څه شی ښځې تروریستي کارونو ته هڅوي؟

د انځور حقوق AP
Image caption د لیلا خالد مشهوره څېره

"ما په خپل کمربند کې یوه تومانچه، په جیب کې لاسي بم او په کڅوړه کې چاودېدونکي توکي درلودل. زه یوه ښځه وم چې فېشني لباس مې اغوستی و. د تالاشۍ لپاره مې خپله کڅوړه پرانیسته خو د امنیت سړي چې زما سینګار ولیده پرې ېې ښودم."

د ۱۹۶۰ کلونو په وروستیو کې ښايي لیلا خالد د نړۍ تر ټولو مشهوره ښځینه الوتکې تښتونکې وه- ښکلې، خطرناکه او له سیاسي پلوه د فلسطینیانو مرام ته ټینګه وفاداره.

د هغې په نامتو تصویر کې لیدل کېږي چې تېزې سترګې لري، کلاشنیکوف ېې ترڅنګ او په دقت سره ېې لنډ پوړنۍ پرسر اچولی.

هغې وروسته د خپلې نامتو څېرې د پټولو لپاره دردناکې پلاستیکي جراحۍ څخه کار واخیست چې وکولای شي له پېژندل کېدو پرته خپلې چریکي مبارزې ته دوام ورکړي.

خو هغه لومړنۍ ښځه نه وه چې د سیاسي هدفونو لپاره د تاوتریخوالي کارولو له امله مشهوره شوې وه.

یوه ښځه چې لیلا خالد ورڅخه الهام اخیستی و په ۱۹۵۰ کلونو کې له فرانسې څخه د الجزایر د خپلواکۍ جګړې د وخت ښځینه بم ایښودونکې زهره ظريف نومېده.

د ۱۹۵۶ کال په سپټمبر کې هغې د الجزیرې په یوې چاېخانې کې بم ایښی و.

د قربانیانو په منځ کې یوه زړه ښځه وه چې د خپلې ۵ کلنې لمسۍ سره یو ځاې ووژل شوه.

د ښځو او تروریزم تاریخ تر دې هم پخوانی دی.

د روسېې د نولسمې پیړۍ په انقلابي غورځنګ کې ښځو مخکښ رول درلود، د هغوی فعالیتونه د معاصر تروریزم پیل و، د هغوی ځینو مهمو غړو د تزار الکساندر د وژلو په توطیه کې لاس درلود.

د انځور حقوق AP
Image caption اینسلین: د بادر- ماینهوف د ډلې یوه بنسټ ایښودونکې

په دې وروستیو کې ښځو د جرمني د "بادر ماینهوف ډلې" او د "ایټالیا د سره غونډ" په نامه ډلې کې مهم رول درلود. همدا راز د شمالي آیرلینډ په موقتي آې آر اې او د سریلانکا د تامیل پړانګانو کې ښځې ډیرې وې. ا

ټکل شوی چې د تامیل پړانګانو یو پر دریمه برخه جنګیالي او ځان وژونکي بم غورځونکي ښځې وې.

انګیزې

څه شی ښځې تروریزم ته هڅوي؟

د هغوې د خپلو ویناګانو له مخې، ښځې د خپلو نارینه ملګرو په شان معمولا د شور او شوق نه ډک سیاسي ژمنتوب له امله تاوتریخوالي ته مخه کوي.

لیلا خالد او زهره ظريف خپلو تېرو کارونو ته په ویاړ سره ګوري.

هغوې خپل ځانونه تروریست نه بولي او خپل هدفونه او مرامونه په حق او سم ګڼي.

لیلا خالد وايي:"زما رول دا و چې وسله واخلم او د خپلو خلکو په شان وجنګېږم"

ظريف وايي:"هو، مونږ پر بې ګناه ولسي وګړو بریدونه کړي، خو په جګړې کې بې ګناه څه شی دی؟ اروپايانو زمونږ هېواد نیولی و او مونږ ورسره جګړه کوله. مونږه د جګړې په حالت کې وو."

لیلا خالد:

په ۱۹۴۴ کال کې د اوسني اسراییلو د حیفه په ښار کې زِيږېدلې. د فلسطینیانو د ۱۹۴۸ کال ډله ییز مهاجرت په وخت کې د هغې کورنۍ لبنان ته وتښتېده، پلار ېې تر شا پرېښوده. په ۱۵ کلنې کې د عربو ملي غورځنګ کې شامله شوه.

د ۱۹۶۹ د اګست په ۲۹، لیلا خالد د الوتکې تښتوونکو د یوې ډلې غړې وه چې دTWA 707 بوینګ الوتکه ېې چې له روم څخه آتن ته تله وتښتوله، او دمشق ته ېې بوتله. هېڅوک ټپي نه شو خو د یرغملیانو له ښکته کېدو وروسته الوتکه وچاودول شوه.

د ۱۹۷۰ کال د سپتمبر پرشپږمه، لیلا خالد او پاتریک ارګویلو، یو نیکاراګوايي امریکايي، دEl Al 219 الوتکې تښتولو هڅه وکړه چې له امسترډام څخه نیویارک ته روانه وه، خو دا برید د یو اسراییلي هوايي پولیس له خوا شنډ شو. الوتکه د لندن هیترو هوايي ډګر ته یوړل شوه او لیلا خالد هم ونیول شوه.

یوه میاشت وروسته هغه د یوې بلې تښتول شوې الوتکې د یرغملیانو دآزادۍ په بدل کې خوشې شوه.

لیلا خالد ټینګار کوي چې دې ته امر شوی و چې هېڅوک به نه ځوروي، خو یقینا چمتو وه چې تر وروستي حده پورې پرمخ لاړه شي.

کله چې لیلا په ۱۹۶۹ کې یوه امریکايي الوتکه وتښتوله، ګواښ ېې وکړ چې که پیلوټ د دمشق پرلور خپل لوری بدل نه کړي، الوتکه به د لاسي بم په وسیله وچاودوي.

هغه وايي: "مجبوره وم چې لاسي بم شپږساعته په خپل لاس کې ټینګ ونیسم ځکه چې ستن مې ورڅخه ایستلې وه."

ځواکمنیدل

په تروریزم کې برخه اخیستل د ځینو ښځو لپاره د ځواکمن کېدلو په معنا ده.

میریډ فیریل د آیرلینډ په جمهوري غوښتونکي غورځنګ کې یوه نومیالۍ ښځه وه ترهغو چې په ۱۹۸۸ کې جبل الطارق کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو په لاس ووژل شوه.

د انځور حقوق ISHARA SKODIKARA
Image caption ښځو په تامیل پړانګانوکې ستر رول لوبوه

له مړینې یو کال مخکې کله چې د (آې ار اې) د یو بمي برید په توطېه کې د ګډون له امله د آرماګ په جیل کې بندي وه د ښځو د یوې اعتراضیه غونډې مشري ېې کوله. هغه وخت ېې په یوې مرکې کې ویلې و اصلي هدف ېې دا و چې د نارینه بندیانو ملاتړ وکړي، خو دغې اعتراض ښځې په خپل سیاسي موقف باندې هم وپوهولې چې دوې نه یوازې ښځې او میندې دي بلکې د سیاسي فعالیت حق هم لري.

په سریلانکا کې میا بلوم، چې د ښځینه تروریستانو په اړه ېې څېړنه کوله وايي د حیرانتیا وړ وه چې د تامیل پړانګانو ښځینه جنلګیالۍ څومره ډېرې فداکارې وې.

هغه وايي په لومړي سر کې معمولا دا ښځې له یوې شخصي غمیزې وروسته د تامیل غورځنګ سره یوځاې کېدلې خو کله چې ېې وروسته د نښتې جرړې څېړلې سیاسي پوهه ېې ډېرېدله، له نارینه و سره او خپل منځ کې ېې سیالي کوله چې ځان وژونکې بمي برید کوونکې شي.

شک نشته چې ښځینه تروریستانې ډېرې اغېزمنې وې– د نارینه و په پرتله په آسانۍ سره د تالاشۍ له پوستو څخه تېرېدلې او خپل هدف ته ېې ځان نژدې کاوه، کولاې ېې شول چې د ځان وژنې کمربندونه او وسلې ترخپل لباس لاندې پټې کړي.

د امنیتي تالاشي نوې طریقې

د لوېدیځې افریقا ځینې هېوادونو لکه چاد، ګابون او د کامیرون په ځینو برخوکې د یو لړ ځان وژونکو بمي بریدونو وروسته چې ښځو په چادري کې ترسره کړي و اوس په عمومي ځایونو کې د ټول مخ پټولو حجاب ته اجازه نشته.

د انځور حقوق AP
Image caption ځینوافریقايي هېوادونو کې د یو لړ ځان وژونکو بمي بریدونو وروسته چې ښځو په چادري کې ترسره کړي و اوس په عمومي ځایونو کې د ټول مخ پټولو حجاب ته اجازه نشته

ښځینه بمې برید کونکي معمولا د ډیرو تبلیغاتو سبب کیږي.

کارپوهان وايي د جګړې په لومړۍ کرښه کې د ښځو څخه کار اخیستل معمولا په دې معنا دي چې تروریستي غورځنګ د ستونزو سره مخ دی، نارینه جنګیالي ېې کم شوي او یا د کوم بل لامل له مخې ترفشار لاندې دي.

د ښځو په وسیله د مهمو بمي بریدونو ترسره کول د برید اغېز زیاتوي، ځکه چې د خلکو له نظره د یوې ښځې له خوا د ظالمانه وژنې کار ډېر وحشیانه اوغیرطبیعی ښکاري.

په روسېې کې وروسته له دې چې ولسمشر پوتین په ۱۹۹۹ کال کې د "چیچن تروریستانو" پر وړاندې مبارزه پیل کړه، ښځینه ځان وژونکې بمي برید کونکې دومره ډیرې شوې چې د ’’ تورو کونډو’’ په نامه به یادېدلې – ځکه چې تور کالي به ېې اغوستل او داسې ښکارېده چې د خپلو وژل شویو مېړونو، اولادونو اووروڼو غچ به ېې اخیسته.

خو دچچنیا مثال یوتضاد هم په ګوته کړ. دا ښځې څومره غچ اخیستنې ته تږې او مایوسه شوې وې چې له ژونده بیزاره شوې وې؟

څومره ښځې دغسې سختو کارونو ته هڅول شوې یا په زوره اړ ایستل شوې وې؟

په ۲۰۰۲ کال کې د تروریستانو له خوا د ماسکو پرتیاتر باندې د برید پر وخت کې د چیچنا نارینه تروریستانوعملیات رهبري کول، او ښځینه ملګرو ېې ځان وژونکي کمربندونه تړلې وو او امرونه ېې عملي کول.

د شرم پاې ته رسول

داسې شواهد شته چې په سریلانکا کې پرځینو ښځو د جنسي تېري وروسته هغوې غوښتل له ځانه اوخپلو کورنیو څخه شرم پاک کړي او له دې امله په بمي برید کونکو بدلې شوي.

نو آیا هغه ځوانې ښځې چې سورېې ته ځي او غواړي د اسلامي دولت ډلې جنګیالیو سره واده وکړي، ولې داسې کوي؟

داسې نښې نشته چې هغوې خپله په بریدونو کې برخه اخیستې وي.

خو په انټرنیټ کې د هغوې په نامه ځینې خپرې شوې لیکنې د وینو تږې او وحشیانه ښکاري چې د نورو کسانو تروریستي کارونه څرګندوي.

د ستراتیژیک دیالوګ د انسټیټوټ کارکونکې ایرین سالتمن چې په انټرنیت کې ددغو ښځو لیکنې څاري، وايي دا چې دغه ښځې ولې د اسلامي دولت ډله خوښوي راز راز لاملونه لري: خورولي، تعلقیت، مینه او خیالي دنیا جوړول، او د هغوې ځواکمنتياـ خو ښايي کله چې هغوې هلته سورېې او عراق ته ورسیږي حقیقت بل څه وي، هلته داسې یو چاپیریال وي چې هرڅه تر ټینګ کنټرول لاندې او محدود وي.

خو هغه کسان چې دا پدیده مطالعه کوي په دې باور دې چې دغې مسلې ته باید له حده زیات په ساده نظر ونه کتل شي.

د نارینه تروریستانو په شان د دغسې ډلو سره د ښځو یو ځاې کېدل ګڼ او پېچلي لاملونه لري. خو باید ومنل شي چې اکثرا هغوې بې ګناه او غیرفعال ګډون کونکي نه وي.