بند پاتې و.

په ۲۰۱۱م کال کې په جاپان کې د ويجاړوونکې زلزلې له کبله ډېر خلک په لېفټونو کې آن تر نهو ساعتونو بند پاتې و.

اوس حکومت دا وړاندیز کړی چې د ودانیو په لېفټونو کې د بيړنۍ کارونې لپاره ګرځنده تشنابونه او د څښاک لپاره د پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې کړای شي.

په جاپان کې وخت نا وخت زلزلې کېږي.

کارپوهان وايي چې په راتلونکو کلونو کې د دې شونتیا شته چې پلازمېنه ټوکیو د یوې درنې او سختې زلزلې شاهده وي.

او د شمېرو له مخې که داسې سخته زلزله کېږي نو ښايي آن تر ۱۷زره خلک په لېفټونو کې ایسار پاتې شي.

ورته مطالب