روژه شوه تېره د اختر مبارکي ده

د انځور حقوق bbc
Image caption نن سبا چې کوم ناوړه حالات، بیکاري،غریبي او قیمتي ده، د بیوزلو او اړو کسانو ژوند په سختۍ او کړاوونو کې تېرېږي.

روژه د عبادتونو، خیراتونو، رحمت او خیر ښېګڼې میاشت ده.

دا میاشت د بندګانو لپاره د خدای پراحکامو د عمل، نظم او قانون د پیروي او خپلو وږیو او بیوزلو خویندو- وروڼو له حاله دخبریدا د تمرین یوه ښه موقع ده.

لکه چې وایي موړ د وږي له حاله څه خبر دی او سپور د پلي، نو روژه هم ماړه د وږیو او بډایان د غریبانو له حاله خبروي. روژه د زغم او پر هوسونو او خواهشاتو د کنټرول درس راکوي.

اختر او روژه د روغې جوړې، سولې او پخلاینې وخت دی. پخوا به هم چې کله د کورنیو، کلیو او یا قبیلو تر منځ کومه شخړه، بدي یا دښمني راغلې وه نو د روژې په درناوي او برکت او اخترونو کې به یې دا ډول بدۍ، تربګنۍ او دښمنۍ ختمولې، یو بل کره به ورتلل او د اخترونو خوشالۍ به یې په ګډه سره لمانځلې.

ډېر افسوس دی چې د بښنې، رحمتونو او برکتونو په دې مبارکه میاشت کې هم ظالمان د خپلو هېوادوالو له وژلو، ځورولو او ورانکارۍ لاس نه اخلي.

موږ ته ښایی چې په دغو بختورو ورځو کې دښمنۍ، تربګنۍ او بدۍ ختمې او یو بل وبښو، په پاکو نیتونو د الله تعالی د نعمتونو دسترخوانونه وغوړوو، له غریبانو، خپلوانو او ګاونډیانو سره یې شریک کړو.

نن سبا چې کوم ناوړه حالات، بیکاري،غریبي او قیمتي ده، د بیوزلو او اړو کسانو ژوند په سختۍ او کړاوونو کې تېرېږي.

سږنۍ روژه هم په سره ګرمی او اوږدو ورځو کې راغله. که چېرې هر شتمن وګړی د خپل چم ګاونډ، کلي کور او کوڅې له غریبو او اړو کسانو سره مرسته وکړي او له خپلو خوړو نه هغوی ته هم څه ورکړي په دې ډول به د ډېرو اړو وګړیو ستونزې حل او مرسته به ورسره وشي. هم خرما او هم ثواب به وګتل شي.

د روژې نه دوې ورځې مخکې دلته د هندیانو هټۍ کې هغوی د روژې لپاره ټول خوراکي توکي ارزانه کړل او په غټو ټکو یې د هټۍ مخې ته ولکیل د رمضان سیل.

په نورو لویدیځو هیوادو کې هم د نوي کال او کرېسمېس په ورځو کې شیان ارزانه کیږي او سیلونه لګي. ما وې درېغی زموږ هېواد کې هم داسې وی چې په روژه او اخترونو کې شیان او خوراکي توکي ارزانه کېدای، تر څو خوار غریب یې هم د اخیستلو توان لرلی.

د نیویارک مسلمانانو رستورانتونه هم د ثواب کار کوي او خپلو نژدې جوماتونو ته روژه ماتی، ډوډۍ، اوبه او خرما لېږي، خو زما ټول سوچ او فکر د هېواد له اړو سره دی، چې که د هغه ځای بډایانو، تجارانو او شتمنو هم داسې کولی څومره به ښه وو، چې لږ تر لږه د هرې سیمې شتمنو له خپلو خلکو سره مرسته کولی په روژه او اخترونو کې یې د خوراک او جامو اړتیا ورپوره کولی، په دې توګه به د هرې سيمې د اړو کسانو اړتیا پوره کېده.

ما وې درېغی چې دغه ثوابي خواړه د هېواد غریبانو ته هم رسېدای شوی، دلته هم ثواب دی چې وګړي په اوږدو ورځو کې، له سختو کارونو سره سره روژه نیسي، خو بیا هم دومره اقتصادي او نورې ستونزې نشته، لکه د هېواد هغه غریب وګړي مو چې په وچه ډوډۍ روژه ماتوي.

خو هلته بیا حال بل ډول دی د روژې میاشت او اختر کې د رختونو او خوراکي توکو قیمتونه نور هم لوړ شي چې غریبان یې د اخیستلو وس نه لري.

دا خو له پخوا نه دود دی چې خلک اختر ته نوي کالي جوړوي او ماشومان خو بیا ډېر ورته هوسیږي خو وس او توان یې نه وي چې وایې خلي.

وايي:

اختر په وخت د ګلو راغی

زما نازک زړګي نه خېژي فریادونه

زما په ټولو سلام وایه

خلک اختر کړي زه زاړه پیوندومه

اختر په ټوکو ټوکو راغی

نه مې اوږۍ شته نه د غاړې امېلونه

که چېرې یو انسان د بل انسان د ستونزو د کمولو او حل کولو په فکر شي، خپلې نیمګړتیاوې ومني او اصلاح یې کړي نو الله تعالی مهربان دی د جنګ، جګړو او ویرونو دا خور ټغر به هم په ټولېدو شي، او جګړه مار به د خپل هېواد د ورانۍ او جنګ جګړو په ځای د آبادۍ او خیر ښېګڼو کارونو ته مخه کړي.

رحمان بابا وایي:

د خلیل تر کعبې دا کعبه ده لویه

که اباد که څوک ویران حرم د زړه

ورته مطالب