اروپايي اتحادیه څه ډول کار کوي؟

Image caption د اروپايي اتحادېې ۲۸ غړي هېوادونه هریو په اروپايي کمیسیون کې یو استازی لري

اروپايي اتحادیه وايي چې د دوې اتحاد، د دموکراتیکو اروپايي هېوادونو یوې کورنۍ په توګه دی، چې د سولې او هوساینې لپاره په ګډه کار کوي.

د ۲۸ هېوادونو دا ټولنه په بېلابېلو ډګرونو لکه تجارت، چاپېریال ساتنه، ترانسپورټ او خلکو ته د کارونو پیداکولو په برخو کې یو له بله سره همکاري کوي.

د اروپايي اتحادېې آرمانونه

اروپايي اتحادیه د دې لاندې لارو په مرسته د خپلو غړو هېوادونو اقتصادي اوسیاسي نژدېوالی غواړي:

  • ګډې دود پېسې یا مروجې پېسې
  • د غړو هېوادو ترمنځ د تګ راتګ آزادي
  • بې پولې تجارتي بازار
  • پراختیا
  • د ګډې بهرنۍ، امنیتي تګلارې وده

د ۲۰۰۴ کال په مۍ مياشت کې په اروپايي اتحاديه کې ۱۰ نوي غړي شامل شول، چې زیاتره يې پخواني کمونیستي هېوادونه و.

دا د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا د یووالي پر لور یو مهم ګام و.

د چک جمهوریت، قبرص، ایستونیا، هنګري، لاتویا، لیتوانیا، مالټا، پولنډ، سلواکیا او سلوانیا د اروپايي اتحادېې غړیتوب ترلاسه کړ.

اروپايي شورا

اروپايي شورا د اروپايي اتحادېې یوه موسسه ده چې د غړو هېوادونو د حکومتونو مشران، د دې شورا مشر او د اروپايي کمیسیون مشر ېې غړي دي.

اروپايي شورا د اروپايي اتحادېې د بهرنۍ او امنیتي تګلارو د لوړې کچې استازیتوب کوي. اوسنی مشر ېې ډونالد ټسک دی.

اروپايي شورا کوم رسمي قانون جوړونکی واک نه لري، خو یوه ستراتیژیکه موسسه ده چې د بحرانونو حلولو په برخه کې عمومي سیاسي لارښونې کوي، لومړیتوبونه ټاکي او د یوه ډله ییز ریاست په توګه کارکوي.

اروپايي شورا باید د اروپا د شورا سره اشتباه نشي. د اروپا شورا یوه ځانګړې نړیواله موسسه ده چې په ۱۹۴۹ کې جوړه شوې، ۴۷هېوادونه ېې غړي دي او د قانوني معیارونو، بشري حقونو، د ډېموکراسۍ ودې، دقانون حاکمیت او کلتوري همکارۍ په برخه کې د غړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ لپاره کار کوي او د اروپايي اتحادېې تر کنترول لاندې نه ده.

د انځور حقوق AP
Image caption اروپايي شورا د اروپايي اتحادېې د بهرنۍ او امنیتي تګلارو د لوړې کچې استازیتوب کوي

اروپايي کمیسیون

د اروپايي اتحادېې ۲۸ غړي هېوادونه هریو په اروپايي کمیسیون کې یو استازی لري، او هر یو د تګلارو پر یوه ډګر کار کوي لکه عدلي چارې، کورنۍ چارې یا د اروپايي ټولنې کورنی بازار او داسې نور.

کمیسیون د قوانینو مسودې جوړوي او د تړونونو د ساتونکي په توګه کارکوي، د اتحادېې مقررات عملي کوي او که کوم غړی هېواد د کومې منلې تګلارې عملي کول وځنډوي یا ورڅخه انکار وکړي کمیسیون ورته خبرداری ورکوي او که اړتیا پېښه شي د اروپايي اتحاديې د عدالت محکمې ته يې وړاندې کوي.

کمېسیون مختلف هېوادونه جریمه کولاې شي او که اړتیا وي هغوې ته مالي مرستې ځنډولای شي.

د اروپايي اتحادېې نوي قوانین، یا د موجودو قوانینو اصلاح کول معمولا د حکومتونو، د اروپايي اتحادېې پارلماني غړو او با نفوذه ډلو د غوښتنو له مخې رامنځ ته کیږي.

اروپايي کمېسیون تقریبا ۳۳،۰۰۰ کارکوونکي لري. د کمیسیون نوی مشر د لوکزامبورګ پخوانی لومړی وزیر ژان کلود یونکه دی.

د وزیرانو شورا

دا د اروپايي پارلمان ترڅنګ یوه بله موسسه ده چې معمولا د شورا په نامه هم یادېږي او دغړو هېوادو د حکومتونو له استازو( وزیرانو) څخه جوړه شوې ده.

اروپايي قوانین، د اروپايي پارلمان او شورا ترمنځ د بشپړو مذاکرو وروسته د غړو هېوادونو د قوانینو یوه برخه ګرځي.

دوې د اروپايي کمیسیون له خوا جوړو شویو مسودو باندې په دقت سره غورکوي او تر یو لړ بدلونونو وروسته ېې نهايي کوي، او د راېې اچولو لپاره يې اروپايي شورا او پارلمان ته وړاندې کوي.

د اروپايي شورا رايې اچونې ځانګړی طرزالعمل لري. په ځینو مسایلو کې د رایو وزن د هېوادونو د لويوالي او اقتصادي قوت په تناسب حسابېږي.

د مثال په توګه د جرمني د رایو وزن له لوکزامبورګ نه ډېر دی. دې ته د وړتیا درلودونکي اکثریت رایو اچولو طریقه ( qualified majority voting) وايي.

جرمني، فرانسه، ایټالیا او بریتانیا هریو ۲۹ راېې لري، په داسې حال کې چې مالټا ۳ رايې لري.

خو د ځینو مسلو لکه مالې یا بهرنۍ تګلارې مسایلو په برخه کې لکه تجارتي لوزنامې یا بندیزونه، د ټولو غړو هېوادو توافق ته اړتیا وي.

د لیزبون تړون چې په ۲۰۰۷ کې لاسلیک شوی، د اروپا پارلمان ته نور زیات واکونه ورکړل.

د دې پارلمان ۷۵۱غړي د مستقیمو رایو له مخې ټاکل کېږي چې د اروپايي اتحادېې د ۵۰۰ مېلیونو خلکو استازیتوب کوي.

دغړیو هېوادونو د څوکیو شمېر د هغوی د نفوس په تناسب ټاکل کېږي.

د مثال په توګه جرمني ترټولو زیات یعنې۹۶ څوکۍ، فرانسه ۷۴، بریتانیا او ایټالیا هر یو ۷۳ څوکۍ لري، په داسې حال کې چې کم نفوسه هېوادونه لکه مالټا استونیا او لوکزامبورګ هر یو ۶ څوکۍ لري.

د اروپايي پارلمان مرکز اوس د فرانسې د ستراسبورګ په ښارکې دی.

اروپايي پارلمان او شورا په اکثرو موارودو کې په ګډه قوانین جوړوي خو په ځینو ځانګړو مواردو کې اروپايي شورا وروستۍ پرېکړه کوي اوپارلمان مشورتي رول لوبوي.

د اروپا د بهرنیو چارو څانګه

د اروپايي اتحاديې د دپلوماتیکو چارو څانګې جوړول د لیزبون د تړون یو مهم نوښت و د دې لپاره چې اروپايي اتحادیه وکولاې شي په نړیوال ډګر کې په یو واحد غږ عمل وکړي.

په ۲۰۱۲ کال کې د دې څانګې بودیجه ۴۸۹ مېلیونه یورو وه. د دې څانګې د ټولو اړوندو کارکوونکو شمېر ۳،۵۰۰ کسانوته رسیږي.

د اروپايي اتحادېې د واک جوړښت

د انځور حقوق bbc