په لندن کې د افغاني فلمونو نړیوال فستیوال

د انځور حقوق Rahman Alemi
Image caption دا فستیوال د دریو ورځو لپاره د لندن په ترایسکل تیاتر کې یې د نندارې چارې پرمخ یوړل شوې او د دی میاشت په ۲۶نېټه پای ته ورسېد

دا څو کلونه په ا فغانستان کې د ننه او بهر د افغان فلمونو نړیوال فستیوالونه جوړ او لمانځل کېږي. د دې هڅو او خوځښت سر دا دئ سږ کال لندن ته هم راووت او د لندن د افغان فرهنګي مېلې چې هر کال نږدې په همدې شپو ورځو کې د لندن د یوې افغانې ټولنې او مرکز : (پیوند) له لور رابلل کېږي برخه وګرځېده.

دا فستیوال د دریو ورځو لپاره د لندن په ترایسکل تیاتر کې یې د نندارې چارې پرمخ یوړل شوې او د دی میاشت په ۲۶نیټه پای ته ورسېد.

د دغه نړیوال فستیوال لپاره ټول ټال سل فلمونه له افغانستان او د نړۍ له نورو برخو را رسېدلي وو چې د دوی له منځه د فستیوال د غوراوی کمېټې څه پنځه دېرش فلمونه د ننداری او آزموینې وړ وګڼل.

دا غوره شوي فلمونه چې درۍ ورځې پر له پسې نندارې ته وړاندې شول، ګڼې برخې لکه: افغان ژوند، تاریخ، انیمیشن او د ښځینه ډایرکټرانو فلمونه لرل.

د هرې برخې له نندارې وروسته د فیستیوال هیئت او ځانګړو مېلمنو په دغو فلمونو خپل نظر او لید څرګنداوه او په اړه یې د ننداره کوونکو پوښتنې هم ځوابولې.

په داسې شرایطو کې چې لا هم کورنۍ جګړه په زور کې ده، د سولې څرک نه لګېږي او ثبات ترینګلی دئ. په دې برسېره سینما په دولتي کچه هم ښه نه پالل کېږي او مالي او معنوي ملاتړ یې په خورا ټیټه کچه دی، د داسې فلمونو تولید او د داسې فستیوالونو رابلل او جوړول خورا غنیمت کار دی.

د انځور حقوق abdul wakil solama
Image caption په دې فیستیوال کې ځنې داسې فلمونه هم وو چې له ګڼو نړیوالو فیستیوالونو یی جایزې او ستاینلیکونه هم خپل کړي وو

په فیستیوال کې د زمان او موضوعاتو تنوع او د موضوعاتو ټاکنه زموږ د ملی سینما د غوړېدو لپاره ښه پرمختګ او نیک زیری دی.

د داسې فلمونو تولید او جوړونه د دې حقیقت ښکارندویه دی چې نور افغان فلم جوړونکي د هندی او یا هم د امریکایی فلمونو په لار ولاړ نشي او د هنري سینما په پل قدم کېږدي.

په وروستیو کلونو کې د افغان فلم جوړونکو په سینمایي لید او ذوق کې د پا م وړ بدلون راغلی دی، او د فلمونو لویه برخه یې د افغانانو د عادي ژونده نیولې د دوی د دودونو، تاریخ، جګړې، سولې، هیلو او نهیلیو روښانه انځورونه جوړوي.

دې فلمونو او دغه فیستیوال دا هم وښووله چې اوس افغان فلم جوړونکي د فلمونو د جالبو موضوعاتو او د هغوی د هنری بیان او تصویر په وړاندې کولو کې هم پوره مهارت لري، او داسې موضوعات غوره کوي چې نه یوازې افغانانو ته په زړه پورې وي بلکې نړیوال یی هم لیدلو ته لیوالتیا ښيي.

دا د افغان سینما د نړیوال کېدو په لور زموږ د ملي سینما یو ښه پرمختګ او لاسته راوړنه ګڼلی شو.

په دې فیستیوال کې ځنې داسې فلمونه هم وو چې له ګڼو نړیوالو فیستیوالونو یی جایزې او ستاینلیکونه هم خپل کړي وو.

د انځور حقوق Rahman Alemi

خو یوه خبره چې په دې اړه باید هېره نشي د ډیری فلمونو مالی لګښت ځنو بهرنیو ادارو ورکړی و.

اوس اندیښنه دا ده چې له افغانستان نه د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته به بهرنیان افغان سینما وپالي او د فلمونو مالي ملاتړ به د پخوا په څېر وکړي او که څنګه؟ دا هغه پوښتنه ده چې لا یې ځواب روښانه نه دی او دولت هم د ملي سینما د ودې لپاره کوم ځانګړی پلان او پروګرام نه دی وړاندې کړی.

دې فستیوال ته د رسېدلو سلو فلمونو په منځ کې یو پښتو فلم هم و چې نندارې ته وړاندې شو. خو په فیستیوال کې یوازې د یوه پښتو فلم شتون د هېچا اندېښنه او پوښتنه راولاړه نه کړه چې په دې برخه کې پړه په چا واچوي؟

د فستیوال سمبالوونکو ناغېړي کړې او له پښتو فلم جوړونکو سره یی اړیکه نه ده نیولې او که په رښتیا پښتو فلم جوړونکو د دې فیستیوال په شرایطو اوغوښتنو برابر فلم نه درلود. دا هغه تشه ده چې له دې پرته د افغانستان ملي سینما غوړېدنه او وده نا شونې او نیمګړې ده.