د همګټو هېوادونو ټولنه وپېژنئ

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د همګټو هېوادو د حکومتونو مشران په ۲۰۱۱م کې په استرالیا کې راټول شوي و

د همګټو هېوادو ټولنه چې پخوا د بریتانوي کامنویلټ په نامه یادیده د بریتانیا د پخوانیو مستعمرو، بریتانیا پورې تړلیو اوسنیو سیمو او ځینو داسې هېوادونو چې بریتانیا سره یې تاریخي اړیکې نه درلودل، یو ډول ټولنه ده.

د اوسنيو همګټو هېوادونو ټولنه په ۱۹ او ۲۰ پیړیو کې د بریتانوي امپراطورۍ له کانفرانسونو څخه راپاتې شوې، هغه وخت چې د بریتانیا د امپراطورۍ ځینو مستعمرو د خودمختارۍ او خپلواکۍ په ترلاسه کولو پیل کړی و.

لنډه پېژندنه

د همګټو هېوادو ټولنه د بریتانیا پخوانیو مستعمرو او ځینو نورو څخه جوړه شوې ده:

  • په ۱۹۳۱م کال کې جوړه شوه
  • ۵۳ هېوادونه یې غړي دي
  • مرکز (سکرتریت) یې په لندن کې دی
  • د نړۍ۳۰ سلنه وګړي (۱.۸ میلیارده) په کې دي
  • مشر: د بریتانیا اعلاحضرته ملکه دویمه الیزابت

څرنګه چې ځینو هېوادونو خودمختاري ترلاسه کړې وه او یا په بشپړه توګه له بریتانیا جلا او خپلواکه شوي و نو د بریتانیا سره او د هغوی د خپلمنځي اړیکو د تعریف لپاره یو نوي قانوني تعریف ته اړتیا وه.

په ۱۹۴۷ کې د هند او پاکستان له خپلواکۍ وروسته، د همګټو هېوادو ټولنې نوې بڼه ومونده.

له نامه نه یې د ’بریتانوي ’ کلمه او له قانون څخه یې د بریتانیا ملکې ته د وفادارۍ جمله لیرې شوه، او له مستعمرې یا ښکیلاک نه د آزاد شویو هېوادو پر یوې ټولنې باندې بدله شوه.

خو د بریتانیا ملکه د همګټو هېوادو د ټولنې د رسمي مشرې په توګه پاتې شوه.

همګټو هېوادونو کوم اساسي قانون نه درلود تر هغو چې په ۲۰۱۲ کې یې یو منشور یا اعلامیه تصویب کړه چې د هغې له مخې ټول غړي هېوادونه ۱۶ بنسټیزو ارزښتونو لکه دېموکراسي، جنسي مساوات، پايښت لرونکې اقتصادي پرمختیا، نړیواله سوله او امنیت ته ژمن دي.

د همګټو هېوادو د حکومتونو مشران په هرو دوو کلونو کې یو ځل غونډه کوي او د ګډو ګټو پر مسلو باندې غور کوي.

د سرمشریزو ترمنځ مودې کې، په لندن کې د دې ټولنې د سرمنشي تر مشرۍ لاندې سکرتریت د اجرايوي څانګې په توګه کارونه او تصویب شوي پروګرامونه پرمخ بیايي.

مشرتوب

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ملکه الیزابت

مشره: اعلاحضرته ملکه دویمه الیزابت

ملکه د همګټو هېوادونو د ټولنې د مشرې په توګه د غړو هېوادو له خوا ’’ د دوی د آزادې ټولنې د سمبول په توګه’’ په رسمیت پیژندل شوې ده.

ملکه د همګټو هېوادو په سرمشریزې غونډې او د دې ټولنې د لوبو په مراسمو کې ګډون کوي، چې په هرو څلورو کلونو کې ترسره کېږي.

د ملکې د عمر د زیاتوالي له امله کیدای شي هغه کله کله و نه شي کولای اوږده سفرونه وکړي او ښايي پرځای یې ولیعهد شهزاده چارلز په غونډو او مراسمو کې برخه واخلي.

هر کال د همګټو هېوادو په ورځ چې د مارچ پر دویمه دوشنبې ده، ملکه ټولو غړو هېوادو ته د رسنیو له لارې یو پیغام خپروي.

سرمنشي: کمالیش شرما

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کمالیش شرما، د همګټوهېوادو د ټولنې سرمنشي

سرمنشي د همګټو هېوادو د ټولنې د اجرايوي مشر په توګه کار کوي.

هغه د دې ټولنې د ديپلوماتانو او بهرنیو چارو د وزیرانو له کتار څخه د غړو حکومتونو د مشرانو د غونډې د رایو له مخې په اعظمي توګه د دوو ۴ کلونو دورو لپاره ټاکل کیږي.

اوسنی سرمنشي کمالیش شرما، د ۲۰۰۷ په نومبر کې ټاکل شوی و او د ۲۰۰۸ په اپریل کې یې په کار پیل کړی. یو هندی دیپلومات دی چې پخوا یې په بریتانیا کې د هند د لوی کمشنر په توګه کار کاوه.

بریتانیا کې د کار نه مخکې ښاغلی شرما ختیځ تیمور لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی و، چې د دغه نوي خپلواکه شوي هېواد د موسسو په جوړولو کې یې مرسته کوله.

مسلې او ننګونې

د همګټو هېوادو پر ټولنې نیوکې کیږي چې د استعماري دورې نه وروسته د یو شمېر هېوادونو یوه ډله ده. خو د غړو هېوادو له نظره دا د خپلواکو هېوادو د خپلې خوښې یوه ټولنه ده چې غواړي د دېموکراسۍ د پراختیا، بشري حقونو او اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.

د اغېز د کموالي نیوکې هم ورباندې شوي. ریښتیا ده چې دا ټولنه په نړیوالو چارو کې د یوه بلاک یا ډلې په توګه عمل نه کوي او پر هغو هېوادو چې د دې ټولنې غړي نه دي ډېر اغېز نه لري.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption لوبې د همګټو هېوادو د ټولنې له سترو پېښو څخه دي

خو پر غړو هېوادو باندې د دې ټولنې اغېز له هغو ګټو څخه سرچینه اخلي چې د اقتصادي ودې او نړیوالو هدفونو لپاره همکارۍ په برخه کې یې راوړي.

د همګټو هېوادو ټولنه د ملګرو ملتونو په شان نه ده او قراردادي مکلفیتونه نه لري خو غړي یې ژمنه کوي چې د دې ټولنې د منشور اصول به مني.

په ۱۹۹۵ کې همګټو هېوادونو د وزیرانو په کچه د عمل یوه ډله جوړه کړه، چې ۸ وزیران په کې شامل دي، او دنده یې دا ده چې هغه حکومتونه سمبال کړي چې په پرله پسې توګه د همګټو هېوادو د ټولنې اصول تر پښو لاندې کوي.

د سرغړونکو غړو پرضد په ډله ییزه توګه سزا ورکونکي ګامونه اخیستی شي، لکه اقتصادي بندیزونه یا د غړیتوب ځنډول او له ټولنې ایستل.

خو همګټې هېوادونه خپل اصلي قوت د خپل اخلاقي صلاحیت څخه ترلاسه کوي. په ۱۹۸۰ لسیزې کې یې خپل پام د نژادي توپیر پرضد مبارزې ته اړولی و او د نژادي مساوات او ملي حاکمیت لپاره یې هڅې کولې.

په ۱۹۹۵کې کله چې د نایجیریا پوځي رژیم یو لیکوال، کین سارو ویوا، او نورو فعالینو ته د مرګ سزا ورکړه، نایجریا یې له ټولنې وایسته، او کله چې په ۲۰۰۰ کال کې فیجي خپل انتخابي حکومت نسکوره کړ، دا هېواد یې هم د همګټو هېوادو له ټولنې وایسته.

د ۲۰۰۲ په مارچ کې هغه وخت د زیمبابوې غړیتوب په دې ټولنې کې وځنډول شو چې له ټاکنو وروسته څارونکو وویل په ټاکنو کې د زور او تهدید نه کار اخیستل شوی و.

د ۲۰۰۳ په دسمبر کې زیمبابوې په بشپړه توګه اخراج شوه. د زیمبابوې حکومت په ځواب کې اعلان وکړ چې دا هېواد د تل لپاره د همګټو هېوادو له ټولنې وځي.

د ولسمشر پرویز مشرف په وخت کې د پاکستان غړیتوب دوه ځلې ځنډول شوی و.

په ۲۰۱۳ کې ګامبیا اعلان وکړ چې د دوی په خبره د دې ’’ نوي استعماري موسسې’’ څخه وځي.

د همګټو هېوادو غړي د تخنیکي همکارۍ د صندوق له لارې ځینې عملي ګټې راوړي. دا د همګټو هېوادو یوه اصلي لاره ده چې د اقتصادي او ټولنیزې ودې او د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره ورڅخه کار اخلي.