چاپېریال ساتنه- د برېښنايي او هایدروجني موټرو جوړولو سیالي

د انځور حقوق Toyota Motor Sales
Image caption دا ټویوټا موتړچې په هایدروجن غازو چلیږي میرایی نومیږي چې په جاپاني ژبې کې د راتلونکي په معنا ده

کله چې ټویوټا په ۱۹۹۷ کې د پرایس نومي موټر، چې په تېلو او بټرۍ دواړو چلېږي، جوړول پیل کړل، په لومړیو کې ډېرو خلکو نه خوښاوه ځکه چې نه ښکلی و او نه اغېزمن.

خو ۱۸ کاله وروسته ېې نژدې ۵ میليونه دغه ډول موتړ وپلورل او اوس ټویوټا پرایس په جاپان کې تر ټولو ډېر خرڅېږي.

اوس دغه شرکت دلومړي ځل لپاره د ټویوټا مېرې په جوړولو او ګڼ شمېر تولید پیل کړی. دا موټر د هایدروجن په غازو چلېږي.

هایدروجن په طبیعت کې تر هر یو بل عنصر زیات پیداکېږي. کله چې هایدروجن وسوځي یا د برېښنا د تولید لپاره ورڅخه کار واخیستل شي، یوازینی شی چې ترې پاتې کېږي اوبه دي.

نو ځکه ویل کېږي چې د بشر د راتلونکي لپاره به د سون توکي هایدروجن وي.

د ټویوټا مېرې موټرو کې هایدروجن کارول کیږي.

د انځور حقوق toyota
Image caption په ټویوټا موټرکې ځای پر ځای شوې هایدروجني بېټرۍ

د ټویوټا میرې هایدروجني بټرۍ داسې جوړه شوې چې په یو سر کې ېې مثبت برېښنايي قطب او په بل سرکې ېې منفي قطب دی، او د دواړو قطبونو ترمنځ د الکترولیت یوه پرده غزېدلې.

هایدروجن د مثبت قطب او اکسیجن د منفي قطب له لارې تېرېږي. په مثبت قطب کې د هایدروجن مالیکیولونه تجزیه کېږي او په الکترونونو او پروتونونو بدلېږي.

پروتونونه د الکترولیت پردې څخه تېرېږي، په داسې حال کې چې الکترونونه د یوه برېښنايي سرکیټ څخه تیریږي او له امله ېې برقي جریان او تودوخه تولیدیږي.

په همدې وخت کې په منفي قطب کې پروتونونه، الکترونونه او اکسیجن سره یوځای کېږي او اوبه جوړوي.

هایدروجني بټرۍ په ۱۸۸۰یمې لسیزې کې اختراع شوې وه او په ۱۹۶۰ کلونو کې ورڅخه د اپولو فضايي بیړۍ کې کار واخیستل شو.

د ځینو خلکو به په یاد وي چې د ۱۳مې اپولو د هایدروجن ټانکۍ اوراخیستی و او چاودلی وه.

په هایدروجني بټرۍ کې هایدروجن د سون موادو په توګه د اکسیجن غاز سره یوځاې کېږي او برېښنا ورڅخه ترلاسه کېږي.

ددې کیمیايي تعامل یوازېني فاضله مواد اوبه دي.

ددې ډول بټریو ستونزه تل د هغوی لوړه بیه وه چې میلیونونو ډالرو ته رسیدله.

خو د مېرې په جوړېدو سره چې په جاپاني ژبه کې د راتلونکې په معنا ده، ټویوټا شرکت وکولاې شول دهایدروجني بټرۍ بیه ۶۰،۰۰۰ ډالرو ته راټیټه کړي.

په خوا دا بټرۍ ډیره غټه وه، خو اوس ېې وړه کړې او کېدای شي په یوه عادي موټرکې وکارول شي.

"غټه، درنده، قیمتي"

مېرې موټر د نورو عادي موټرو په پرتله یو څه غټ دی او اوږدوالی ېې نژدې ۵ مترو ته رسېږي.

وزن ېې هم زیات دی، نژدې دوه ټنه یا ۲۰۰۰ کیلوګرامه کېږي.

Image caption ټویوټا میراي، دنړۍ لومړی موټردی چې هایدروجن په کې د سون موادو په توګه کارول شوي او په ګڼ شمیرسره تولید شوي

ټویوټا مېرې موټر اوس په څه کم ۶۰،۰۰۰ ډالرو خرڅېږي. لوړه بیه ېې یوه ستونزه ده.

دا موټر غټ،دروند او قیمتي دی. پوښتنه دا ده چې ټویوټا ولې د هایدروجن پرځای برېښنايي بټرۍ نه کاروي؟ لنډ ځواب ېې دا دی چې په اوسني وخت کې برېښنايي بټرۍ د اوږدو سفرونو لپاره مناسبې نه دي ځکه چې چارج ېې ژرخلاصېږي.

د برېښنايي بټرۍ او هایدروجن بل توپیردا دی چې د هایدروجن یوه ټانکۍ په څو دقیقو کې ډکېدای شي په داسې حال کې چې د برېښنايي بټرۍ د چارجولو لپاره څو ساعته وخت په کار دی.

کله چې د مېرې موټر ټانکۍ له هایدروجن غاز ډکه شي، د موټر کمپیوټر، چلوونکي ته خبرداری ورکوي چې ۳۵۰ کیلومتره سفر نه وروسته ېې باید بیا ډکه کړي.

د زیاترو برېښنايي موټرو بټرۍ دومره اوږد سفرنشي کولاې.

د انځور حقوق airliquide
Image caption د هایدروجني موټرو ټانکۍ په څو دقیقوکې ډکیږي پداسې حال کې چې د برقي موټروبطرۍ چارجول څو ساعته وخت غواړي

غټ موټر لکه سروېسونه او لارۍ کېدای شي د هایدروجن غټې ټانکۍ ولري او کولاې به شي لا نور اوږده سفرونه وکړي.

د ټویوټا شرکت په دې باور دی چې په راتلونکي کې کېداې شي ټول موټر د پټرولو او ډیزلو پر ځاې د هایدروجن غاز او یا هم برقي بټرۍ وکاروي او نور به د کاربن داې اوکساید غازونه نه تولیدیږي او چاپیریال ته به زیان نه رسېږي.

د نیسان موټرو برېښنايي بټرۍ

د ټویوټا زوړ سیال شرکت نیسان په دې باور دی چې د هایدروجن په پرتله به برښنايي بټرۍ ښه وي.

د نیسان شرکت د موټرو لپاره د لیتیوم آیون بټریو باندې کارکوي.

د نیسان شرکت مشر کارلوس ګوسن وايي د ده له نظره د هایدروجن په پرتله برېښنايي بټرۍ غوره ده.

هغه استدلال کوي چې په اوسني وخت کې د نړۍ په هر ګوټ کې بریښنا شته او خلک به کولاې شي دخپلو موټرو برېښنايي بټرۍ چارج کړي، په داسې حال کې چې د هایدروجن غازو مرکزونه په هرځاې کې نشته او د تیلو د ټانکونو په شان د لارو په اوږدو کې د هایدروجن د خرڅلاو ځایونه او هټۍ نه دي جوړې شوې.

ریښتیا ده چې د هایدروجن غاز لپاره د اړتیا وړ زېرمې یا بنسټیز جوړښتونه تر اوسه په پراخه توګه نه دي جوړ شوي.

خو دا وضعه په بدلېدو ده. څو کاله کیږي چې نیسان برېښنايي بټرۍ لروونکي موټرخرڅوي چې ’ پاڼه ’( Leaf) نومېږي.

دا موټر ظاهرا د عادي موټرو په شان ښکاري خو یو توپیر ېې دا دی چې هېڅ غږ نه لري او په بشپړه توګه خاموشه دی.

کله چې پر اکسیلیریټر باندې پښه کېږدئ، پاڼه ډیر ژر سرعت اخلي خو ستونزه ېې داده چې بټرۍ ېې ژر ختمېږي.

د بڼرۍ لروونکي موټر چلول ظرافت غواړي. پر اکسیلیریټر باندې باید ورو ورو فشار واچول شي. خو که هرڅومره احتیاط وکړئ د بټرۍ چارج ېې تقریبا په ۱۵۰ کیلومتره لاره کې خلاصېږي.

Image caption د ۲۰۱۰ کال راهیسې چې د نیسان پاټه برقي موټر جوړشوي ۱۶۵،۰۰۰ ېې پلورل شوي دي

دا موترد سټلایت یا مصنوعی سپوږمۍ د لارښوونکي سیستم په سافټوير باندې سمبال دي.

دا سیستم ټول هغه ځایونه په ګوته کوي چې کېداېشي د موټر بټرۍ په کې چارج شي.

د موټر د یوې تڼۍ یا تکمې په فشار ور کولو سره د موټر کمپیوټر د نیسان مرکز ته زنګ وهې او هغوی کولای شي د جې پي اېس، لارښونکي سیستم په مرسته ستاسو موقعیت پیدا کړي او لارښونه درته کوي چې د بټرۍ چارجولو کوم نژدې مرکز ته لاړ شئ.

خو ستونزه داده چې د بټرۍ چارجول څو ساعت وخت غواړي.

ددې لپاره چې د برېښنايي موټرو لپاره د اوږدو سفرونو او د بټرۍ د چارجولو د وخت ستونزه حل شي، باید داسې لارې پیدا شي چې خلک وکولای شي د خپلو موټرو بټرۍ په لنډ وخت کې چارج کړي.

په اوسني وخت کې د کورونو د برېښنا قوت ۱۱۰-۲۴۰ ولڼه دی، خو په راتلونکي کې به د برېښنايي موټرو دبټریو د چارجولو مرکزونو کې د بریښنا قوت ۵۰۰ ولټه وي اوکولاې به شي چې ۲۵-۳۰ دقیقو کې بټرۍ چارج کړي.

هایدروجن که برقي بطرۍ؟

ټویوټا د هایدروجن د کارولو پلوي کوي او د هونډا شرکت ویلي چې هغه به هم دغه لاره غوره کړي.

خو د ټویوټا مېرې موټر به په یوه شپه ټوله نړۍ بدله نه کړي. سږکال به یوازې ۷۰۰ دغه ډول موټر جوړیږي.

د انځور حقوق afp
Image caption تیسلا اس ( Tesla S) نویو پرمختللیو برقي موټرو بټرۍ څه باندې ۴۰۰ کیلومتره لاره وهي

د تیسلا اس وروستي ماډل لوکس موټر ۶۰،۰۰۰-۷۵،۰۰۰ ډالرو پورې بیه لري. خو ارزانه برېښنايي موټر هم شته. د نیسان پاڼه موټر تقریبا ۲۶،۰۰۰ ډالره کېږي.

د نیسان سربېره اوس نو رشرکتونه لکه بي اېم ډبلیو، فورډ، ولکس واګن، رینو، کیا او مرسیدس بنز هم په نظرکې لري چې خپلې برېښنايي بټرۍ لروونکي موټرجوړ کړي.

له کلونو کلونو راهیسې هڅې کېږي چې د چاپیریال د پاک ساتلو په خاطر په موټرو کې د تېلو پرځای په پراخه کچه د نورو داسې سون موادو څخه کار واخیستل شي چې د چاپېریال لپاره زیان رسوونکي زهرجن غازونه تولید نه کړي، اوس داسې ښکاري چې نړۍ خپل دغه هدف ته نژدې شوې ده.