په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افریقا کې د راینوګانو ښکار

په افریقا کې د راینو ګانو ښکار په ډېرېدو دی، ښکاریان د دې ژوو له ښکرو میلیونونه ډالر ګټي.

اوس هېوادونه خپل پاتې لږ شمېر راینو ګان یو بل ته په پور ورکوي چې د نسل په ساتنه کې ترې کار واخلي.

زمبابوې خپل ۱۰ راینوګان بوتسوانا ته په پور ورکړل ځکه د هغوی خپل هغه په تېرو درو لسیزو کې د ښکار له امله ۷۰ سلنه را کم شوي.