"د جراحۍ پر مهال موسيقي ښه نه ده"

د انځور حقوق Thinkstock

بريتانيا کې يوه څېړنه ښيي چې د جراحۍ عملياتو پر مهال د موسيقۍ اوريدل کېدای شي د ډاکترانو ذهن او پام بلې خوا ته بدل کړي.

دوی وايي د عملياتو پر مهال د موسقۍ پر اورېدو بايد غور وشي.

د دې معلوماتو ترلاسه کولو لپاره څېړونکو په دوو روغتونونو کې د عملياتو ۲۰ قضيې څېړلي دي.

دوی وايي کله چې د عملياتو پر مهال موسيقي اورېدل کېده، ډاکترانو به نشوای کولای د يو بل خبرې واوري، د بېلګې په توګه عملياتو لپاره د وسايلو غوښتنه او داسې نور.

څېړنه کې راغلي د موسيقي د اورېدو په حالت کې به ډاکترانو خپلې خبرې بيا بيا تکرارولې.

د دې څېړنې لپاره چې په جورنال اف اډونس نرسېنګ، کې خپره شوې، څېړونکو د عملياتو څارلو لپاره په عمليات خونه کې ګڼې کامرې ځای پر ځای کړې وې.

په دغه ۳۵ ساعته ويډيويي څېړنه کې ښودل شوې چې زياتره وخت به لويو ډاکترانوغوښتل د عملياتو پر مهال موسيقي واوري.

دوی وايي له ۲۰ عملياتو په ۱۶ کې يې موسيقي اورېدل شوې وه.

څېړنه ښيي چې د عملياتو پر مهال د نڅا موسيقي او ډول په لوړ اواز اورېدل کېده، چې له کبله به يې خبرې نشوای اورېدل کېدی.

په ځينو مواردو کې به نرسانو نشوای کولای د جراحانو خبرې وا وري او امرونه پر ځای کړي.

څېړنه ښيي يو ځل د عملیاتو پر مهال نرس له ډاکتر د موسيقۍ د اواز ښکته کولو غوښتنه کړې وه.

بل خوا ځينې څېړنې ښيي چې د عملياتو پر مهال موسيقي اورېدل کولای شي د جراحانو سره مرسته وکړي چې ارام پاتي شي او خپل کار ته ښه متوجه شي.

بريتانيا کې د جراحانو کالج وايي د ياد شوې ستونزې په اړه پوره شواهد نشته او د عملياتو پر مهال له موسيقۍ اورېدلو کومه ستونزه نه راولاړېږي.

د اميريل کالج لندن يو مشر څېړونکی وايي د عملياتو پر مهال د موسيقۍ اوريدل کولای شي ډاکتران ارام کړي، هلته ډېر شور ماشور وي.

دی وايي غواړو د عملياتو پر مهال د موسيقۍ اورېدو په اړه نوره څېړنه وشي.