د سرطان ناروغۍ په اړه نوې څېړنه

د انځور حقوق spl
Image caption نوي درمل به د سرطان ژونکې پستې کړي چې درملنه پرې اغېز وکړي او له منځه یې یوسي

څېړونکي وايي کېدی شي دا شونې شي چې سرطان مخکې له هغه چې په کېموتراپی په درملو ووهل شي، نرم یا پوست کړل شي.

یوې څېړنې چې په کانسر سل خپرونه کې خپره شوې ښوولي چې سرطاني غوټې څنګه د عادي درملو پر وړاندې مقاومت پیدا کوي. د مانچستر پوهنتون د څېړونکو ډله وايي نوي درمل چې جوړېږي کېدی شي دغه مقاومت له منځه یوسي او کېموتراپي اغېزمنه کړي.

دا طریقه پر خلکو لا نه دی ازمویل شوې. څېړونکې ډلې د (Taxanes) تاکسېنز په نامه د درملو یوه ډله څېړي چې د تي او رحیم د سرطان په ګډون د یو لړ سرطانونو د درملنې لپاره کارول کېږي.

په مانچستر پوهنتون کې څېړونکو هڅه وکړه دا معلومه کړي چې تاکسېنز څنګه کار کوي.

په لابراتوار کې د سرطاني ژونکو په څېړلو، څېړونکي په دې وتوانېدل چې وښيي د درملو دغه ډله څنګه سرطاني ژونکې دې ته پاروي چې په خپله ځان ووژني.

خو په همدې لړ کې دوی د هغو سرطانونو چې درمل پرې اغېز کوي او د هغو تر منځ چې په ذاتي توګه د درملو پر وړاندې مقاوم دي یا ورسته مقاومت پیدا کوي، مهم توپیر وموند.

څېړونکو په دغو ژونکو کې د (Bcl-xL) په نامه یوه پروتین لوړه کچه ومونده چې د درملنې پر وړاندې یې مقاومت کاوه.

خو اوس داسې درمل د جوړېدا په حال کې دي چې (Bcl-xL) نومي پروتین بې اغېزې کولای شي.

د څېړونکو له ډلې، پروفیسور ستیفن ټېلر بي بي سي ته وویل چې له تاکسېنز سره د دغو درملو ګډول په بالقوه توګه کولای شي د سرطانونو مقاومت له منځه یوسي او حساس یې کړي.

هغه وویل دغه نوي درمل به د سرطان ژونکې پستې کړي چې درملنه پرې اغېز وکړي او له منځه یې یوسي.

د انځور حقوق PA
Image caption دا څېړنه لا په ډېرو لومړنیو پړاونوکې ده، خو که کلنیکي آزموینې یې بریالۍ راوخېژي د سرطان د زرګونو ناروغانو لپاره به په درملنه کې ښه والی رامنځ ته کړي

د بریتانیا په عامه روغتیا کې د سرطاني ناروغیو د څېړنو د څانګې کارکوونکې ډاکتره محبه صمدي هیله ښيي دا نوې طریقه به د سرطان په درملنه کې یو پرمختګ رامنځته کړي.

څېړونکي غواړي دا نوې طریقه د بېلګې په توګه د سرطان پر یو شمېر ناروغانو او دغه راز پر حیواناتو و ازمويي.

خو د کېموتراپي پر وړاندې د سرطان کمزوري کول چې زیان ومني دا اندېښنه هم رامنځ ته کوي چې کېدی شي د بدن روغ انساج هم کمزوري کړي او د درملنې د ناوړه اغېزو خطر ډېر کړي.

د برتیانیا د سرطاني څېړنو په مرکز کې د ساینسي معلوماتو جګپوړې چارواکې ډاکترې اما سمېټ وویل په هغو مواردو کې چې ناروغانو ته د تاکسېن پر بسټ کېموتراپی څخه ګټه نه ورسیږي، ډاکتران کولای شي چې د سرطان د دفاع د ماتولو لپاره داسې د درمل ورزیات کړي چې Bcl-xL په نښه کوي.

دا څېړنه لا په ډېرو لومړنیو پړاونوکې ده، خو که کلنیکي آزموینې یې بریالۍ راوخېژي د سرطان د زرګونو ناروغانو لپاره به په درملنه کې ښه والی رامنځ ته کړي.

ورته مطالب