په مکه مکرمه کې د زيارت کولو مراسم په ژوندۍ بڼه وښودل شول

د انځور حقوق Snapchat
Image caption د سنپ چټ د "مکې ژوندۍ بڼه" کمپاین یو ګډون وال لیکلی وو "موږ غواړو د مکې ښار په ژوندۍ بڼه وګورو، مکه د ليدلو مستحقه ده"

د لومړي ځل لپاره مسلمانانو وکولای شول په مکه مکرمه کې د زيارت کولو مراسم په ژوندۍ بڼه د یوې ټولنیزې رسنۍ له لارې نړۍ سره شریک کړي.

د مکې ښار د غیر مسلمانانو پر مخ تړلی ښار دی خو د ځيرکو موبايلونو د سنپ چټ، اپ کارونکي د "مکې ژوندۍ بڼه" په نامه په ټویټر کې یو پراخ کمپاین تر سره کړ او د یو میلیون پیغامونو په ترڅ کی دوی د مکې ښار د سنپ چټ کارونکو ته د ښودلو غوښتونکي شول.

د مکې ښار مسلمانانو ته په نړی کې تر ټولو سپېڅلی ځای ګڼل کېږی او اوس چې دغه ښار د یوې مشهورې ټولنیزې رسنی له لارې په ژوندۍ بڼه ښودل کېږی میلیونونو مسلمانانو د انټرنېټ له لارې خپله خوشالي ښکاره کړې ده.

سنپ چټ د موبایل ټيليفون يو اپلیکیشن دی چې تر سل میلیونه ډېر کارونکي لري.

د سنپ چټ د ژوندۍ (لایف) تڼۍ سره کارونکی کولی شی د موبایل ټيليفون د کامرې له لارې د خپل ځان او شاوخوا سیمې ويډيو په ژوندۍ بڼه له نورو سره شریکه کړي.

د سنپ چټ د "مکې ژوندۍ بڼه" کمپاین یو ګډون وال لیکلی وو "موږ غواړو د مکې ښار په ژوندۍ بڼه وګورو، مکه د ليدلو مستحقه ده"

بلې کارونکې لینا الرشید لیکلي"پرېږدی چی نړۍ د دومیلیونو انسانانو ژوندی انځور وګوری چی پرته له کومو ستونزو په ګده سره لمونځ کوی"

خو ځینو بیا وېره ښودلې چی کېدای شی دغه کار د مکې ارزښت کم کړي.

د انځور حقوق snapchat
Image caption د روژې پر اووه ويشتمه سنپ چټ د مکې ښار په ښودلو سره ولیکل: "راځی په ګډه د لیله القدر لپاره مکې ته لار شو"

د جو په نامه د سنپ چټ یوه کارونکی لیکلي: "هیله من یم چی خلک دلته له ټوکو او بی ځایه خبرو ډډه وکړي"

بلاخره د روژې پر اووه ويشتمه سنپ چټ د مکې ښار په ښودلو سره ولیکل: "راځی په ګډه د لیله القدر لپاره مکې ته لار شو".

د سنپ چـټ په زرګونو کارونکي چې په مکه کې پر عمره بوخت وو د مکې ښار او د کعبې شریفې شاو خوا ژوندي تصويرونه له نورو سره شریک کړل او همدا وو چې د دې په کتو مسلمانانو او غير مسلمانانو حرانتيا او خوشالي وښوده.

د جکو لین په نامه يوه کارونکي ليکلي: "زه مسلمانه، نه يم خو د مکې ښار په ژوندی بڼه ليدلو دې ته اړ کړم چی د اسلام په اړه له سره فکر وکړم. دا (ځای) ډېر ښکلی دی. دغو خلکو په رښتیا توګه د اسلام په اړه زما مفکوره بدله کړه"

بل خوا حسین عبدالله سنپ چټ کی لیکلی: "داسی برېښي چې د مکې په ژوندۍ بڼه ښودل د اسلام په اړه هغه منفي انځور چی ځينو رسنيو او اسلام ضد خلکو وړاندې کاوه بدل کړ".