طبیعي زېږون که جراحي عملیات؟

په وروستیو څو کلونو کې د جراحي عملیاتو په مرسته د ماشوم زېږولو دود ډېرشوی دی. په برازیل کې چې تر اوسه ۵۶ سلنه زېږونې د جراحي عملیاتو له لارې ترسره کیدلې، د غیرضروري عملیاتو د مخنیوي لپاره نوي ګامونه پورته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي دا ستونزه په ټولې نړۍ کې شته ده او دا چې ځینې میندې ولې د طبیعي زېږولو څخه ډده کوي بېلا بېل لاملونه لري.

د غیرضروري عملیاتو د مخنیوي لپاره اوس په برازیل کې روغتیايي چارواکي غواړي چې میندوارې میندې د عملیاتو دغوښتلو لپاره یوه فورمه لاسلیک کړي او ډاکټران هم مکلف دي په یو رپوټ کې د جراحي عملیاتو طبي دلایل ولیکي.

د ماشوم د زېږولو لپاره د جراحي عملیاتو په ترڅ کې باید د مور نس څیرې شي او ماشوم له رحم نه راوایستل شي.

Image caption د جراحي عملیاتو په مرسته د زیږولو کچه په نړۍ کې په زیاتیدو ده

د روغتیا نړیوال سازمان وايي په برازیل کې چې ۲۰۰ مېلیونه وګړي په کې ژوند کوي د نیمايي نه زیات ماشومان د جراحۍ عملیاتو له لارې زېږول کېږي.

په اصل کې دغه ډول عملیاتو ته هغه وخت اړتیا پېښېږي چې طبیعي زیږون مور یا ماشوم ته خطر پیښ کړي.

خو ډیری میندې د طبي اړتیا پرته د جراحي عملیاتو غوښتنه کوي.

دا ستونزه یواځې په برازیل کې نه ده بلکې د نړۍ په ډېرو نورو هېوادونو کې هم عمومیت لري.

د روغتیا نړیوال سازمان د زېږون د روغتیا څانګې مشر مارلین تیمرمن وايي:

"ما په دې څانګې کې د خپلې ۳۵ کلنې تجربې په ترڅ کې لیدلي چې په تېرو لسو کلونو کې د جراحي عملیاتو له لارې د زېږولو شمېرې په بیساري توګه زیاتې شوي دي. باید دا ډول آسانتیاوې یواځې هغو میندو ته برابرې شي چې اړتیا ورته لري او له اړتیا پرته باید ونه کارول شي"

د اندېښنې وړ شمېرې

په نړیوالې روغتیايي ټولنې کې عمومي موافقه پردې شوې چې په هرهېواد کې باید د جراحي عملیاتو له لارې د زېږون شمېره د ۱۰-۱۵ سلنې څخه لوړه نه شي.

څېړنو موندلې کله چې یو هېواد کې دا شمیره ۱۰ سلنه وي، د نویو زېږېدلو ماشومانو او د هغوې د میندو د مړینې کچه کمیږي.

دا ځکه چې یوشمېر میندې دغه ډول جراحي عملیاتو ته اړتیا لري او په دې توګه یې ژوند ژغورل کېږي.

خو داسې شواهد نشته چې که د جراحي عملیاتو شمېره له ۱۵ سلنې لوړه شي نو د مړینې شمېرې به نورې هم ټیټې شي.

احصایې ښيي چې په برازیل او دومینیکان جمهوریت کې ۵۶ سلنه زېږونونه د جراحي عملیاتوله لارې کېږي.

همدا راز په مصر کې دا شمیره ۵۱،۸ سلنه، په ترکیې کې ۴۷،۵ سلنه او په اېټالیا کې ۳۸،۱ سلنه ده.

مکسیکو، ایران او د امریکا متحده ایالتونو کې هم دا شمېرې له اړتیا نه لوړې دي. خو په چین کې د جراحي عملیاتو له لارې د زېږون شمېره ۲۵ سلنه ده چې تقریبا یو پر درېیمه برخه یې له طبي اړتیا پرته ترسره کیږي.

د میندو خوښه که ستر تجارت؟

د برازیل وروستي مقررات ښيي چې ډاکټران باید یو فعاله رول ولوبوي او میندو ته د تصمیم نیولو لپاره د اړتیا وړ معلومات ورکړي، چې میندې وکولای شي د جراحي عملیاتو د ګټو او زیانونو په پرتله کولوسره تصمیم ونیسي.

که څه هم داعملیات ساده او تر ډېره حده بې خطره دي- خو بیا هم میندو او ماشوم ته یو لړ خطرونه لرلی شي.

د زېږون لپاره د جراحي عملیاتو شمېرې ولې زیاتې شوي دي؟

کارپوهان وايي کله چې په ۱۹۹۰ کلونو کې په برازیل کې داعملیات رواج شوي و، په یو وخت کې یې دوه کاره ترسره کول، هم یې ماشوم زیږاوه او هم یې هغو میندو لپاره چې غوښتل یې نور اولاد رانه وړي، د هغوې د هګیو نلونه تړل او شنډول یې چې نور اولاد رانه وړي.

د جراحي عملیاتو له لارې زېږول هم ځینې ګټې لري.

د ناڅاپي زېږون پر ځاې د زېږولو نېټه سمه پلان کیداې شي.

Image caption د زیږون د جراحي عملیاتو مخالفین استدلال کوي چې په کنترول شویو شرایطو کې په طبیعي توګه زیږول زړو میندو او ګڼو زیږولو لپاره ګټه لري.

ډاکټران کولی شي په یوه ورځ کې څو راز راز عملیات وکړي. له مالي پلوه هم دا کار ګټور دی.

د ساوپاولو پوهنتون د عامې روغتیا د څانګې ډاکټر سیمون دینیز وايي:

"د خلکوعمومي باور دا دی چې د جراحي عملیاتو له لارې زېږول ښه کاردی، د ناروغانو ښه پرستاري کېږي. طبي ټولنه هم دا پیغام خپروي چې دا یوعصري کاردی، د مکروبونو خطر په کې کم دی، په داسې حال کې چې وايي طبیعي زېږون صفا نه دی او ډېرې ستونزې لري"

ډاکټر دینیز باورلري چې ډیری ښځې د طبیعي زېږون یا عملیاتو د غوره کولو په وخت کې د ډاکټرانو او نرسانو له خوا ځان تر فشار لاندې احساسوي، ځکه چې د زېږون صنعت د هغه په وینا د ’’پیسو جوړولو یو ماشین ’’ په شان دی.

که څه هم په برازیل کې وړیا روغتیايي خدمتونه شته خو شتمن خلک شخصي روغتیايي بیمې لري او په همدغو شخصي او خصوصي روغتونونو کې دي چې د جراحي عملیاتو له لارې د زېږون شمېرې لوړې دي.

ښايي په ډېرو نورو هېوادونو کې هم همداسې یو حالت وي.

د مثال په توګه په اېټالیا کې یوې سروې ښودلې چې ډېرخلک د زېږون د دردونو د ویرې له امله جراحي عملیاتو ته مخه کوي او فکر کوي چې د هغې دردونه به کم وي، د مورد وینې د ضایع کېدو خطر به یې لږ وي او د ماشوم لپاره به یې هم خطرونه ډېر نه وي.

Image caption د جراحي عملیاتو له لارې زیږون، ماشوم ته دموردشیدو د لږ ورکولو او پرما شوم نورو منفي اغیزو سره تړاو لري

دا د میندو د شخصي انتخاب مسله ده.

د بدن د ښکلا اندېښنه؟

ډاکټر تیمرمن وايي په ځینو سیمو کې د ښځینه بدن د ښکلا په اړه اندېښنې رول لوبوي. په ډېرو میندو کې چې طبیعي زیږول یې کړي د زېږون د غړي د ځینو برخو پرې کولو ته اړتیا پېښېږي چې ماشوم وکولای شي په آسانۍ سره بهرته راووځي.

ځینې ښځې په هره بیه له دې کاره ډډه کوي اوغواړي چې خپله طبیعي ښکلا وساتي.

ډاکټر دینیز زیاتوي چې د جنسي جذابیت ساتنه په لاتینې امریکا کې یوه مهمه مسله ده چې له امله یې په ځېنو هېوادونو لکه مکسیکو، دومینیکان جمهوریت، چېلي او ارجنټاین کې د جراحي عملیاتو له لارې د زېږون شمېرې زیاتې شوي دي.

د ډاکټرانو په منځ کې له حقوقي مسولیت څخه ویره هم یو بل عامل دی په تېره بیا د امریکا په متحدو ایالتونو کې چې یوه طبي غلطي کیدای شي د مېلیونونو ډالرو تاوان ورکولو سبب شي.

خو په چین کې د غیرضروري جراحي عملیاتو له لارې د زېږون د زیاتوالي یو علت دا دی چې ځینې خلک غواړي د خپلو دودونو له مخې پر یوې ټاکلې نیکمرغې نیټې ماشوم دنیا ته راولي.

معولا د زېږون په وخت کې د چینايي پراخې کورنۍ ټول غړي راټولېږي او دا نیټه یې له مخکې نه د ټولنیزو مراسمو په توګه پلان کړي وي.

Image caption ’’زه یوې قابلې ته نږدې وزیږیدم’’ په برازیل کې د طبیعي زیږون په ملاتړ یوه مظاهره

د نړۍ بلې خوا ته، افریقايي هېوادونو لکه نایجر،چاد، ایتیوپیا او بورکینافاسو کې د جراحي عملیاتو له لارې د زېږون شمیرې له ۲ سلنې نه هم لږدي.

په دې هېوادونو کې مناسبو روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نشته نو ځکه د اړتیا په وخت کې هم خلکوته د جراحي عملیاتو امکانات لږ دي.

په هالند کې د جراحي عملیاتو له لارې د زېږون کچه مناسبه یعنې ۱۵سلنه ده.

کارپوهان وايي هلته خلک دا اړتیا نه ویني چې روغتون کې ډاکټر ته ورشي بلکې په زیاتیدونکي توګه خپل ماشومان د بېسده کوونکو داروګانو پرته خو د قابلې په مرسته په طبیعي توګه په کور کې زېږوي.

په هالند کې د ټولو زېږونونو ۶۵ سلنه په کور کې ترسره کېږي، په دې توګه هلته د جراحي عملیاتو له لارې د زېږون کچه ډیره ټیټه ده.

ورته مطالب