اپل پی: د پیسو ورکولو نوې بڼه

Image caption د کارډ له لګولو پرته د پیسو اخیستلو وسیلې به چې لا له وړاندې د بریتانیا په ډېری پلورنځیو کې لګول شوي دي، په همدې اوسنۍ بڼه اپل پی ومني.

د یوې څېړنې له مخې اوس په بریتانیا کې دوه اعشاریه ۹ مېلیونه داسې وسیلې شته چې له اپل پی سره کار وکړي، خو که پخواني آیفون ټېلیفونونه هم له اپل ځیرک ساعت سره جوړه شي، دا اسانتیا کارولی شي.

د اوس لپاره په هره معامله کې یوازې تر ۲۰ پونډو پورې د اپل پی له لارې ورکول کېدای شي.

دا به دوه میاشتې وروسته ۳۰ پونډو ته ډېرې شي.

د کارډ له لګولو پرته د پیسو اخیستلو وسیلې به چې لا له وړاندې د بریتانیا په ډېری پلورنځیو کې لګول شوي دي، په همدې اوسنۍ بڼه اپل پی ومني.

کله چې کاروونکي د خپل بانکي کارډ معلومات د اپل پی اپلیکیشن ته ورزیات کړي، کولای شي د خپل آی فون په کارولو پلورنځیو، رستورانتونو او د حقیقي نړۍ په نورو ځایوو کې پیسې ورکړي.

د پیسو د ورکړې لپاره تاسې باید خپل آیفون له تماس پرته کارډ لوستونکې وسیلې ته ورنژدې کړئ او د خپل فون یا آیپډ د ګوتې د نښې پېژندونکې وسیلې باندې د ګوتې په اېښودلو د پیسو ورکړه تایید کړی.

په بریتانیا کې د کرېډېټ کارډ برابرونکي مخکښانو لکه ویزه، ماسټر کارډ او امریکن اېکسپرېس او یو شمېر بانکونو لا له وړاندې د اپل پی له لارې د راکړې ورکړې سېستم خپل کړی دی.

HSBC وايي چې مشتریان به یې د روانې میاشتې تر پایه له دغې اسانتیا برخمن شي او د لایډز او هالیفکس په ګډون نورو بانکونو ویلي چې په نژدې راتلونکي کې به په دې بهیر کې ور ګډ شي.

که د اپل پی کاروونکی خپله ځیرک ټېلېفون یا آیپډ ورک کړي، کولای شي د خپل کارډ جزییات چې په کې یې ثبت کړي دي له منځه یوسي، په دې مانا چې دا سیستم داسې جوړ شوی چې موندونکی به یې د پیسو د ورکړې لپاره ونه شي کارولی.

خو اپل لومړنی شرکت نه دی چې د برېښنايي یا دیجېټل بټوې د عامولو هڅه کوي.

نور سیال شرکتونه هم پر همدې لار روان دي.

سمسونګ ویلي چې د روان کال په وروستیو کې به د ډېجېټل بټوې خپل نوښت پیل کړي.

دغه شرکت ویلي چې وروستي ځیرک ټېلیفونونه به یې ډېر ژر په جنوبي کوریا، د امریکا متحده ایالاتو او اروپا کې د سمسونګ پی خدمات وړاندې کړي.

ګوګل هم په پام کې لري چې د ګوګل بټوې خپل خدمات چې اوس یوازې متحده ایالتو پورې محدود دي، پراخ او د اندرايد پی په نوې نامه یې وړاندې کړي.

ورته مطالب