د ایران سخت دریځي د بیان ازادي محدودوي

Image caption سیمه ییز امام د راتلونکي کنسرت پر ضد اعتراض وکړ

کله چې د ایران د موسیقۍ یوه نامتو ستوري مهدي احمد وند اعلان وکړ چې د مې په میاشت کې به د هېواد د جنوب لویدیځ په یوه کوچني ښار ماهشهر کې دوه شپې کنسرت ورکوي، په خلکو کې یو څرګند هیجان او لېوالتیا لیدل کېده. د کنسرت ۱۰۰۰ ټکټونه ډېر ژر وپلورل شول.

له خوښۍ ډکو مینه والو د ښاغلي احمد وند په فیسبوک پاڼې کې پیغامونه خپاره کړل او په کنسرت کې یې د ګډون لپاره خپله لیوالتیا وښوده.

خو کله چې یوه سیمه ییز امام له دې پلانونو خبر شو، د جمعې ورځې د لمانځه په وینا کې یې دا پلان شوی کنسرت په سختو ټکو وغنده.

امام خپله پر سندرغاړي باندې کوم اعتراض نه درلود بلکې دغندنې هدف یې هغه کنسرت و چې ټاکل شوې وه نارینه او ښځې دواړه په کې ګډون وکړي، ښځینه موسیقي غږونکو به هم په کې برخه درلوده.

که څه هم په ایران کې دواړو دغو شیانو ته اجازه شته او د کنسرت تنظیمونکو له اړوندو چارواکو څخه اجازه هم اخیستې وه، امام ویل چې دا ډول کنسرت به اسلامي ارزښتونو ته زیان ورسوي.

امام په غوسې وویل: ’’لومړی هغوی ښځینه موسیقي غږونکې راولي، بیا به هلته ښځینه نڅاګرې هم وي او ښځې به غواړي چې سندرې هم ووايي’’.

څو ورځې وروسته د سیمې د افراطي محافظه کارو مذهبي ډلو څخه په لسګونو ځوانان د کنسرت پر تالار د اعتراض لپاره رامات شول او هلته یې دعاګانې او لمونځونه کول.

کنسرت لغوه شو.

نوی دود

د ایران په اسلامي جمهوریت کې ایراني موسیقي غږونکي تل مجبوره وو چې د عمومي کنسرتونو په اړه سختو قوانینو کې یوه لاره پیدا کړي، خو څارونکي وايي د ماهشهر پېښه د یوه نوي دود برخه ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption مهدي احمد وند په ایران کې یو نامتو ستوری دی

سږ کال د سخت دریځو د فشار له امله په لسګونو کنسرتونه، لکچرونه او نور پلان شوي فرهنګي فعالیتونه لغوه شوي، سره له دې چې اړوندو چارواکو ورته اجازه ورکړې وه.

په ټول هېواد کې د کنسرتونو په تالارونو او پوهنتونونو کې همدغه حال و.

د مې په لومړیو ورځو کې د پوهنتونونو له ۷۰۰ زیاتو پروفیسرانو او استادانو پر اکاډیمیکو او علمي آزادیو باندې د دې کار د اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د هېواد ولسشمر، د قضا مشر او د پارلمان مشر ته یې یو پرانیستی لیک واستوه.

په لیک کې ویل شوي و چې: ’’پوهنتونونه د پوهې په پرمختګ کې مهمه ونډه لري. د دې لپاره باید هغوی په خپلو فیصلو کې کافي خپلواکي ولري او د آزاد فکر لپاره کافي امنیت ولري.’’

په دې پرانیستې لیک کې چې د محصلانو خبري آژانس، ایسنا، کې خپور شو ویل شوي چې په دې وروستیو کې د مشهد په یوه پوهنتون کې د یوه کنسرت د ګډوډېدو له امله استادان او پروفیسران سخت خواشیني شوي دي.

پر پوهنتون برید

په لیک کې د مارچ په میاشت کې د شیراز په پوهنتون کې د یوې بلې پېښې یادونه هم شوې چې وايي له تاوتریخوالي ډکو اعتراض کونکو د پارلمان یو غړی پرینښود چې محصلینو ته وینا وکړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د علي مطهري د ډاګیزه وینا له امله ورباندې برید وشو
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ښاغلي مطهري موټر په کاڼو وویشتل شو

افراطي محافظه کارانو پوهنتون ته د تلو پر لاره پر علي مطهري برید وکړ، ځکه هغه په ایران کې د حکومت مخالفینو د بندي کېدو پر ضد وینا کړې وه.

په ډبرو، لرګیو او د مرچو په پوډرو سمبالو کسانو د ښاغلي مطهري د ټکسي کړکۍ ماتې کړې.

د شیراز امام دا پېښه وستایله، د هېواد خبرونو په سرټکو کې راغله او په ټولنیزو رسنیو کې د ښاغلي مطهري د وینو ککړ عکسونه په پراخه توګه خپاره شول.

د پروفیسرانو په لیک کې دا هم راغلي چې: ’’غیر قانوني پرله پسې فشارونو پوهنتونونو ته خنډونه جوړ کړي او د نهیلۍ او ناامنۍ د احساس سبب شوي دي’’.

څارونکي وايي دا پېښې د ایران په ټولنه کې د منځلاري ولسمشر حسن روحاني د ملاتړو او د مذهبي سخت دریځو د پلویانو تر منځ د زیاتېدونکې ترینګلتیا یوه بله نښه ده.

پاریس میشته سیاسي مبصر او د ایران د پارلمان یو پخوانی غړی احمد سلامتیان وايي ’’د پخواني ولسمشر احمدي نژاد په وخت کې کنسرتونه او کلتوري پېښې دومره ډېرې نه وې.’’

’’نو ځکه اوس د منځنیو طبقو خلکو او بنیادګرو تر منځ مقابلې ډېرې دي’’.

آزاد خیاله ولسمشر

ښاغلي روحاني په څرګنده ویلي چې د زیاتو شخصي آزادیو پلوي کوي.

د مې په لومړیو کې د قانون پلي کونکو ادارو مشرانو ته وینا کې هغه وویل: ’’پولیس باید د اسلام په پرتله د قانون عملي کولو ته ډېر پام وکړي.’’

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption حسن روحاني د یوه منځلاري ولسمشر په توګه بلل کیږي

دا داسې یو پیغام دی چې د سخت دریځو روحانیونو دغوسې سبب کېږي، هغوی کولې شي د اسلامي انقلاب د ملاتړ لپاره خپل پلویان کوڅو او سړکونو ته راوباسي.

دا ځوان کسان زیاتره د بېوزلو مذهبي کورنیو څخه دي.

هغوی مذهبي چارواکو او د هېواد ستر مشر آیت الله علي خامنه يي ته ډېر وفاداره دي.

دا داسې یو ځواک دی چې حکومت یې له پامه نه شي غورځولی.

د ایران د کتابونو په نړیوال نندارتون کې چې د مې په ۱۶مه پای ته ورسید، د سخت دریځو د اعتراضونو له امله د کتابونو چاپونکي او خپرونکي مجبوره شول چې خپلې غرفې پرېږدي او له نندارتونه ووځي، سره له دې چې د ایران د اسلامي ارشاد او فرهنګ وزارت څخه یې رسمي اجازې درلودلې.

ایستل شوي کتابونه

د ارشاد او فرهنګ وزارت ویاند حسین نوشابادي وویل سره له دې چې له سخت دریځو په وار وار غوښتنه شوې وه چې د کتابونو په نندارتون کې مداخله و نه کړي، دا پېښه وشوه.

اته کتابونه له نندارتونه وایستل شول چې یو یې یوې ښځینه شاعرې فاطمه اختیاري لیکلی و.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption آیت الله علي خامنه يي د ایران ستر مشر دی

د فاطمې ’’له خوښۍ نه ډکو شعرونو مجموعه او یو څو تصویرونه’’ نا مناسبه وګڼل شو ځکه چې ځینې شعرونه یې په جرمني کې د یو ناندره ییزه ایراني رپ سندرغاړي شاهین نجفي په سندروکې کارول شوي وو.

دا چې حکومت ولې نه شي کولی د سخت دریځو ډلو مخه ونیسي علت یې دا دی چې د هېواد ځینې مهمې موسسې او ادارې ولسمشر ته نه بلکې مستقیما د هېواد ستر مشر ته ځواب ورکونکي دي.

احمد سلامتیان وايي ’’د ایران قضايه قوې سره تړلې بېلا بېلې ډلې، انقلابي ساتونکي یا سپاه پاسداران او د څار ډلې، د حکومت تر کنترول لاندې نه دي.’’

’’هر کله چې یو ډېر منځلاری ولسمشر وټاکل شي، دا ځواکونه ډېر فعاله کېږي.’’

د هغو کتابونو له ډلې چې د ایران د کتابونو له نړیوال نندارتونه وایستل شول:

  • هېوادونه ولې ناکامیږي، چې د ماساچوسیټس د ټکنالوژۍ انسټیټوټ یو ترکي-امریکايي اقتصاد پوه دارون اچیموغلو او د هار وارډ پوهنتون د سیاسي علومو کار پوه جیمز رابینسن لیکلی.
  • پر خمیني یوه انتقادي سریزه- د آرشین ادیب مقدم لیکنه.
  • د خوښۍ ډکو شعرونو مجموعه او یو څو تصویرونه- د فاطمه اختیاري لیکنه.

ښاغلي سلامتیان بي بي سي فارسي څانګې ته وویل د ایران ولسمشر له ډېرو متضادو غوښتنو سره مخامخ دی.

هغه وايي: ’’ولسمشر روحاني په یو وخت کې پر هر څه باندې کار نه شي کولی، اوس یې خپل پام اتومي مسلې ته اړولی چې هیله کوي د اقتصادي ودې سبب به شي، او د ده ملاتړ به پیاوړی کړي.’’

’’خو هر څه چې کېږي، ښاغلی روحاني او رژیم یې پوهېږي چې ورو ورو باید هېواد پرانیزي.’’

تر هغو چې دا کار کېږي ګومان نه دی چې د پوهنتون استادان او پروفیسران به د خپل لیک ځواب ترلاسه کړي، او د ماهشهر د ښار د کنسرت نهیلي مینه وال به اړ وي چې د کنسرت لپاره د یوې بلې نېټې تر ټاکل کېدو پورې انتظار وباسي.

ورته مطالب