د وينې پر بيه د موسيقۍ د فيسټيوال ټکټ

د انځور حقوق Untold festival
Image caption رومانیا د نورو اروپایی هېوادونو په پرتله تر ټولو کم وینه ورکونکي کسان لري. دلته د اوسېدونکو یوازې ۲ سلنه وینې ورکولو ته ځان ثبت کړی دی

په رومانیا کی د موسیقۍ یوه فسټیوال د ګډوڼ ټکټ د وینی په بیه تمامېږي.

د "انټولډ" په نامه د موسیقی دغه فیسټیوال د جولای په وروستۍ اوونۍ کې هر کال د رومانیا په څو ښارونو کی لمانځل کېږي.

سمبالوونکي وايي هیله من دي چی د "وینې پر بيه" تر نامه لاندی دغه ننداره خلک د وینې ورکولو ته وهڅوي.

د دغی فېسټیوال تبلیغاتي پوسټرونه په کوڅو او بازارونو کې خپاره شوي او په کې د ویمپایر او یا د انسان په بڼه وینې زبېښونکې بلا لیدل کیږی، چې د وینو ورکولو کڅوړه يې په لاس تړلې ده.

د دغې نندارې یو سمبالوونکی بوګدان بوتا وایي چې رومانیا په خپلو روغتیایي مرکزونو کی د وینې سخت کمښت سره مخامخ ده، او دغه کمپاین چی له یوې افسانوي کیسې الهام اخیستی، یوې رېښتنې ستونزې سره چی د وینې کمښت دی ګته کوي.

د دغه فسټیوال مينه وال که له آنلاین لارې، وینې ورکولو ته نوم ليکنه وکړي له نورو ارزانه ټکټ اخيستلی شي.

بل خوا هغه مینه وال چی په بوخارست او کلوج ښارونو کی د دغه کنسرت مرکزونو ته ځي د یوې ورځ د ګډون ټکټ په وړیا ټوګه ترلاسه کولی شي.

رومانیا د نورو اروپایی هېوادونو په پرتله تر ټولو کم وینه ورکونکي کسان لري. دلته د اوسېدونکو یوازې ۲ سلنه وینې ورکولو ته ځان ثبت کړی دی.