اسلامي دولت ډله روسي محصلان جذبوي

د انځور حقوق ntv
Image caption ’’ مورې زه بیرته نه راځم’’، د روسېې ټلویزیون د یوې روسي محصلې واروارا کاراوولووا له قوله وايي

د جون په لومړیو دوو اونیو کې د روسيې ټلویزیون د مسکو د دولتي پوهنتون یوې ۱۹کلنې محصلې واروارا کاراوولووا په اړه له خبرونو ډک و.

هغې د مسکو په پوهنتون کې د عربي ژبې زده کړه کوله او هغه وخت ېې نوم د رسنیو د خبرونو په سر کې راغی چې ناڅاپه له مسکو نه ورکه شوه او ویل کېدل چې سوريې ته روانه ده اوغواړي چې د اسلامي دولت اورپکې ډلې سره یوځاې شي

Image caption کاراوولووا ماسکوته د بیرته رارسیدوپه وخت کې

په داسې حال کې چې د روسيې ټولو لویو خبري رسنیو دا کیسه تعقیبوله، کاراوولووا د ترکېې او سورېې پر پوله ونیول شوه او په الوتکه کې بېرته مسکو ته ولېږل شوه.

هغه بېرته خپل اندېښمن پلار ته وسپارل شوه چې د خپلې لور په لټه کې و.

په زرګونو روسي پیروان

خو دا یوازينی قضیه نه ده. دوه اوونۍ وروسته یوه بله ځوانه ښځه، مریم اسماعیلوا، چې هغه هم د مسکو په یو معتبر پوهنتون کې محصله وه، ورکه شوه او ویل کېدل چې هغه هم اسلامي دولت ډلې سره د یوځاې کېدو لپاره تللې ده.

داسې رپوټونه و چې د روسيې د ځینو لويو ښارونو له پوهنتونونو یو شمیر نور محصلان هم په همدې ډول بهرته تللي دي.

دهغوې برخلیک نه دی معلوم خو د رسنیو د ډیرو رپوټونو له امله لوړ دولتي مامورین دې ته اړشول چې د هغو روسي اتباعو په اړه چې ګمان کېږي اسلامي دولت ډلې سره یوځاې شوي دي، ځینې ارقام څرګند کړي.

د انځور حقوق bbc
Image caption مریم اسماعیلوا چې یوې مسلمانې کورنۍ کې لویه شوې وه د ماسکو په یو پوهنتون کې زده کړه کوله

د روسيې فدرالي امنیتي څانګې تخمین کړی چې کېدای شي د اسلامي دولت ډلې ۸ سلنه جنګیالي د روسي پاسپورټونو درلودونکي وي.

د روسيې د بهرنیوچارو د وزیرمرستیال اولیګ سیرومولوتوف د جولاې پر اومه وویل:’’ دا شمېرې ډېرې نارامونکې دي، په اوسني وخت کې له روسِې تقریبا ۲،۲۰۰ کسان په عراق او سورېې کې په پوځي عملیاتو کې برخه لري’’.

ولې روسان؟

د مسکو د یوې څېړندویه موسسې، کارنیګي مرکز کارکوونکی الکسي مالاشینکو وايي، د اسلامي دولت ډلې خپله اعلان کړي خلافت کې له عربي او انګلیسي وروسته اوس روسي ژبه تر ټولو ډېره کارول کېږي.

د سږ کال په اوږدو کې د اسلامي دولت ډلې په روسي ژبه خپل تبلیغات زیات کړي دي. په مارچ کې اسلامي دولت ډلې د خپلې البیان راډیو ورځینی خبري سرټکي په انترنیټ کې په راز راز بڼو په روسي ژبه پیل کړل.

د مۍ په لومړیو کې دغې ډلې د فورات پرس په نوم په روسي ژبه د یوې نوې مجلې لومړۍ ګڼه خپره کړه.

څو ورځې وروسته په همدې میاشت کې د اسلامي دولت ډلې د ګڼو ژبو د رسنیو مرکز، HMC، د ایستوک (سرچینه) په نامه په روسي ژبه یوه بله پرمختللې مجله خپره کړه.

د انځور حقوق ntv
Image caption د روسېې ان ټي وي ټلویزیوني چینل د مریم اسماعیلوا یوه لنډه ویډیو خپره کړه چې امنیتي کمرو ثبت کړې وه

ډېر چارواکي او څارونکي دا مني چې د اسلامي دولت تبلیغات په پرلپسې توګه لا نور هم اغېزمن شوي دي.

هغوي وايي د هېواد په جنوب کې د هغو سیمو سربېره چې ډېری خلک ېې مسلمانان دي له نورو سیمو څخه هم ځینې کسان له هېواده وتلي او اسلامي دولت ډلې سره یوځاې شوي دي.

معمولا محصلان او ځوان خلک د ټولنیزو رسنیو له لارې جذبیږي او د اسلامي دولت ډلې تر واکمنۍ لاندې د مینې، محبت او بهتره ژوند په هیله له روسيې څخه وځي.

د ژوند د ټولو برخو څخه پیروان

زیاتره روسان لا مخکې له هغو رپوټونو خبر و چې له شمالي قفقاز څخه یوشمېر توند لاري کسان د اسلامي دولت ډلې سره یوځای شوي دي.

د نړیوال کړکېچ ډلې یوه کارپوه واروارا پارخومینکو وايي چې د روسيې د نورو سیمو په پرتله له جنوبي جمهوریت داغستان څخه چې اکثریت اوسېدونکي ېې مسلمانان دي ډېر خلک اسلامي دولت ډلې سره یوځاې شوي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په وروستیو میاشتوکې داسلامي دولت ډلې تبلیغاتو زیاتره روسي ژبي خپل هدف ګرځولی

هغه وايي چې زیاتره جلب شوي کسان له چچنیا او هم د شمالي اوسیتیا له دود پالوعیسویانو څخه دي.

هغه وايي خلک د ژوند له هرې برخې څخه ورځي.’’ بیوزلي یا شتمن، ښه تحصیلکرده یا غیر تحصیلکرده... خلک یوازې د جګړې لپاره نه ځي بلکې د ژوند، واده کولو او وعظ کولو لپاره هم ځي.’’

دغو رپوټونو کارپوهان او چارواکي دواړه دې ته وهڅول چې په روسيې کې د اسلامي دولت ډلې د جلب او جذب د شبکې دپراختیا او پر روسانو باندې د هغوی د پیغامونو د اغیزمنتوب په اړه، اندیښنه څرګنده کړې.