د ګودر غاړه کالم - په دنیا کې بدي نه شته، که بدي نه وي له تا

Image caption موږ ته ښایي چې د دنیا په هر کونج کې خپل دین، کلتور، ژبه او عنعنات وساتو خو د نورو هغو ته هم په سپکه و نه ګورو.

نن سبا چې د ساینس او ټکنالوژۍ له برکته دغه ستره دنیا د یوه کلي غوندې وړه شوې ده او د تګ راتګ او سفر اسانتیاوو یې تناوونه را لنډ کړي دي نو انسانانو ته هم په کار ده چې یو د بل حقونه وپېژني.

د بېلا بېلو ټولنو د کلتوري او مذهبي توپیرونو پېژندنه او هغو ته درناوی زده کړي او په دې توګه په دغه نړۍ کې چې اوس زموږ ټولو بنیادمانو ګډ کلی دی، په سوله او آرامۍ کې ژوند وکړي.

موږ ته ښایي چې د دنیا په هر کونج کې خپل دین، کلتور، ژبه او عنعنات وساتو خو د نورو هغو ته هم په سپکه و نه ګورو. له نیکه مرغه بیا هم د نوې ټکنالوژۍ په مرسته په نړۍ کې خواره واره افغانان کولی شي په آسانۍ د خپل پلرني هېواد، خلکو او دود دستور سره ټینګه اړیکه وساتي.

مثلا په امریکا او اروپا کې مېشت هېوادوال ملي تلویزیون او نور خصوصي چینلونه کتلی شي، ورځپاڼې او خبرونه په انټرنېټ لوستلی شي او د سکایپ او ټیلیفون په مټ له خپل کلي ولس سره د زړه خواله کولی شي.

د ۱۹مې پېړۍ په سر کې انګرېزانو یو شمېر افغانان له اوښانو سره استرالیا ته لېږدولي وو چې هلته پرې د ریل ګاډو پټلۍ جوړې کړي، د هغوی اولادونو اوس خپله ژبه، کلتور او دودونه هېر کړي دي. خو اوس دا وېره د نویو پرمختیاوو له کبله تر ډېره کمه شوې ده.

ډېری خلک په امریکا او لوېدیځ پسې خبرې کوي او مخالفتونه یې کېږي چې ګنې هلته به افغانان څنګه خپل مذهب، ژبه او ملي ارزښتونه ساتي خو په همدې امریکا کې ډېر داسې خلک شته چې خپل مذهب، کلتور، عنعنه، دود دستور او ژبه یې ساتلي او ان تر خپلو اصلي هېوادونو یې ور اړولې.

لمونځ، روژه، تلاوت او دودونه یې ټول په ځای دي. دلته څوک د چا په کار کې کار نه لري. هر مذهب او هره ژبه شته، څوک په چا غرض نه لري، هر څوک خپل کار کوي. لکه چې وایي د بل مذهب چېړه مه، خو خپل مذهب پرېږده مه.

هېوادونه، ځمکې او ځایونه هېڅ یو هم بد نه دي، ټوله نړۍ د الله تعالی خلقت او کاينات دي. پخوانۍ ویل شوې خبره یو مثال دی: انسان له ګور او ځمکې ډارېده، خو ځمکې ورته ویل، په ما کې بدي او وېره نه شته، که ډار تا راوړی نه وي.

هر څه په عمل او نیت پورې اړه لري. که د نړۍ په هر ګوټ کې وي خو چې په سمه لار روان وي، عمل او کړه وړه یې سم وي، هېڅوک او هېڅ هېواد یې نه خطا باسي او نه یې بې لارې کولی شي. خو که څوک پخپله سم نه وي او که خپله روزنه، پوهه او ادب نه لري نو هر ځای به لار ترې ورکه وي.

موږ چې د نیویارک په هوايي ډګر کې کښته شو، بکسونه د ماشین له تېرېدو وروسته بیا ولاړو پولیسو کتل، په یوه واړه لاسي بکس کې درې قران کریمونه وو، کله چې دوی غوښتل هغه بکس وګوري، ورته کړل مو: احتیاط کوئ، دې کې قران کریم دی، دوی صبر وکړ، په ادب ودرېدل او موږ ورته وښودل چې دا دي، دوی لاس ورباندې و نه لګاوه ځکه پوهېدل چې دا زموږ سپېڅلی کتاب دی.

یوه ورځ د شمشاد تلویزون مولوي ریحان ته یو چا ټیلیفون وکړ چې امریکا کې لمونځ قبلېږي او که نه؟ نه پوهېږم چې هغه کس خپله امریکا ته د تلو نیت کړی و که د نورو د لمونځونو په اړه یې داسې اندېښنه لرله.

دلته نیویارک کې مې له ملګرې سره روانه وم. زموږ کورونو ته نږدې سټورونو کې مو څه سودا اخیسته چې د هغه ۱۶ کلن زوی مور ته ورنږدې شو او لږ ورو یې وویل: مورې! چېرته مانسهره کې خو نه یو روان، مور یې ورته حیران وکتل او و یې ویل، مانسهره کې څنګه؟ زوی وویل، ته وګوره قسم دی که مې هلته داسې پاخه کلیوال لیدلي وي لکه نیویارک کې، که زما د پاکستان ملګري خبر شي چې نیویارک کې هم پښتانه په هغو کلیوالو جامو کې ګرځي حیران به شي.

زه په سوچ کې لاړم چې ولې ځینې خلک ځینې ځایونو، هېوادونو او خلکو ته په بل نظر ګوري، په تېره بیا امریکا ته. دا په ځایونو او هېوادونو پورې اړه نه لري، څوک چې بدلېږي خپل هېواد کې هم بدلېږي او د نورو پېښې کوي او چې نه بدلېږي هېڅ ځای هم نه بدلېږي. دا چاره ځای پورې نه بلکې په شخص پورې اړه لري.

دلته زموږ شاوخوا ډېری هندیان اوسېږي، بازار یې دی او خپل کاربار لري، ته به وایې هندوستان دی، نارینه ښځینه یې خپلو دودیزو جامو کې ټوله سوداګري او دندې پر مخ وړي.

نظرونه او فکرونه چې منفي شي بیا هر څه منفي اوغلط ورته ښکارېږي، ځکه د هر چا او ځای په اړه ورته غلط فکر او تصور پیدا کېږي.

همداسې له افغانستان او پاکستانه ځینې خلک اروپا، امریکا او یا بل ځای ته په بله بڼه او نظر ګوري، حال دا چې تر دوی به ناوړه کړه وړه څوک بل ځای نه کوي. دا ډول سوچونه د خلکو تر منځ واټن او فاصلې رامنځته کوي، عامه ذهنیت بدلوي، د یوې ټولنې او هېواد موقف ته زیان اړوي، د خلکو تر منځ کرکه او بدبیني پیدا کوي. ځکه خو رحمان بابا وایي:

ښه ده ښه ده دا دنیا چې توښه ده د عقبا په دنیا کې بدي نشته که بدي نه وي له تا دنیا بحر دی بهیږي آینې غوندې صفا

ورته مطالب