له هلمنده د بریتانوي عسکرو وتلو وروسته ژوند

د انځور حقوق Reuters
Image caption د بریتانوي عسکرو له وتلو وروسته افغان ځواکونه طالبانوسره په جګړې بوخت دي

له هغې راهیسې چې بریتانوي او نور نړیوال عسکر د تېرکال په پای کې له هلمند ولایت څخه ووتل طالبانو هلته د پام وړ بریاوې درلودې.

طالبانو سره نور د هوايي بریدونو وېره نه وه، په لویو بریدونو ېې پیل وکړ، د موسې کلا او سنګین ولسوالیو په ګډون د هلمند ولایت د شمال په نورو برخو کې ېې د خپل اغیز سیمه پراخه کړه.

د کجکي د اوبو د برېښنا ستېشن د ترمیمولو کار ېې نا شونی کړ.

که د بریښنا دا سټېشن په بشپړ ظرفیت کار وکړي کولای شي د دې سیمې د خلکو د ژوند په کچه کې ستر بدلون راولي.

د طالبانو پر وړاندې افغان ځواکونو کې محلي پولیس هم شامل دي. د هغوې په منځ کې د افغانستان یوه ډېره غیر عادي قوماندانه هم ده.

"سیستاني جنګیالي"

فیروزه ۶۰-۷۰ کلنه ښکاري خو خپل عمر ورته نه دی معلوم.

هغه هیڅکله ښوونځي ته نه ده تللې، خو کله چې ېې یو زوی ووژل شو د مارجې ولسوالۍ د سیستاني په سیمې کې ېې د محلي پولیسو یوې ډلې قوماندانۍ په غاړه واخیسته.

فیروزې ته د ښځو لپاره د افغانستان تر ټولو لوړ مډال، د ملالې مډال، ورکړل شوی دی. ملالۍ په ۱۹ پیړۍ کې د بریتانویانو پر وړاندې د جګړې یوه اتله وه.

د انځور حقوق bbc
Image caption فیروزه او دهغې ځوان لمسیان د طالبانوپرضد سختې جکړې سره مخ دي

په داسې یو کلیوال کلتور کې چې زیاتره ښځې له کوره بهر کار نه کوي، د یوې ښځې له خوا پوځي قوانداني کول یو ډېر غیر عادي کار دی.

د فېروزې دوه لمسیان، فضل محمد ۱۳ کلن او سلطان محمد ۱۴ کلن، د هغې تر څنګ جګړه کوي.

هغوې د کلاشنیکوف ټوپک په پرانیستلو او بیرته تړلو کې د یو باتجربه جنګیالي په شان تجربه لري.

فېروزه وايی:’’ طالبان مې تل ځوروي او راته وايي چې څه دې ترلاسه کړي، حتی خپلو لمسیانو ته دې هم وسلې ورکړې.’’.

’’ خو حکومت بریالی دی او طالبانو جګړه بایلي’’.

هغه خپل جنګیالي د ’’ سیستاني جنګیالیو’’ په نامه یادوي چې تر اوسه ېې د طالبانو پر وړاندې ډیرې جګړې کړې دي.

په بل نامه هغوې ماشوم عسکر دي چې وسله وال کول او جګړو ته لېږل ېې د نړیوال قانون سره سمون نه لري.

د سیستاني سیمه د جګړې پر لومړۍ کرښې کې پرته ده.

یوې خوا ته ېې مرکزي برخه ده چې ډېر ګڼ خلک په کې اوسېږي او نورو خواو ته ېې چې شمال او جنوب دی لږ خلک ژوند کوي.

Image caption د ملالې دا مډال د فیروزې د کارونو په ویاړ ورته ورکړل شوی

بریتانویانو ته خبرداری

د هلمند د سیند دواړو غاړو ته پرته دا مرکزي سیمه اوس له پخو ا، له هغه وخته چي نړیوال عسکر لا ورته نه وو راغلي، ډيره باثباته ده.

سړکونه له پخوا ښه دي، ۷۵ روغتیايي کلینیکونه لري چې د خلکو د اړتیا وړ لومړني خدمتونه برابروي، په داسې حال کې چې پخوا هلته یو کلینیک هم نه و.

په هلمند کې له ۱۹۰،۰۰۰ نه زیات ماشومان ښونځیو ته ځي، نژدې یو پر درېمه برخه ېې نجونې دي، او ځینې ښوونځي تر اوسه د طالبانو ترلاس لاندې سیمو کې پرانیستي دي- خو د روغتیايي کلینیکونو په شان هلته د کارکوونکو جلبول او په کار ګومارل سخت دي.

د دې یوه وجه چې د طالبانو تر لاس لاندې ځینو کلیوالو سیمو کې حکومتي خدمتونه په بریالیتوب سره خلکو ته برابریږي دا ده چې هلته د ولسوالیو هغه شوراګانې چې بریتانویانو رامنځ ته کړې وې تراوسه فعالې دي.

ښايي دا ډول اصلاحات د بریتانیا هغه میراث وي چې د اوږدې مودې لپاره به ېې اغيزې پاتې وي.

ددې شوراګانو رامنځته کولو سره د کلیو سپین ږیرو او مشرانو ته یو مستقیم رول ورکړل شو چې د مرستو پیسې څرنګه او چیرته ولګول شي.

د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت سیمه ییز مشر محمد عمر خان وویل چې حتی په ګرمسیر ولسوالۍ کې چې یوه بې ثباته سیمه ده، دوی تر اوسه د ۵۲ پروژو د عملي کولو کارونه پرمخ بیايي.

هغه وویل: ’’ سیمه ییزې شورا له طالبانو سره خبرې وکړې او و يې ویل چې دوې دغو پرمختیايي پروژو ته اړتیا لري.’’

خو هغه وویل کله چې بریتانویان ولاړل ددې کارونو یوازې نیمه برخه ترسره شوې وه.

’’ زه غواړم د بریتانیا له خلکو او له حکومته مننه وکړم. هغوې خپلې پروژې عملي کړې او ترپایه يې په ډیر دقت سره وڅارلې.خو هغوې ته یو خبرداری هم ورکوم، او هغه دا چې که تاسو پر موږ خپلې مرستې بندې کړی، ټول هغه نظام به چې ترشا مو پرې اېښی دی له منځه لاړ شي.’’

سیمه ییز سوداګر ’برباد’ شول

د پخوا په پرتله اوس افغانستان ته مرستې لږ راځي، او دا کمی په څرګنده احساسېږي، په تېره بیا چې په همدې وخت کې تقریبا ټول نړیوال ځواکونه وتلي. داسې ښکاري چې اقتصادي وده یوازې د جګړې پر وخت کې په موقتي توګه رامنځ ته شوې وه.

د لښکرګاه د ښار هټۍ یا دوکانونه له هغو شیانو ډک دي چې سوداګرو غوښتل پر بریتانوي ځواکونو ېې وپلوري.

هټۍ وال جان علي زیار ایسته چې سیمه ییز خلک په خپلې هټۍ کې د بهرنیو تولیداتو رانیولو ته وهڅوي. خو هغه پوهېږي چې ډېر خلک دا بهرني شیان نه پېژني.

هغه وايي: ’’ دلته هیڅوک نه پوهیږي چې د پانکیک میکس څه شی دی.’’

Image caption په هلمند کې د اومو تریاکو ډیروالی پدې معنا دی چې په نیشه يي شیانو اخته کیدل یوه لویه ستونزه ده

د نورو سوداګرو په شان دی هم د بهرنیو ځواکونو له وتلو حیران و، که څه هم د هغوې د وتلو وروستی نېټه معلومه وه.

په دې مغشوشیت کې د افغان رسنیو هم یو رول درلود. هغوی د توطیې دغې نظرېې ته لمن وهله چې بهرني ځواکونه اصلا نه وځي.

د بهرنیو عسکرو د وتلو اغېز یوازې پرهغو شرکتونه باندې نه و چې بریتانوي اډې ته ېې خوراکي توکي او نورشیان برابرول.

حاجي نظیر احمد وروسته له هغې خپل ساختماني شرکت وتاړه چې حکومت د هغو ساختماني قراردادونو پیسې ورنه کړي چې ده ویل ترسره کړي ېې دي.

هغه لښکرګاه ته ځینې نوښتونه راوستل لکه په ښارکې د فاضله موادو د بېلرونو اېښودل.

هغه وویل هغه چارواکي چې ددې شیانو فرمایش يې ورکړی و ’’ نه پوهېده چې د فاضله موادو پېرل باید څه ډول وي.’’ نو ځکه ورته ده یوه نمونه جوړه کړه.

حاجي نظیر احمد په میلیونونو ډالره په کارخانو او ماشینونو کې پانګونه وکړه خو اوس هغه د بې کاره فلزاتو په توګه پاتې دي.

د هغه ۳۵۰ تنه کارګر بې کاره شول، او وايي چې ددې ټولنیز لګښت ډېر زیات دی، لکه د کورنیو ټوټې کېدل او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی.

هغه وايي په دې باوري دی چې د ده ځینې پخواني کارکوونکي له طالبانو سره یوځای شوی دي، او خپل یو ډېر ښه کارګر يې لیدلی چې په کوڅو کې يې هېرویین خرڅول.

ارزانه نشه يي توکي

د ملګرو ملتونوسازمان وړاندوینه کړې چې راتلونکي کال کې به په افغانستان کې بیا د کوکنارو حاصلات په بې ساري توګه ډېر وي او ډېره برخه به ېې په هلمند کې تولیدیږي.

Image caption زیاتره ناروغان ښايي د بیا رغونې په کلینیک کې له درملنې وروسته بیرته نیشه يي شیانوته مخه کړي

ټولنیز اغېز ېې پر هلمند له مصیبته ډک دی. باور کېږي چې هلته ۱۱۰،۰۰۰ کسان په نشه يي توکو معتاد یا روږدي شوي دي- دا رقم د نفوس ۷ سلنه جوړوي.

د هلمند په بازارونو کې پر نشه يي توکو اخته کسان چې د خوراک خیرات غواړي ډیر تر سترګو کېږي.

په لښکرګاه کې د بریتانوي عسکرو د پخوانۍ قوماندانۍ اصلي ودانۍ کې، پر نشه يي توکو اخته کسانو د بیا رغولو لپاره کلینیک جوړ شوی. په یوه خونه کې چې پخوا به په کې یو بریتانوی عسکر اوسېده، اوس دری تنه معتادین ساتل کېږي چې د شپږو اونیو لپاره تر درملنې لاندې وي.

خو هلته یوازې ۵۰ ناروغانو لپاره ځاې شته، او دوامداره بې ثباتۍ، بې کاري او د نشه يي توکو ارزاني د دې سبب کېږي چې د درملنې د بریالتوب کچه ډېره ټیټه شي.

د نړیوالو عسکرو له خوا ۹ کاله جګړې ونشواې کولاې چې د نشه يي توکو د تولید مخه ونیسي. په حقیقت کې د هغو تولید لا نور هم ډېر شو.

یوازينی توپیر دا دی چې هغه له مرکزي ګن نفوسه سیمو څخه لیرې د هلمند له کانال آخوا هغو سیمو ته پرشا وتمبول شول چې حکومتي کنټرول ورباند ې لږ دی.