د فیفا فوټبال لوبڅار چې رکشه چلوي

د انځور حقوق
Image caption رکشه چلولو تر ټولو اسان کار دی سنتوش کومار

رکشه چلول تر ټولو اسان کار دی، زه رییس یم، ځکه چې خپله خوښه کوم.

که دا کوم بل رکشه ډرېور ویلي وای، ښايي ډېر پام ورته نه وای اوښتی، ځکه چې فکر به کېده دا د داسې چا خبره ده، چې دنیا یې تر همدې رکشې پورې محدوده ده، خو دا خبره د هند کیرالا کوټایم ښار د یوه رکشه ډرېور ده، چې وايي د فوټبال یوې لوبې کې د لوبڅارۍ لپاره رکشه چلوي.

دغه سړی سنتوش کومار نومیږي او له تېرو څلورو کلونو راهیسې یې د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا د لوبو لوبڅاري کولو لپاره له خپلو پنځو نورو هېوادوالو سره یو ځای ټاکي.

هغه د خپل کاروبار په اړه هم همدومره انديښمن دی، لکه د یوې ناندریزې لوبې پر مهال چې خپل مسوولیت ته اندېښمن وي.

سنتوش کومار په ابوظهبي او چین کې د نړیوالو لوبو څارنه کړې او دغه راز یې په خپل هېواد کې هم د ملي سیالیو پر مهال دنده تر سره کړې.

له بي بي سي هندي سره د خبرو پر مهال نوموړي وویل:

د انځور حقوق
Image caption سنتوش کومار په ابوظهبي او چین کې د نړیوالو لوبو څارنه کړې

زه یوازې د هند فوټبال فدراسیون په معاش ګوزاره نه شم کولای، که سبا ټپي شم، بیا به څه کوم؟ د دې لپاره باید اضافي عاید ولرم.

سنتوش کومار ته معلومه ده، چې اوس یې عمر څلوېښتو کلونو ته رسېدلی، خو لا هم د هغو ټولو کسانو پرتله چې ده ورسره یو مهال فوټبال لوبه کوله روغ رمټ دی.

نوموړی پوهیږي، چې د لوبڅار په توګه د دندې کولو لپاره یوازې پنځه کاله نور وخت لري. کله چې له رسمي دندې فارغ وخت مومي نو د نورو پېسو ګټولو لپاره رکشه او ګاډی هم چلوي.

۱۹۹۵ کال نوموړي له ۱۲ ټولګي وروسته زده کړې پرېښودې، چې وايي فکر مې کاوه د فوټبال لپاره به دنده ومومم.

خو د ځايي لوبډلو لپاره یې تر ۲۰۰۸ پورې لوبه وکړه او پېسې یې وګټلې.

د هند له ۲۱ کلنۍ کم عمره لوبغاړو په تمریناتو کې یې هم برخه واخیسته خو لوبډلې ته و نه ټاکل شو.

کله چې بیا کیرالا کې د فوټبال سیالیو لپاره د لوبڅار ټاکلو کمېتې غړی شو، خپله یې هم د لوبڅارۍ کولو ته زړه غږاوه، وايي د لوبڅارانو درناوی مې خوښ شو.

هغه وايي:

د انځور حقوق
Image caption زه یوازې د هند فوټبال فدراسیون په معاش ګوزاره نه شم کولای سنتوش کومار

۱۹۹۶ کال و، چې فوټبال چارواکو ازموینه کې زما پایلې مناسبې وبللې. خو ۱۹۹۸ کال اوږدو کې مې د یوې ځایې لوبډلې لپاره لوبه کوله، چې ټپي شوم. زه منډه کولای شم، خو لوبه نه شم کولای، ځکه چې زه د ښۍ پښې په وسیه لوبه کونکي لوبغاړی یم.

خو نوموړي دې سره په سیمه کې د لوبو لوبڅاري کول پیل کړل.

کومار وايي: له هغه وروسته لومړۍ درجه لوبڅار شوم. ۲۰۰۴ کال کې ملي لوبڅارانو کې شامل شوم او ۲۰۱۱ کال کې اې ای ایف ایف فیفا ته زما نوم وړاندیز کړ.

په یوه اپارتمان کې یې هغه مهال د مدیر په توګه دنده ترسره کوله او دې سره یې له وخته وروسته د ګاډي او رکشې ډرېور په توګه هم دنده کوله.

اووه کاله مخکې بیا کومار خپله رکشه رانیوله.

خو د ۲۰۱۳- ۱۴ کلونو لپاره د هند دغه غوره لوبڅار لا هم د بخت ښه کېدو ته منتظر دی.

دی وايي: څو میاشتې مخکې حکومت راته د دندې وړاندیز وکړ، د لوبو شورا زما سندونه وارزول، خو لا یې هم په اړه څه معلومات نه شته.

۔